د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

د افغستان د جودو ملي لوبغاړي المپیکي لوبو ته چمتوالی نیسي


د افغانستان د جودو ملي لوبغاړی اجمل فیض زاده، چې اوسمهال د ۲۰۱۲ کال د لندن المپیکي لوبو ته په چمتوالي بوخت دی وایي، چې المپیک ته د ورتلو لپاره یې ډېرې ستونزې لیدلي خو یواځینې هیله یې دا ده چې د المپیک مډال افغانستان ته راوړي .

اجمل فیض زاده وایي، چې دی د یوه نړېوال سیسټم یا وایلډ کارټ له لارې المپیک ته وتلی دی او هیله لري چې له ټولو ستونزو سره سره المپیکي مډال وګټي:

"ستونزې مې ډېرې دي چې کوم یو کوم ستونزې مې تاته زه یاد کمه ډېرې زیاتې دي، یواځینې ارزو زما دغه وو، چې زه وکولای شم په دغو مسابقو کې اشتراک وکمه د خداي په فضل سره ومې کولای شو چې دغه مسابقو ته ځان کاندید کمه ."

د اجمل فیض زاده تر څنګ نور ملي لوبغاړي هم چې له ده سره په ګډه تمرینونه کوي په المپیکي سیالیو کې د اجمل د ښې لوبې په تمه دي:

"زه رحمت شاه مشکل یم د افغانستان د جودو غړی او د اجمل فیضي پارټنر واقعا چې موژه دواړو ډېر کوشش کړی د اجمل سره په دغه امید یو چې اجمل جان افغانستان ته د خیره سره یو مقام راوړي ."

د جودو ملي لوبغاړی اجمل فیض زاده او ملګری پلاوی به یې د جولای میاشت په اوومې نیټې له کابل څخه لندن ته لاړ شي او تمه ده په نهه ویشتم تاریخ د سیالیو ډګر ته ووځي .

د المپیک په سیالیو کې چې تمه ده د روان کال په جولای او اګست میاشتو کې په لندن کې وشي د افغانستان په استازیتوب تر دې دمه د تکواندو، ځغاستې، جودو او سوک وهنې د شپږو لوبغاړو لوبې منل شوي دي.

صفي الله ستانکزی، کابل
XS
SM
MD
LG