افغان ټکواندوباز نثار احمد بهاوي له خپل مراکشي سيال څخه خپله لومړۍ لوبه وګټله. بهاوي ٤ او مقابل لوري يې ٣ امتيازونه واخيستل.
افغان ليکوال او شاعر مسعود فاراني افغان ټکوانډوکار روح الله نېکپا ته شعر ليکلى چې کېدى شي د زياتو افغانانو د زړونو اواز وي. دا شعر يې دلته خپروو.
افغان تيکواندو لوبغاړي روح الله نيکپا د افغانستان لپاره د لندن د المپيک په مسابقو کې تيره شپه لومړنی ميډال ترلاسه کړ. نيکپا په دې لوبو کې د درې سياليو په ګټلو او د يوې په بايلولو وتوانيده چې د المپيک اته شپيته کيلو وزن تيکواندو لوبو کې د برونزو ميډال ترلاسه کړي.
مسعودي عزیزي د ۹ ورزشکارانو په ډله کې وځغاست، سل متره واټن یې په ۱۹، ۱۱ ثانیو کې وواهه او تر دوو تنو مخکې شو .
افغانه ورزشکاره تهمینه کوهستانۍ نن په لندن کې د المپيک د سل متره منډې په مسابقه تر خپلو نورو سیالانو شاته پاتې شوه او له میدانه وایستل شوه .
سارا سلطانه بشرمل په لندن کې یوه ځوانه افغانه ژورنالیسته ده. هغې د ۲۰۱۲ کال المپیک لوبې له پیل څخه څارلي دي او د افغان لوبغاړو په اړه یې یو شمېر تلویزیوني راپورونه هم جوړ کړي دي.
د المپیک په مسابقو کې د سرو زرو د ګټونکي چینایې ورزشکارې کورنۍ بلاخره هغه راز څرګند کړل، چې له ډیرې مودې راهیسې یې ساتلی وو، چینایې (Wu Minxia) په لندن کې د المپیک په روانو سیایلو کې د لوړې ارتفاع څخه
په لندن کې د المپيک د مسابقو تنظیمونکی کمیټې نن د هغو ټکټونو د د را غونډولو او بیا خرڅولو اعلان کړی دي ، چې خلکو اخیستی خو نه یې کاروي.
روسي جودوکار موسی موګوشکوف ((Musa Mogoshkov نن په غیر مترقبه ډول د المپیک په مسابقو کې ماتې وخوړه . موګوشکوف د ټولې نړۍ په کچه دوهم تکړه جودوکار بلل کیږي.
د جوډو افغان ورزشکار اجمل فیض زاده نن له خپل هنګري سیال سره مخامخ شو خو په لومړۍ دقیقه کې د هنګري ورزشکار وتوانید چې فیض زاده مات کړي.
د المپيک نړیوالې مسابقې د بریتانیې له دود سره سم، د دې هېواد د ملکې په وینا پرانیستل شوې. د رسمي پرانیستني لپاره د انګلستان ملکې په ځانګړې وینا کې د ټولو هغو ځوانانو ستاینه وکړه، چې د غوره نړۍ د رامنځ ته کولو لپاره یې زیار ایستلی دی. ملکې دوهمې الېزابت...
نور راوښيه