د نړۍ له دو سوو هيوادونو څخه د زرګونو لوبغاړو په منځ کې سږ کال د المپيک په دې نړيوالو لوبو کې شپږ افغان لوبغاړي هم شرکت کوي. د لندن په سپورټي لوبغالو کې د دې لوبو د نندارو لپاره تقريباً نهه ميلونه ټيکټونه بازار ته وړاندې شوې دي. په دې سره به لندن د نړۍ لومړنۍ ښار وي، چې د دريم ځل لپاره د المپيک د دوبي د لوبه کوربه توب کوي. تر دې مخکې د انګلستان پايتخت لندن په ۱۹۰۸ او ۱۹۴۸م کلونو کې د دې نړيوالو لوبو کوربه وو. د ازادۍ راډيو د المپيک لوبې په دقت څاري، د لندن د لوبو په اړه د پروخت او دقيقو معلوماتو لپاره له ازادي راډيو سره ملتيا وکړﺉ. دلته د ځينو افغان ورزشکارانو عکسونه راغونډ شوي
د نړۍ ځینو هېوادونو له خپلو هغو ورزشکارانو سره چې د لندن د 2012 کال د المپیک په لوبو کې ګډون کوي؛ ژمنه کړې ده، چې د سرو او سپینو زرو یا حتی د زېړو د مډالونو د ګټلو په صورت کې به میلیونونه نقدې پیسې؛ نوي موټر او یا نوی کورونه ترلاسه کړي. له 1992 کال راهیسې...
سعودي عربستان به دوه ښځېنه ورزشکارانې د لومړي ځل لپاره د المپیک لوبو ته ولیږي، دې خبری د ګردې نړۍ ویب پاڼې او خپرونې هکې په کې کړې دي، خو د سعودي عربستان په رسمي رسنیو کې دې خبرې ته ان یوه اشاره هم نه ده شوې.
د افغانستان تکړه ټکوانډو باز، روح الله نیکپا چې څلور کاله پخوا یې د بیجنګ په مسابقو کې هېواد ته لومړی اولمپیک مډال راووړ؛ غواړي د لندن په راتلونکو المپیکو لوبو کې هم خپله کارنامه تکرارکړي. د روح الله نیکپا کېسه په جنګ ځپلي افغانستان کې یوې خیالي افسانې ته ورته ده.
د افغانستان د جودو ملي لوبغاړی اجمل فیض زاده، چې اوسمهال د ۲۰۱۲ کال د لندن المپیکي لوبو ته په چمتوالي بوخت دی وایي، چې المپیک ته د ورتلو لپاره یې ډېرې ستونزې لیدلي خو یواځینې هیله یې دا ده چې د المپیک مډال افغانستان ته راوړي .
نور راوښيه