د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

روسي جودوکار ماتې وخوړه


روسي جودوکار موسی موګوشکوف ((Musa Mogoshkov نن په غیر مترقبه ډول د المپیک په مسابقو کې ماتې وخوړه .
موګوشکوف د ټولې نړۍ په کچه دوهم تکړه جودوکار بلل کیږي.

ده نن د تر ۶۶ کلیو لاندې وزن کې لوبه کوله او د مسابقې په اول دور کې یې له اذربایجاني ترلان کریموف (Tarlan Karimov) څخه ماتې وخوړه .

د روسیې بل جودوکار ارسن ګالستیان پرون د تر ۵۲ کیلو کم وزن کې د سرو زرو مډال خپل کړ .

د تر ۵۲ کیلو وزرن لاندې ښځو جودوکارانو له ډلې، د کوسوا څخه مالیندا کیلمندي (Mailinda Kelmendi) مخکې شوې ده .

مالیندا مجبوره وه ، چې د البانیا تر بیرغ لاندې لوبه وکړي، څکه د المپیک نړیوالې کمیټې تراوسه کوسوا په رسمیت نه ده پيژندلې.
XS
SM
MD
LG