خبرونه
طالبانو د هیروینو د قاچاق په اړه د ترک رسنیو ادعا رد کړه
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ترکیې د پولیسو هغه راپور رد کړ چې پکې ویل شوي افغانستان لا هم د هیروئینو لویه سرچینه ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالـمتین قانع پرون (شنبې) کورنیو رسنیو ته وویل، د اسلامي امارت د مشر د فرمان پر بنسټ د دې وزارت ځواکونو د نشهیي توکو پر ضد جدي او پراخ عملیات پیل کړي دي.
نوموړي ټینګار وکړ، هغه کسان چې ادعا کوي افغانستان لا هم د نشهیي توکو نړیواله سرچینه ده، د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو خبر نه دي.
عبدالمتین قانع همداراز ویلي چې په افغانستان کې د نشهیي توکو تولید ۹۵ سلنه کم شوی دی.
د ترکیې رسنیو د خپل هیواد د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې افغانستان لا هم د هیروئینو اصلي سرچینه ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
حامد کرزی: خوشحاله یم چې په افغانستان کې پاتې شوی یم
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یوې ایټالوۍ ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي چې په دې خوشحاله دی چې په افغانستان کې پاتې شوی څو د وضعیت د بهتروالي لپاره کار وکړي.
هغه ویلي چې اوس د پښېمانۍ او پخلاینې وخت دی او هڅه کوي چې مسایلو ته د جمهوریت یا امارت له زاویې ونهګوري.
هغه وړاندې ویلي چې غواړي چې د ګډ ژوند لپاره زمینه برابره شي څو د هېواد د خیر ښېګڼې لپاره کار وشي.
ښاغلی کرزی په دې مرکه کې د ولسواکۍ او په ښځو باندې د محدودیتونو په ارتباط د یوې پوښتنې په ځواب کې وايی: "زدهکړې یوه سیاسي موضوع نهده. که انتخابات وي او که نهوي، ښوونځي باید پرانیستي وي."
حامد کرزی زیاتوي چې په افغانستان کې ټول خلک د ښځو او نجونو د تعلیم مخالف نهدي او په تعلیم او ادبیاتو کې د رابعه بلخي، ګوهرشاد بېګم، نازو انا او عایشه دراني په تاریخي ونډو استدلال کوي.
کوریر دوله سیرا ورځپاڼه وايي چې حامد کرزی د طالبانو تر واک لاندې کابل کې عملاً نظربند اوسي او له میلان څخهیې دغه انلاین مرکه ورسره له ۶ میاشتې انتظار وروسته ترسره کړې ده.
په تالهوبرفک کې د اوبو پر سر شخړه؛ څلور کسان وژل شوي
بغلان کې د طالبانو پولیس وايي، تالهوبرفک ولسوالۍ کې د کرنیزو اوبو د کارولو پر سر د دوو کورنیو ترمنځ په وسلهواله نښته کې څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د بغلان امنیه قوماندانۍ د چهارشنبې په ورځ، د زمري په ۲۱مه، پر خپله اېکسپاڼه ویلي چې دا پېښه د تالهوبرفک په دیوالک سیمه کې شوې ده.
په خبرپاڼه کې د نښتې د رامنځته کېدو د وخت په اړه جزئیات نهدي ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اوږدې وچکالۍ له اغېزو سخت زیانمن شوي دي.
کلمبیا کې د زلزلې قربانیانو ته د درناوي لپاره درې ورځنی ملي ماتم اعلان شو
کلمبیا د چهارشنبې په ورځ د هغې زورورې زلزلې د قربانیانو د یاد د درناوي لپاره درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړ چې د هېواد په لوېدیځ کې یې ګڼ شمېر ودانۍ ویجاړې کړې او له ۲۰۰ څخه ډېر کسانیې وژلي دي.
د زلزلې شدت ۷.۴ درجې ښودل شوی او ویل کېږي چې په تېره یوه پېړۍ کې په کلمبیا کې تر ټولو سخته زلزله وه.
د کلمبیا حکومت ویلي چې د قربانیانو د یاد درناوي لپاره به د دولتي ودانیو او په ټوله نړۍ کې د کلمبیا د سفارتونو بیرغونه نیمه ځوړند وي.
د ژغورنې او لټون عملیات لا هم دوام لري څو احتمالي ژوندي پاتې کسان وموندل شي.
چارواکو وروسته له هغې چې په کالي ښار کې سیمهییزو چارواکو د قربانیانو شمېر اصلاح کړ، د مړو شمېر ۲۱۶ کسانو ته راکم کړ.
هوایي انځورونه ښيي چې د کالي ښار ځینې برخې سختې ویجاړې شوې دي او د ډېرو کورونو او استوګنیزو ودانیو پر ځای د ودانیو کنډوالې پاتې دي.
موټرونه هم د نړېدلو دېوالونو او کانکریټي ټوټو لاندې خښ شوي دي.
افغانستان د هند پر وړاندې د شلاوریزو لوبو کوربهتوب کوي
افغانستان به د سپټمبر په میاشت کې د هند پر وړاندې د درې شلاوریزو (ټي۲۰) سیالیو کوربه وي، خو دغه لوبې به د هند په ډهلي ښار کې د ارون جېټلي لوبغالي کې ترسره شي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې خپلې ډېری کورنۍ لوبې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړې دي.
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د امنیتي اندېښنو له امله لا هم په افغانستان کې نړیوالې کرکټ لوبې نهدي پیل شوي.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف هند د دغو سیالیو لپاره مناسب ځای بللی دی.
د هند د کرکټ بورډ مشر هم د افغانستان د کرکټ د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.
هند او افغانستان وروستی ځل د جون په میاشت کې مخامخ شوي وو.
هند په ټېسټ لوبه کې او وروسته په یو ورځنیو سیالیو کې بریا خپله کړه، په ټېسټ کې یې د ۳۰۰ منډو په توپیر او په یو ورځنۍ لوبلړۍ کې یې ۳-۰ بریا ترلاسه کړه.
افغان کرکټ ملي ټیم د ایرلنډ په وړاندې خپله څلورمه یو ورځنۍ لوبه وګټله
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د چهارشنبې په ورځ د ایرلنډ په وړاندې خپله څلورمه یو ورځنۍ لوبه هم د ۴۲ رنزو په تفاوت وګټله.
پیل کې د افغانستان ټیم بېټنګ وکړ او ایرلنډ تهیې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۴ منډې هدف وټاکه.
د ایرلنډ ټیم په ۴۸ اورونو کې ۳۰۱ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
صدیقالله اتل د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی وګڼل شو.
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ دوه مخکېنۍ لوبې افغانستان ګټلي او یوه د باران له کبله بېنتیجې پای ته رسېدلې.
د کرېک اېنفو وېبپاڼې د راپور له مخې افغانستان د دوو لوبو په ګټلو سره د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام کې د ګډون لپاره اتو غوره لوبډلو ته ورګډ شو چې مستقیماً په دې جام کې ګډون کوي.
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د ۵ لوبو دغه لوبلړۍ د اګسټ تر ۱۴مې دوام کوي.
افغان سیاستوال او پخوانی دیپلومات عبدالغفار فراهی وفات شو
د افغان سیاستوال، پخواني دیپلومات او لیکوال عبدالغفار فراهی د کورنۍ غړو ازادي راډیو ته تایید کړه چې نوموړی د ۹۱ کلونوً په عمر د ورپیښې ناروغۍ له امله د امریکا په ویرجینیا کې وفات شوی دی او جنازه یې د پنجشنبې په ورځ خاورو ته سپارل کېږي.
عبدالغفار فراهي چې له شاهي دورې راهیسې د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې په بېلابېلو دندو کار کړی، په خپل وروستي دیپلوماتیک ماموریت کې په واشنګتن کې د افغانستان د سفارت شارژ دافیر پاته شوی او په وروستیو کلونو کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر هم و .
ښاغلی فراهي د ملي شورا د ولسي جرګې غړی هم پاته شوی او د «افغانستان د ډیموکراسۍ او جمهوریت کلونو کې» تر عنوان لاندې کتاب او نور قلمي اثار یې چاپ شوي دي.
د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې نن او سبا د سختو ورښتونو، سیلونو او تندو بادونو اټکل
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې او برېښنا، له دوړو او خاورو سره د تندو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د دغې ادارې په هغه خبرپاڼه کې چې په اېکسپاڼه کې خپره شوې، راغلي چې د چهارشنبې په ورځ، د زمري په ۲۱مه، په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو احتمال شته. اټکل کېږي چې په بېلابېلو سیمو کې به د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.
د خبرپاڼې له مخې، سخت ورښتونه به د پنجشنبې تر ورځې هم دوام وکړي.
د هوا پېژندنې ادارې همداراز د افغانستان په جنوب ختیځو او لوېدیځو ځینو سیمو کې له دوړو او خاورو سره د تندو بادونو د لګېدو اټکل کړی او ویلي یې دي چې په بېلابېلو سیمو کې به د بادونو سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې ورسېږي.
دا خبرداری په داسې حال کې خپرېږي چې په وروستیو ورځو کې په نورستان او یو شمېر ګاونډیو ولایتونو کې راوتلو سېلابونو مرګ ژوبله او درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د ملګرو ملتونو د ادارو د شمېرو له مخې، د دغو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي دي.
درې پاکستاني اتباع په سره سمندرګي پریوې کښتۍ په برید کې وژل شوې دي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبې وویل چې په سره سمندرګي کې پریوې سوداګریزې کښتۍ په یوه برید کې درې پاکستاني اتباع وژل شوي دي. د بهرنیو چارو وزیراسحق ډار په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې " درې پاکستاني اتباعو په دې پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی."
دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وشوې چې د یمن ساحلي ساتونکو تایید کړه چې د دغه هېواد له ساحل سره نږدې پر یوې بېړۍ د حوثیانو په بریدونو کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.
د یمن د ټرانسپورټ وزارت ویلي چې په دې پیښه کې یوبل اندونیزیایي وګړې هم وژل شوی دی.
د یمن ساحلي ساتونکو په خبره کله چې د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسېدې، حوثیانو یو ځل بیا برید وکړ چې په پایله کې یې د حوثیانو ضد د ملي مقاومت ځواکونو (NRF) دوه ژغورونکي هم ووژل شول. د ساحلي ساتونکو په وینا، په دې پېښه کې ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.
یوناما تایید کړه چې دوه افغان کارکونکي یې په هرات کې نیول شوي دي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) دوه کارکوونکي د طالبانو د استخباراتو ادارې نیولي دي. ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې دوی له دوو ورځو راهیسې له دغو کارکوونکو سره د لیدنو کتنو اجازه نه لري.
یوناما په یوه بیان کې ویلي: "موږ تاییدوو چې د یوناما دوه افغان نارینه کارکوونکي د یکشنبې په ورځ، د اګست په ۹مه، په لویدیځ هرات ولایت کې د استخباراتو د عمومي ریاست د چارواکو له خوا نیول شوي دي."
د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه ندي ويلي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش دفتر د دغو کارکوونکو د ځانګړي حیثیت د درناوي غوښتنه کړې ده.
د ګوترېش مرستیال ویاند فرحان حق وویل: "موږ ته د هغوی پر ضد د لګېدلو تورونو په اړه معلومات نه دي راکړل شوي او نه هم موږ ته اجازه راکړل شوې چې له هغوی سره ووینو. موږ له واکمنو چارواکو غوښتنه کوو چې د ملګرو ملتونو او د دغه سازمان د چارواکو حیثیت او مصونیت ته درناوی یقیني کړي."
ټرمپ: په هرمز تنګي "بشپړ کنټرول" لرو
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، متحده ایالات د هرمز تنګي "بشپړ کنټرول" په لاس کې لري.
هغه د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "موږ د هرمز تنګی په بشپړ ډول کنټرولوو. موږ پرې کنټرول لرو؛ بل هېڅوک نه، یوازې موږ."
ټرمپ وویل، دی پر ایران باور نه لري او زیاته یې کړه، "زه به هغه وروستی کس یم چې پر ایران باور وکړم. هغوی تل ماته دروغ ویلي دي."
په عین حال کې تهران ادعا کوي چې پردې تنګي کنټرول لري او له عمان سره د کښتیو د تیریدو د مسیرد ټاکلو پرسر یوې موافقې ته نژدې شوې دي.
په هرمز تنګي کې چې د تېلو، ګازو او سرې د لېږد لپاره یوه مهمه نړیواله لار بلل کیږي، د کښتیو د تګ راتګ د حقونو پر سر اختلافات د واشنګټن او تهران ترمنځ د وروستیو تاوتریخوالو له اصلي لاملونو څخه ګڼل کېږي.