د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

کاکړ: د اورګاډي پټلۍ د پروژې لومړني کارونه یوڅه پرمخ تللي


د افغانستان د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، چې د افغانستان، تاجکستان او ترکمنستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د پروژې لومړني کارونه یوڅه پرمخ تللي.

د دې وزارت مسولينو د چهارشنبې په روځ ازادۍ راډيو ته وویل، چې د تخنیکي څیړنو په خاطر د اسیا پراختیايي بانک او یوه کاناډايي شرکت ترمنځ یو تړون هم لاسلیک شوی دی.

د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي، ډېر ژر به د افغانستان له لارې تاجکستان ته د ترکمنستان د اورګاډي پټلۍ د غځولو لومړني او تخنیکي کارونه پیل شي.

د دې وزارت چارواکي د اسیا پراختیايې بانک له خوا د درېیو میلیونو ډالرو مرستې او د اسپنې پټلۍ په نړېوال سازمان کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د کوډ تثبتیدو ته په اشارې وايې، چې په دې برخه کې مهمې لاسته راوړنې لري.

د فواید عامې وزارت ویاند محمد سهیل کاکړ د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل، چې د دې پروژې یوه برخه پیسې د اسیا د پراختیايې بانک له خوا ورکول کیږي.

د فواید عامې وزارت د معلوماتو له مخې د اوسپنې پټلۍ د اقتصادي او تخنیکي مطالعاتو کارونه به د ۲۰۱۵ کال په لومړیو کې پای ته ورسیږي.

ښاغلي کاکړ وویل، چې له اقینه بندره تر مزار شریف پورې د 250 کیلو مټرو په اوږدوالي او له شبرغانه تر امو پورې د 140 کیلو مترو په اندازې څیړنې د تخنیکي مطالعاتو په سر کې راځي.

د دې وزارت چارواکي وايې، چې د اوسپنې پټلۍ قانون د لا څیړلو لپاره سکټوري ادارو ته لیږل شوی چې له تصویب سره به یې ددې پروژې د پرمختګ په برخه کې ډ يرې اسانتیاوې رامنځ ته شي.

د لومړي ځل لپاره د وزیرانو شورا د اوسپنې پټلۍ طرحه په 2012 میلادی کال کې تصویب کړه.

د اورګادي د دې پټلۍ د غځولو په اړه چې افغانستان، تاجکستان او ترکمنستان سره نښلوي د دریو هېوادونو د جمهورو ریسانو ترمنځ تیرکال خوښه وشوه.

اقتصادي څیړونکي د افغانستان،ترکمنستان او تاجکستان ترمنځ د اورګادي پټلۍ دې پروژې عملي کیدل له اقتصادي اړخه ډیر مهم بولي او وایي، چې له دې سره به له ترانزیتي پلوه پاکستان او ایران ته د افغانستان اړتیاوې یوڅه کمې شي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد تاج محمد اکبر په دې اړه ازادي راډيو ته وویل دا مهال د افغانستان ډیره سوداګریزه راکړه ورکړه له پاکستان او ایران سره ده چې د کتونکو او سوداګرو په باور دې هیوادونو په ډیرو مواردو کې له ترانزیتي او سوداګریزو مسایلو نه د افغانستان پرضد د سیاسي فشار په توګه کار اخیستې دی.

کتونکي وایي، چې افغانستان باید هڅه وکړي چې له ایران او پاکستان سربیره د سیمې له نورو هېوادونو سره هم خپله ترانزیتي او سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته کړي ترڅو اقتصاد یې پیاوړي او دې هېوادونوته یې اړتیا کمه شي.

راپور: ناجیه ساپۍ
XS
SM
MD
LG