د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

کرکټ بورډ د چمپینز ټرافۍ لپاره ۱۵کسیزه لوبډله اعلان کړه


د افغانستان کرکټ بورډ ادارې نن یکشنبه د جنورۍ په ۱۲مه نېټه د اتلانو جام ( چمپینز ټرافۍ) لپاره ۱۵ـ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې ګڼ شمېر مخکښ افغان لوبغاړي پکې انتخاب شوي دي.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د اتلانو جام سیالۍ به د راتلونکي فبرورۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه د پاکستان او عربي متحده اماراتو په کوربتوب پيل شي.

د کرکټ بورډ غوراوي کمیټې له لوري په اعلان شوې لوبډله کې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر دی او د لوبډلې په ترکیب کې نور غوره شوي لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز، صدیق اتل، رحمت شاه، اکرام علیخل، عظمت الله عمرزی، محمدنبي، ګلبدین نایب، راشدخان، الله محمد غضنفر، نوراحمد، فضل حق فاروقي، فرید ملک او نوید ځدراڼ دي.

همدارنګه دروېش رسولي، ننګیالی خروټي او بلال سمیع بیا د احتیاطي لوبغاړو په ډلګۍ کې شامل شوي دي.

د بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي دي د اړوندو ډاکټرانو له لوري ورته د ابراهیم ځدراڼ د بشپړې رغېدا ډاډ ورکړل شوی، خو مجیب الرحمن ته بیا تر دې دمه د یو ورځنیو سیالیو د ترسره کولو اجازه نه ده ورکړل شوې.

افغان کرکټ بورډ تېره اوونۍ د اتلانو جام لپاره د سلاکار (مینټور) روزونکي اعلان هم کړی و چې پخوانی پاکستان لوبغاړی یونس خان یې په دې دنده ګومارلی دی.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د اتلانو جام په سیالیو کې ګډون کوي، افغان لوبډله به پخپل ګروپ کې له سویلي افریقا، اسټرالیا او انکلستان سره سیالۍ ترسره کړي چې لومړۍ لوبه یې د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه د کراچۍ په ښار کې له سویلي افریقا، دویمه یې د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د لاهور په ښار کې له انګلستان او وروستۍ یې د همدې میاشتې په ۲۸مه نېټه د لاهور په ښار کې له اسټرالیا سره ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د بريټانیا د پارلمان ګڼ شمېر غړیو او د سویلي افریقا د سپورټ وزیر له خپلو کرکټ بورډونو غوښتي وو چې په افغانستان کې له ښځو سره د همدردۍ په پار دې د اتلانو په لیګ له افغانستان سره له سیالیو بایکاټ وکړي، خو بورډونو یې دا غوښتنې رد کړې دي.

د ویلو ده چې د اتلانو جام په الف ګروپ کې بیا پاکستان، هندوستان، نیوزیلنډ او بنګله دېش یوځای شوي دي چې د هندوستان ټولې سیالۍ به د عربي متحده اماراتو په کوربتوب ترسره شي.

XS
SM
MD
LG