د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

کلیو او پراختیا وزارت ۱۷ ولایتونو کې ۳۷ پراختیايي پروژې پلي کوي


د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت د یکشنبې په ورځ په ۱۷ ولایتونو کې د ۳۷ پراختیایي پروژو تړونونه، د پراختیايي شوراګانو له استازو سره لاسلیک کړل.

د کلیو پراختیا وزیر نصیر احمد دُراني وايي، که دغه پروژې له یوې خوا په ولسوالیو او کلیو او بانډو کې د خلکو ورځنۍ ستونزې کموي بل‎خوا به په ولسوالیو او کلیو کې ګڼو خلکو ته د کار زمینې هم برابرې کړي.

د کلیو د پراختیا وزیر نصیر احمد دُراني
د کلیو د پراختیا وزیر نصیر احمد دُراني

ښاغلي دُراني د دغو پراختیايي پروژو په اړه وویل:

"نن ۳۷ پروژې د ۲۰۲ میلیونو افغانیو په ارزښت دي، په ۱۷ ولایتونو کې به پلي شي، په دې کې پلونه، پلچکونه، استنادي دېوالونه، کالونه سربندونه او سړکونه شامل دي."

ښاغلي دُراني وویل، دغه پروژې به د ۱۲۶،۷۲۲ کاري ورځو زمینې برابرې او څه کم یو لکو نوي زره خلکو ته به‌یې ګټې ورسېږي.

د نوموړي په خبره، د دغو پروژو مالي لګښت اسیايي بانک په غاړه اخیستی او په نورستان، پکتیا، سمنګانو، پنجشیر، تخار، بغلان، کاپیسا، کونړ، لغمان، کابل، بلخ، کندز، لوګر، ننګرهار، غور، سرپل او میدان وردګو ولایتونو کې به د جوړولو پلانونو له مخې پلي شي.

د کلیو پراختیا وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې دوی په روان کال کې د لړم د میاشتې تر وروستیو پورې ۱۱۳۲۲ نوې او انتقالي پراختیايي پروژې، د څه باندې ۳۲۱ میلیونو ډالرو په ارزښت په ۳۴ ولایتونو کې پلي کړي دي.

د پراختیايي شوراګانو استازو وویل، دغه پروژې د دوی سیمه‌ییزې اړتیاوې وې او له پلي کېدو سره به‌یې په لیرې پرتو سیمو کې کرنیزې ځمکې، کلي او کورونه، د سېلابونو، د سیند د اوبو له زیاتېدو او بارانو له خطره خوندي شي.

د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د پراختیايي شورا استازي محمد امان ازادي راډیو ته وویل:

"په دې کې استنادي دېوال شامل دی دا پروژه به پرته له خیانته په ښه شان پلي کړو، دغو پروژو ته په ۶ کلیو کې ۳۰۰۰ خلکو ضرورت درلود. که پلي یې نه‎کړو تقریباً ۳۰۰۰ جریبه ځمکه مو د سیند له تحدید سره مخ کېږي."

همدارنګه د کابل ولایت د چهار اسیاب ولسوالۍ د پراختیايي شورا استازي حاجي خواني الکوزي وویل:

"په دغې پروژه کې د چهاراسیاب په ولسوالۍ کې استنادي دېوال شامل دی، دا پروژه به سل په سلو خلکو ته ګټه ورسوي، خلک غریب دي د یوې پولې د جوړولو توان نه‎لري، د سېلابونو مخه څوک نیولای شي؟"

د پراختیايي شوراګانو استازو وویل، په ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو کې د خلکو ستونزې ډېرې دي.

دوی له حکومته وغوښتل چې دا ډول نورې پروژې هم پلي کړي.

د کلیو د پراختیا وزارت چارواکي وايي، سره له دې چې ناامنیو په ځینو سیمو کې د دوی د پراختیايي پروژو مخه نیولې خو بیا هم هڅه کېږي چې د خلکو د اړتیا په پام کې نیولو سره، نوې پروژې پلان او پلي کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG