خبرونه
د افغانستان د کریکټ U19 لوبډلې استرالیا ته ماته ورکړه
د افغانستان د کریکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې په یوه دوستانه او تمریني لوبه کې استرالیا ته ماته ورکړه.
استرالیایي لوبغاړو په نامیبیا کې پرونۍ لوبه کې افغان لوبډلې ته د ۱۶۸ منډې هدف ورکړ، خو افغان ځوانانو لوبه په ۶ ویکټو او ۷۴ بالونو وګټله.
دا تمریني لوبې د ۱۹ کلونو د نړیوال جام په ترڅ کې ترسره کیږي.
تر دغه جام مخکې به افغان لوبډله بله تمریني لوبه د چهارشنبې په ورځ له سریلانکا سره وکړي.
تر۱۹ کلنو د کم عمره کریکټ نړیوال جام د جنورۍ په ۱۵مه پيلیږي چې لوبې یې په زیمبابوې او نامیبیا کې ترسره کیږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د تیلو او ګازو بیه یوځل بیا لوړه شوه
منځني ختیځ کې د انرژۍ په تاسیساتو له بریدونو وروسته په نړیوالو بازارونو کې دتیلو بیه لوړه شوه.
د پنجشنبې په سهار اروپا کې د مالي بازارونو له پرانیستلو سره سم د یوې بوشکې خامو تیلو بیه ۵ سلنه لوړه او ۱۱۴ ډالرو ته ورسیدله.
دا په تیره یوه اونۍ دتیلو ترټولو لوړه بیه ده . دتیلو بیه د جګړې د پیل په لومړیو ورځو کې ۱۲۰ ډالرو ته لوړه شوې وه .
اروپا کې د ګازو بیه هم د پنجشنبې په ورځ ۳۵ سلنه لوړه او ۷۴ ډالرو ته ورسیدله.
د پارس جنوبي په تاسیساتو باندې داسرائیل له برید وروسته ، ایران دخلیج د څو هیوادونو دتیلو په تصفیه خانو بریدونه وکړل چې لدې جملې قطر کې د راس لفان تاسیساتو ته چې په نړۍ د مایع ګاز ترټولو لوی هغه دي پراخ زیان اوښتی دی.
دغو بریدونو د انرژۍ دتامین په برخه کې نوې اندیښنې رامینځ ته کړې.
اسرائیل ایران باندې د بریدونو لمن پراخه کړه
اسرائیل تیره شپه په ایران د خپلو بریدونو ساحه پراخه کړه او وايي چې دهیواد په شمال کې یې هوايي بریدونه کړي دي>
اسرائیلي رسنۍ وايي کسپین سمندرګي کې ایراني جنګي بیړۍ ویشتل شوي دي.
اسرائیلي ځواکونو په فارس خلیج کې د ایران د انرژۍ په زیربناوو هم بریدونه کړي دي.
په ځواب کې یې ایران په خلیج کې د عربي هیوادونو د ګازو او تیلو په تاسیساتو بریدونه کړي.
د بریدونو د لمنې پراخیدو سره ایران دا ګواښ هم کړی دی چې جګړه کیدای شي له کنټروله بهر شي.
د فبروري په ۲۸ مه د جګړې دپیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې اسرائیلي ځواکونه د ایران په شمال کسپین سمندرګې کې بریدونه کوي ، مخکې یې اکثر بریدونه په تهران ، د ایران په منځنۍ برخه، او ددغه هیواد په لویدیځو سیمو متمرکز وو.
اسرائیلي رسنۍ وايی د کسپین سمندرګې په ساحلي "بندر انزلي" ښار کې دایران د سمندري ځواکونو بیړۍ په نښه شوي دي.
دغه رپوټونه په سملاسي توگه تایید شوي نه دي او د بریدونو د اغیزو په هکله هم معلومات نه دي ترلاسه شوي .
د طالبانو مشر له پاکستان سره د شخړې په ارتباط د صبر او استقامت هیله څرګندوي
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده کندهار کې د اختر په مناسبت خپله وینا کې پرته لدې چې د پاکستان نوم واخلي د افغانستان او پاکستان ترمینځ وسلوالې شخړې ته په اشاره د صبراو استقامت هیله څرګنده کړه.
هغه وویل : " که پر مونږ څوک بمبارد کوي ، که مونږ څوک په توپونو باندې ولي ، توپونه دې هم ولي، بمبارد دې هم کوي، هرڅه دې هم کوي، خو په مونږ کې دې الله تغییر نه راولي د مونږ په عقیدو اوایمان کې د ې الله تغییر نه راولي ، مونږ په دې توپ او طیاره باندې نه سي خرابولی، "
دا لومړی ځل دی چې د طالبانو مشر پرته لدې چې په کابل د پاکستان د وروستي برید د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ووايي ددغې وسلوالې شخړې په هکله علنا خبرې کوي.
په کابل کې دمعتادانو د درملنې په یوروغتون د سه شنبې شپې په برید کې د طالبانو په وینا څه دپاسه ۴۰۰ کسان وژل شوي دي خو ملګرو ملتونو تراوسه د ۱۴۳ کسانو مړینه تایید کړې.
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په دغه برید کې د ډرون الوتکو او پوځي تجهیزاتو زیرمتون په نښه شوی دی.
پرون پاکستان او افغانستان د اختر په مناسبت په خپل مینځ کې موقت اوربند اعلان کړ.
دواړو خواوو په بیلابیلو اعلامیو کې وویل چې د سعودي عربستان ، قطر او ترکیې په غوښتنه یې دغه اوربند منلی دی.
چین نن ددغه اوربند هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دواړه خواوې ارام پاته شي.
افغانستان کې د طالبانو د حکومت سترې محکمې تیره شپه اعلان وکړ چې فراه ، هلمند او غور ولایتونو کې ګڼ شمیرکسانو د شوال یا کوچني اختر د میاشتې د لیدنې شاهدي محاکموته وړاندې کړې ده .
د وزیرستان او پیښور په ځینو سیمو کې هم نن د کوچني اختر لمونځ شوی دی.
سعودي عربستان او ګڼو عربي هیوادونو سبا جمعه د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې.
د معتادانو په روغتون کې وژل شوي د کابل په لمنه کې خاورو ته وسپارل شول
یو شمېر هغه کسان چې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله په کابل کې وژل شوي وو، د چهارشنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شول.
د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د سره میاشت ټولنې رضاکارانو لسګونه لرګین تابوتونه له امبولانسونو څخه کښته کړل او د کابل په لمنه کې یوې غونډۍ ته یې د قبرونو پر لور انتقال کړل.
له بلې خوا، ځینو کورنیو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د معتادانو د درملنې په مرکز کې، چې پاکستان پرې هوايي برید کړی و، د خپلو عزیزانو د موندلو لټه کوله.
د طالبانو حکومت ادعا کړې چې د معتادانو پر روغتون د پاکستان په هوايي بریدونو کې تر څلور سوه ډېر کسان وژل شوي دي.
تر اوسه خپلواکو سرچینو دا شمېرې نه دي تایید کړې، او ازادي راډیو هم د دې ادعا پخلی نه شي کولی.
د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ ادعا وکړه چې هغه ځای چې په کابل کې پرې برید شوی، د بېپیلوټه الوتکو او پوځي تجهیزاتو د زېرمتون په توګه کارېده.
په افغانستان کې نن، په سعودي کې د جمعې په ورځ د اختر لومړۍ اعلان شوه
په داسي حال کې چې سعودي عربستان تېره شپه اعلان وکړ چې سبا اختر نه دی او بله ورځ به احتر وي، د طالبانو سترې محکمې بېګا وویل چې نن (پنجشنبه) اختر دی.
سعودي عربستان، چې د افغانستان په شمول یو شمېر هیوادونه ورسره هممهاله اختر کوي، بېګاه وویل چې شوال میاشت ونه لیدل شوه نو نن د روژې دېرشمه ده او سبا به د اختر لومړۍ وي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په جګړه کې وقفه اعلان شوه
د طالبانو او پاکستان حکومتونو پرون (چهارشنبې) اعلان وکړ چې د کوچني اختر په مناسبت او د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه په جګړه کې وفقه اعلانوي.
د طالبانو حکومت په عین حال کې ویلي « د منځګړو دوستو هیوادونو له نېک نيت د مننې ترڅنګ څرګندوي، چې اسلامي امارت د افغانستان د ملي امنیت، حريم او د افغانانو د ژوند خونديتوب خپله ملي او شرعي وجيبه ګڼي او د ګواښ په صورت کي به هر تجاوز ته په میړانه ځواب ورکړي.»
پاکستان هم د سعودي قطر او ترکیې په غوښتنه په جګړه کې وقفه اعلان کړې او ویلي، دا پنځه ورځنۍ وقفه به د ۲۰۲۶ کال د مارچ د اتلسمې او نولسمې ترمنځ د شپې له دوولس بجو پیل او د مارچ د ۲۳ او ۲۴ ترمنځ د شپې تر دوولس بجو پورې دوام وکړي.
پاکستان ویلي چې دا ګام یې د ښه نیت او د اسلامي اصولو د مراعاتولو په هدف پورته کړی دی.
اوچا وايي، د پاکستان د جګړې له کبله په افغانستان کې بشري بحران لا شدید شوی
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړو د دوام له امله، چې اوس درېیمې اوونۍ ته داخلې شوې دي، په افغانستان کې بشري بحران لا پسې شدید شوی او د ملکي تلفاتو، بېځایه کېدو او عاجلو مرستو اړتیا په څرګند ډول زیاته شوې ده.
د اوچا په خپل تازه راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړ، ویلي چې په دې جګړو کې د تاوتریخوالي د کمېدو هېڅ نښه نه لیدل کېږي.
اوچا، په کابل کې د معتادانو د روغتون د مرګ ژوبلې له یادولو پرته ویلي چې د فبرورۍ له ۲۶مې د مارچ تر ۱۷ پورې ټولټال ۲۸۹ ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې؛ له دې ډلې ۷۶ تنه وژل شوي او ۲۱۳ نور ټپیان دي. د دې بنسټ په وینا، ۵۹ ښځې او ۱۰۴ ماشومان د قربانیانو له نیمایي څخه ډېر جوړوي.
د امریکا ولسمشر وايي، په ایران کې د پوځي عملیاتو پای ته رسولو ته لا چمتو نه دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې متحده ایالات لا هم په ایران کې د پوځي عملیاتو د پای ته رسولو لپاره چمتو نه دي، خو په ډېر نژدې راتلونکي کې به عملاً له دې جګړې څخه ووځي.
د امریکا ولسمشر چې د سېشنبې په ورځ د ایرلنډ له صدراعظم میشل مارتین سره په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره خبرې کولې، د امریکا او اسرائیل د جګړې د پای لپاره کومه مشخصه نېټه ونه ښوده.
ټرمپ وویل، د ایران موضوع په اصل کې په دوو یا درېیو ورځو کې تر ډېره پای ته ورسېده، ځکه چې د هغه سمندري ځواک نژدې سمدستي له منځه ولاړ او وروسته یې هوايي ځواک هم وځپل شو.»
د امریکا ولسمشر وویل چې ایران «یو وخت ډېر بریالی و، خو اوس داسې هېواد دی چې د وېرې په وسیله اداره کېږي»، او زیاته یې کړه: «تمه ده چې بېرته یو پرمختللی او ښه هېواد شي.»
ټرمپ دا هم وویل چې د ایران پر وړاندې جګړه «په ډېر ځواک» او «له پلان څخه مخکې» روانه ده، امریکا ښه فعالیت کړی او د ایران د حکومت وضعیت «ښه نه دی»، او حتی دا هم روښانه نه ده چې له چا سره باید خبرې وشي.
اسراییل؛ د ایران د استخباراتو وزیر اسماعیل خطیب وژل شوی
د اسراییلو د دفاع وزیر وايي،" د ایران د استخبارات وزیر اسماعیل خطیب د پرون شپې په بریدونو کې وژل شوی دی".
تراوسه ایراني چارواکو په دې اړه څه ویلي نه دي.
اسراییل کاتز نن چهارشنبې ویلي،" د ایران او حزب الله پر وړاندې جګړه نوې مرحلې ته داخلیږي او په ټولو جبهوو کې به مهم او ناڅاپي بریدونه وشي".
د کاتز په ټکو، د اسراییلو صدراعظم او پوځ له تایید وروسته اجازه لري چې لوړپوړي ایراني چارواکي په نښه کړي.
که چیرته د اسماعیل خطیب وژنه تایید شي، په دې سره به د هغوو لوړپوړو ایراني چارواکو شمیر ۴۰تنو ته پورته شي چې د اسراییلو او امریکا په بریدونو کې په نښه او وژل شوي دي.
عراقي چارواکي؛ د کرکوک سیمې د خام تیلو صادرات د جیهان بندر له لارې ترکیې ته پيل شوي
عراق وايي، د کرکوک سیمې د خام تیلو صادرات يې د جیهان بندر له لارې ترکیې ته پيل کړي.
عراقي چارواکو نن چهارشنبې د (مارچ۱۸مه) ویلي،" د کرستان له خودمختاره حکومت سره یې له هوکړې وروسته د کرکوک سیمې د خام تیلو صادرات چې په ورځینې ډول به ۲۵۰ زره بیله وي، ترکیې ته پیل کړي دي".
عراق دا پریکړه وروسته له هغه وکړه چې د ایران له خوا د هرمز تنګي تړل کیدو سره د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې په بې سارې کچه لوړې شوي دي.
د عراق په شمال کې د تیلو دولتي شرکت "نورث اویل" اعلان کړی چې د کرکوک د تیلو لیږد هغه پاین لاین ته چې د کردستان له سیمې تیریږي بیا پیل شوی دی.
دغه پاین لاین د مدیترانې په ساحل کې د ترکیې جیهان بندر سره وصلیږي او د عراق د تیلو د صادراتو لپاره یوه له مهمو لارو څخه ده.
له دې مخکې عراق د هرمز تنګي له لارې په ورځیني ډول ۳،۵میلیونه بیل تیل صادرول.