د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

شهراني:اقتصادي سوداګريزې سيمې به له معدني پروژو سره وصل كړو


د كانونو وزير وحيدالله شهرانې
د كانونو وزير وحيدالله شهرانې

د افغانستان د كانونو او صنايعو وزارت په پام كې لري، چې د ځمكې لاندې منابع له اقتصادي زير بناوو سره وتړي. په همدې موضوع د بحث لپاره په كابل كې د كانونو او صنايعو، ماليي وزارتونو، د نړېوال او اسيايي بانكونو او نورو مرسته كوونكو نړېوالو موسسو په ګډون دوه ورځنۍ غونډه جوړه كړې ده.

افغانستان د كانونو وزارت هڅه كوي، چې د هېواد د ځمكې لاندې طبيعي زيرمې، چې اوس مهال په لسو زونونو ويشل شوي، د بنسټيزو پروګرامونو په پلې كولو سره له يو بل سره ونښلوي.

د كانونو وزير وحيدالله شهرانې د شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې په تېرو څو مياشتو كې د نوموړي وزارت مسلكي كاركونكو هڅه كړې ترڅو دا طبيعي جوتې او د نړېوالو موسسو په همكارۍ سره يي د يوې لويې لارې په وسيله سره ونښلوي.

ښاغلي شهراني وويل، چې د دې پروګرام پلي كول به له درېو څخه تر پنځو كلونو وخت ونيسي، چې په پلي كولو سره به يي د افغانستان لپاره د يو ښه عايد تر څنګ خلكو ته د كار زمينه هم برابره شي:

"موږ غواړو د لومړي ځل لپاره عمده بنسټيزې پروژې لكه د اورګاډي د پټلې غځول، عمومي لويي لارې، د توليد مركزونه او د برېښنا توليد.

ځكه چې موږ غواړو په راتلونكي كې ځانګړي اقتصادي سوداګريزې سيمې له معدني پروژو سره وصل كړو، موږ ديته د منابعو د دهليز او د اقتصادي مركزونو نوم وركړى دى او له نيكه مرغه په دې وروسيتو مياشتو كې چې موږ كوم معلومات تر لاسه كړي دي د درې تريليون ډالره ارزښت لري، چې تر اوسه پورې يي ډيرې زيرمې نه دي پيژندل شوي، همدې هدف ته د رسېدو لپاره د كانونو وزارت مسوليت لري، چې ځينې داخلي بدلونونه راولي او د دې وزارت وړ تيا لوړه كړي."

ښاغلي شهراني زياته كړه، چې د مسو د عينكو كان، د شبرغان د ګاز، د بلخاب كان او د سرپل د تيلو د كان پر ګډون تر اوسه پورې د ځمكې لاندې د دې ډول منابعو اته يا لس سيمې پيژندل شوي او اوس يي دوى د نښلولو هڅې كوي.

د ماليي وزير بيا وويل، چې افغان دولت هڅه كوي د دې پروژې د پلي كولو لپاره د نړېوالو موسسو او مرسته كوونكو هېوادونو مرستې را جلب كړي.

د ماليي وزير ډاكټر حضرت عمر ذاخيلوال د كانونو وزارت له دې اقدام څخه د ملاتړ تر څنګ وويل، چې نړېوال به تل په افغانستان كې نه وي نو غوره به دا وي، چې نور افغانستان په خپلو پښو ودريږي.

ښاغلي زاخيلوال د ځمكې لاندې منابعو سره د مواصلاتي لوېو لارو نښول له ګټې ډك اقدام وباله او ويي ويل، چې دا به د ملي عواېدو په زياتوالي كې مرسته وكړي:

"اوس، چې له موږ سره نړېوال شته دي موږ كولاى شو چې په راتلونكي كې د خپل ځان د تمويل لپاره د دوي له مرستو څخه ګټه واخلو.

څه شى چې په ټوله پانګونه كې ضروري دي هغه له طبيعي منابعو سره زموږ د بنسټيزو پروګرامونو نښلول دي، لكه زموږ د ريل پټلۍ، لويې لارې او داسې نور.

زموږ د زير بيناوو له وصل كولو پرته به دا ستونزمنه وي، چې موږ د كانونو په برخه كې پانګونې ته زمينه مساعده كړو."

د كانونو وزارت په داسې حال كې له اقتصادي زيربنا وو، سره د ځمكې لاندې د منابعو د وصل خبرې كوي، چې تر اوسه پورې له شمال څخه تر جنوب پورې د ريل د پټلۍ د غځولو پروژه د مطالعې په حال كې ده، چې د بوديجې او د امنيتي ستونزو له امله يي كار ځنډول شوى دى.

خو د كانونو وزارت چارواكي وايي، چې د دې دوه ورځني كنفرانس پايلې او د مرسته كوونكو هېوادونو ژمنې به د يوې مسودې په توګه ترتيب او د كابل نړېوال كنفرانس ته وړاندې كړي.

راپور: ذكيه غياثي
XS
SM
MD
LG