د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

رستمي: د نیمروز غور او بادغیس خلکو عمده ستونزو ته رسیدګي کېږي


د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت وايي، په نیمروز، غور او بادغیس ولایتونو کې د ګڼو ستونزو ترڅنګ، عمده ستونزه د څښاک پاکو اوبو نشتوالی دی.

د څښاک اوبو، مواصلاتي لارو او د تعلیمي او روغتیايي مرکزونو کموالی د غور، بادغیس او نیمروز د ولایتونو عمده ستونزې دي.

د کلیو پراختیا وزارت ویاند اکبر رستمي د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل، دغه ستونزې یادو لایتونو ته د کلیو د پراختیا، ښار او کور جوړنې او فواید عامې وزیرانو له سفره وروسته روښانه شوې.

ښاغلي رستمي وویل، د کلیو د پراختیا وزارت هڅه کوي چې د ښاري میثاق د پروګرام له لارې، تر راتلونکو څلورو کلونو پورې، د یادو ولایتونو اوسېدونکو ته، د اوبو رسولو اندازه له ۵۸ فیصدو څخه ۷۶ فیصدو ته لوړه کړي.

اکبر رستمي.
اکبر رستمي.

نوموړي زیاته کړه:

"لویې ستونزې چې د غور، بادغیس او نیمروز ولایتونه یې لري په کلیو او مرکزونو کې د اوبو کموالی دی، بله د مواصلاتي لارو، کلینیکونو او روزنیزو مرکزونو د کموالي ستونزه وه، دا ستونزې د درې واړو ولایتونو مشرانو او د خلکو د شوراګانو د کلیو د پراختیا، فوایدعامې او ښارجوړونې له وزیرانو سره، په یوې ناسته کې شریکې کړې."

د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د کلیو د پراختیا، فواید عامې ښاراو کور جوړونې وزیرانو، د نیمروز، غور او بادغیس ولایتونو ته تللي وو.

د دغو وزارتونو د ویندویانو د معلوماتو له مخې، دغو ولایتونو ته د یادو وزیرانو د سفر هدف، د پراختیايي پروژو ارزونه او د خلکو پرستونزو ځان خبرول وو.

د کلیو د پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو دوو کلونو کې یې په ټول هېواد کې، د پاکو اوبو ۲۸۰۰۰ منبعې جوړې کړي چې څه باندې ۳.۳ میلیونه خلک ترې ګټه اخلي.

دا وزارت وايي، په روان کال کې به د نیمروز، بادغیس او غور په ولایتونو کې د اوبو ګڼې پروژې پلې شي.

په ورته وخت کې د ښارجوړونې او کورونو د وزارت ویاندې نیلوفر لنګر وویل، په دغو ولایتونو کې یو شمېر ودانۍ په غېر معیاري توګه جوړې شوي او د ښار او کور جوړونې پلان پکې، په غېر قانوني توګه پرمخ تللي دي.

مېرمن لنګر وویل، هڅې روانې دي چې د یو لړ پروژو له پلې کېدو سره، د یادو ولایتونو د خلکو ستونزې هوارې شي.

نوموړې زیاته کړه:

"دغو درې ولایتونو ته د ښار او کور جوړونې د وزارت پروګرامونه چې د خلکو د ستونزو د هوارولو لپاره دي، د پراختیا یې پروژو د لېږد د پروګرام له لارې به نور هم پراخ او د پروژو شمېر به زیات شي."

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د لېرې پرتو ولایتونو اوسېدونکي د دوی په سیمو کې د پراختیايي پروژو له کموالي او نا انډولتوبه شکایت کوي.

د فواید عامې د وزارت ویاند مهدي روحاني په دغو ولایتونو کې یادې ستونزې تایئدوي او وايي چې د فواید عامې وزارت هڅه کوي چې د پراختیايي پروژو پرمټ، د دغو سیمو د مواصلاتي لارو د کموالي ستونزه هواره کړي.

مهدي روحاني.
مهدي روحاني.

نوموړي زیاته کړه:

"د فواید عامې وزارت نه یوازې دا چې د افغانستان لویو لارو ته متوجه دی بلکې غواړي د زرنج ،غزني، بادغیس، غور او هرات د ښارونو د ننه سړکونه هم جوړکړي."

ښاغلی روحاني وايي، د درې وزیرانو په دغه سفر کې د ۹۹۳ میلیونو افغانیو په ارزښت د زرنج د حلقوي سړک او د ۱۹۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د زرنج – سرشیله ترمنځ د پاخه سړک د پروژې کارونه هم په رسمي توګه پیل کړل.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG