افغانستان
په فراه کې یو لوی پُل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزیر په فراه ولایت کې یو لوی پُل چې درې ولسوالۍ د ښار د مرکز سره نښلوي نن پرانیستی دی.
دغه پُل د ښار په شمالي سیمه کې د فراه رود پر رود د کابو ۸۱ میلیونه افغانیو په لګښت د دوه سوه مترو په اږدوالي او همداشان د ۵ مترو په پلنوالي جوړ شوی دی.
د فراه والي محمد اصف ننګ د دغه پله په پرانیست غونډه کې وویل چې دا په وروستیو کلونو کې په فراه ولایت کې یوه ستره پروژه ده چې بشپړه کېږی.
د والي په خبره دغه پُل که له یوې خوا درې ولسوالۍ د ښار سره نښلوي له بلې خوا په راتلونکي کې به ورڅخه د چابهار بندر د نښلولو څخه هم ګټه واخیستل شي.
که څه هم د فراه اوسېدونکي د ریګي د پُل رغول د فراه په تاریخ کې یو لوی کار بولي خو وایي چې دغه پُل ځیني نیمګړتیاوي هم لري چې باید مخکي ورته پام شوی وای.
د فراه ولایت د اوسېدونکو په خبره د دغه پُل بر یا پلنوالی ډېر کم دی او په یوه وخت کې یوازي یو موټر ورڅخه تېرېدلای شي چې دا به په راتلونکي کې یو لویه ستونزه وي.
له بلې خوا د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزیر نصیراحمد دراني بیا د دغه پُل د پرانیستي په غونډه کې ژمنه وکړه چې یو بل پُل به هم ددغه پله وڅنګ ته جوړوي تر څو دغه ستونزه حل شي.
د وزیر په خبره د فراه ولایتي چارواکو ورته د دغه پُل د اهمیت په اړه معلومات وکړي او ډېر ژر به د بل پله د جوړولو لپاره هم امکانات وسنجول شي.
د ریګي پُل جوړول چې د فراه ولایت د خاکسفید، پشت رود او بالابلوک ولسوالۍ د ښار سره نښلوي د دغه ولایت د خلګو د پخوانيو غوښتنو څخه وو.
د چارواکو په خبره د دغه پله څخه به در دوه سوه زرو زیات کسان ګټه واخلي.
دا په فراه ولایت کې په تېرو دیارلسو کلنو کې تر ټول لوي پُل دی چې جوړېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان د کریکټ U19 لوبډلې استرالیا ته ماته ورکړه
د افغانستان د کریکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې په یوه دوستانه او تمریني لوبه کې استرالیا ته ماته ورکړه.
استرالیایي لوبغاړو په نامیبیا کې پرونۍ لوبه کې افغان لوبډلې ته د ۱۶۸ منډې هدف ورکړ، خو افغان ځوانانو لوبه په ۶ ویکټو او ۷۴ بالونو وګټله.
دا تمریني لوبې د ۱۹ کلونو د نړیوال جام په ترڅ کې ترسره کیږي.
تر دغه جام مخکې به افغان لوبډله بله تمریني لوبه د چهارشنبې په ورځ له سریلانکا سره وکړي.
تر۱۹ کلنو د کم عمره کریکټ نړیوال جام د جنورۍ په ۱۵مه پيلیږي چې لوبې یې په زیمبابوې او نامیبیا کې ترسره کیږي.
د طالبانو د حکومت دلوړو تحصیلاتو وزیر عمان ته سفر وکړ
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د یوه پلاوي په مشرۍ پرون یکشنبه عمان ته ولاړ.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی ندیم به د عمان له چارواکو سره د لوړو زده کړو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا او د علمي تجربو پر تبادلې خبرې وکړي.
تر دې سفر څو ورځې مخکې د طالبانو د حکومت او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو د همکاریو د پراختیا په موخه ټیلفوني خبرې هم سره کړې وې.
امیرخان متقي په هغو خبرو کې خپل عماني سیال بدر بن حمد البوسعیدي ته د کابل د سفر بلنه هم ورکړه.
عمان هغه اسلامي هېواد دی چې نجونې په کې د تحصیل تر څنګ د کار او رایې حق لري، خو د طالبانو حکومت واک ته له رسیدو وروسته نجونې او ښځې د تحصیل او کار له حقه تر ډیره محرومې کړې دي.
له افغان کرکټر رحمن الله ګربز څخه د بنګله دیش د کرکټ د فساد ضد کمېټې تحقیقات
د افغانستان له پيژندل شوي کرکټر رحمن الله ګربز څخه د بنګله دیش د کرکټ د فساد ضد کمېټې تحقیقات کړي.
ګربز دمګړۍ د بنګله دیش د کرکټ په غوره لیګ بي پي ایل کې له ډاکه کپټالز سره لوبیږي.
د دغه ټیم اجرايي رییس عتیق فهد رسنیو ته ویلي چې د فساد ضد کمېټې غړي د شنبې په شپه له اجازې پرته په هوټل کې د رحمن الله ګربز خونې ته ورننوتي او له هغه یې تحقیقات کړي او مبایل یې ترې ضبط کړی.
فهد ویلي له یوه لوی او پيژندل شوي نړیوال لوبغاړي سره دا چلند ناسم دی او باید په دې اړه د بنګله دیش کرکټ لازم سپیناوی ورکړي.
لا معلومه نه ده چې د بنګله دیش د کرکټ د فساد ضد کمېټې غړو ولې د رحمن الله ګربز په اړه اقدام کړی.
خو د بنګله دیش د غوره لیګ د مشرتابه پلاوي غړي افتخار رحمن میټو بیا ادعا کړې چې د فساد ضد کمېټې غړو له ګربز سره کوم ناسم چلند یا ناقانونه کار نه دی کړی.
په بغلان کې سږ کال ۱۱۵ تنه په ترافیکي پېښو کې مړه شوي
په بغلان ولایت کې طالب چارواکي وايي چې په روان لمریز کال کې په دغه ولایت کې په ترافیکي پېښو کې ۱۱۵ تنه مړه شوي دي.
په بغلان کې د طالبانو د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي پرون (شنبې) دولتي خبري اژانس باختر ته ویلي چې د سږ کال له حمل میاشتې له پیله تر اوسه په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۱۵ کسان مړه شوي او ۶۸۴ نور، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
نوموړي د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، د سړکونو خرابوالی او تنګوالی، او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول د دغو پېښو عوامل بللي دي.
په بدخشان کې په یوه ترافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شول
د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.
د دې ولایت ځایي مسوولانو پرون (شنبې) رسنیو ته وویل چې دا پېښه د جمعې په ورځ (د جدي ۱۹ مه) له سړکه د یوه موټر د اوښتو له کبله د ارګو ولسوالۍ طرق کلي ته څېرمه شوې ده.
په بدخشان کې د طالبانو د پولیسو ویاند احسانالله کامګار ویلي چې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو.
جرمني له پاکستان څخه ۳۲ افغانان خپل هیواد ته ولېږدول
د جرمني د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې ۳۲ افغانان، چې د جرمني د منلو رسمي ژمنه ورسره شوې وه، له پاکستان څخه جرمني ته لېږدول شوي دي.
د دویچهوېلې د پروني (شنبې) د راپور له مخې، د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې دغه کسان په الوتکه کې برلین ښار ته رسېدلي دي.
د هغه په وینا، په وروستیو اوونیو کې هغه افغانان، چې د منلو ژمنه ورسره شوې وه، په څو جلا الوتنو کې جرمني ته بېول شوي دي.
د راپور پر بنسټ، دغو افغانانو څو میاشتې او په ځینو مواردو کې ان کلونه په پاکستان کې د ویزې د صادرېدو او جرمني ته د انتقال لپاره انتظار ایستلی دی.
ټاکل شوې وه چې د دوی د انتقال بهیر د ۲۰۲۵ میلادي کال تر پایه بشپړ شي.
د جرمني حکومت د ۲۰۲۵ میلادي کال د مې په میاشت کې د زیانګالو افغان وګړو د منلو پروګرام درولی و.
طالبانو د هیروینو د قاچاق په اړه د ترک رسنیو ادعا رد کړه
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ترکیې د پولیسو هغه راپور رد کړ چې پکې ویل شوي افغانستان لا هم د هیروئینو لویه سرچینه ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالـمتین قانع پرون (شنبې) کورنیو رسنیو ته وویل، د اسلامي امارت د مشر د فرمان پر بنسټ د دې وزارت ځواکونو د نشهیي توکو پر ضد جدي او پراخ عملیات پیل کړي دي.
نوموړي ټینګار وکړ، هغه کسان چې ادعا کوي افغانستان لا هم د نشهیي توکو نړیواله سرچینه ده، د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو خبر نه دي.
عبدالمتین قانع همداراز ویلي چې په افغانستان کې د نشهیي توکو تولید ۹۵ سلنه کم شوی دی.
د ترکیې رسنیو د خپل هیواد د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې افغانستان لا هم د هیروئینو اصلي سرچینه ده.
په خیبرپښتونخوا کې د جمعیت علمای اسلام یو مشر له ټپي کېدو وروسته مړ شو
په خیبرپښتونخوا کې د جمعیت علمای اسلام یو مشر مولانا سلطان محمد، چې د جمعې په ورځ په بمي برید کې ټپی شوی و، پرون ساه پرې کړه.
د جنوبي وزیرستان د پولیسو چارواکو وویل چې د مولانافضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند ځايي مشر مولانا سلطان محمد د واڼې په کاڼه چینه کلي کې له جومات څخه د راوتلو په مهال په بمي چاودنه کې ټپي شو خو د ژورو ټپونو له کبله یې پرون په روغتون کې سا ورکړه.
په افغانستان کې د نوي کال درې ګوني ماشومان
د نوي میلادي کال په لومړیو ساعتونو کې په افغانستان کې یوې میرمنې درې ګوني ماشومان وزیږول.
ایمرجنسي روغتون د جمعې په ورځ( د جنوري په ۹ مه) اعلان وکړ چې دا درې ګوني د دوی په روغتون کې زیږیدلي، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دې ورکړي. نن د ۲۰۲۶ میلادي کال لسمه ده.
په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنۍ راوروسته چې نړیوالې مرستې کمې شوي او یوشمیر روغتیایي کارکوونکي له هیواده وتلي دي د زیږیدو پرمهال د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه شوې ده.
د ملګرو ملتو د راپور له مخې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه میرمن د روغتیایي ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په لوګر کې د باختري-یوناني پېر اثار کشف شوي
په لوګر کې اووه ویشت نوې لرغونې سیمې کشف شوې دي.
د طالبانو اطلاعات او فرهنګ وزارت نن په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې دغه سیمې د باختري-یوناني او اسلامي دورو مربوط دي.
د بیان له مخې دا اووه ویشت لرغونې سیمې د لوګر د مرکز پل علم ترڅنګ په څرخ، بره کي برک، خروار او ازره ولسوالیو کې موندل شوي او د لرغونو سیمو په ملي ډیټابیس کې ثبت شوې دي.