د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۲

د "لاجورد لارې" رېل پټلۍ جوړېدو کار اقینې بندر کې افتتاح شو


له ترکمنستان څخه افغانستان ته د "لاجورد لارې" د رېل پټلۍ د جوړېدو کار په اقینې بندر کې افتتاح شو.

د افغانستان فواید عامې وزارت وايي، دغه لاره د دوو ګاونډیو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پراختیا په هدف جوړېږي.

د افغانستان د فواید عامې وزیر محمود بلیغ د یکشنبې په ورځ د یادې پټلۍ د کار د افتتاح په مراسمو کې وویل د رېل پټلۍ دغه کرښه کولای شي د افغانستان له ترانزیټ او صادارتو سره مرسته وکړي.

بلیغ: دغه کرښه د افغانستان له ترانزیټ او صادارتو سره مرسته کوي.
بلیغ: دغه کرښه د افغانستان له ترانزیټ او صادارتو سره مرسته کوي.

​نوموړي زیاته کړه:

"زموږ اساسي هدف دا دی چې وکولای شو اصلي سوداګریزې پولې، لکه حیرتان، اقینه، اسلام‌قلعه او تورغونډۍ د رېل پټلۍ له لارې له ګاونډیو هېوادونو سره ونښلوو او ترانزیټي اسانتیاوې ولرو."

له ترکمنستان څخه افغانستان ته د لاجورد لارې د رېل پټلۍ چې په افغانستان کې ۳،۵ کېلو متره جوړېږي د هغه هېواد له خوا یې د مصرف ژمنه شوې.

په ورته وخت کې د منځنۍ اسیا لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی شاکر کارګر وايي چې د دغه بندر افتتاح به د دواړو هېوادونو د اړیکو له پراختیا سره مرسته وکړي.

کارګر: د دغه بندر افتتاح د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا سره مرسته کوي.
کارګر: د دغه بندر افتتاح د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا سره مرسته کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ او تاسې د ترکمنستان له لوري په افغانستان کې د رېل پټلۍ کار د پیل شاهدان یو او دغه ورځ د دواړو ملتونو لپاره د هېرېدو نه‌ده په رښتیا هم یو لوی جشن دی او له دې به لوی جشن هغه وي چې دغه کرښه افتتاح شي."

د ښاغلي کارګر په خبره افغانستان به دغه کرښه د ترکمنستان له لارې کسپین بحیرې، اذربایجان، ګرجستان، ترکیې او د اروپا له تورې بحیرې سره وصل کړي.

هغه زیاتوي ټاکل شوې چې د رېل پټلۍ دغه کرښه د ۳۵ کېلو متر په اوږدوالي سره د فاریاب ولایت د اندخوی تر ښاره د اسیا نړیوال پراختیايي بانک په مالي مرسته ورغول شي.

بل لوری د اقتصادي چارو یو شمېر افغان کارپوهان د دغې لارې د جوړېدو افتتاح یو نېک او مثبت ګام بولي.

د دغو کارپوهانو له ډلې تاج محمد اکبر ټینګار کوي چې معیاري جوړېدو او مدیریت ته‌یې باید جدي پام وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"هر څه چې وي که واردات او که صادرات وي، تمام شوی لګښت به‌یې زیات د اهمیت وړ وي او د وخت له پلوه هم مهم دی چې مالونه به په کم وخت کې رسېږي دا د افغانستان لپاره یو ښه چانس دی."

په ورته وخت کې افغان سوداګر هم له دې اقدام څخه هرکلی کوي او وايي چې له دې وروسته به خپله مالونه په کمه بیه صادر کړي.

د دغو سوداګرو له ډلې زمري کامګار ازادي راډیو ته وویل د دغې پروژې په افتتاح سره به وکولای شو، خپل مالونه له ستونزو پرته او په کمه بیه اروپا ته صادر کړو.

راپور: رحمت‌الله افغان

د لاجورد لارې ریل پټلۍ جوړېدو کار پرانیستل شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

XS
SM
MD
LG