د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۲

د "Wu Minxia" لوبغاړۍ نه د دې کورنۍ څه راز پټ کړی وو؟


د المپیک په مسابقو کې د سرو زرو د ګټونکي چینایې ورزشکارې کورنۍ بلاخره هغه راز څرګند کړل، چې له ډیرې مودې راهیسې یې ساتلی وو.

چینایې (Wu Minxia) په لندن کې د المپیک په روانو سیایلو کې د لوړې ارتفاع څخه اوبو ته د ځان غورځولو (Diving) په برخه کې د سرو زرو مډال واخیست، خو د دې کورنۍ څه راز ورڅخه پټ کړی وو؟

د دې کورنۍ وايي، د المپیک د مسابقو لپار د دې په تمرینونو کې د هر خنډ د مخنیوي لپاره يې ځینې خبرې له ډیرې مودې راهیسې ورڅخه پټې کړې وې.

دا په لندن کې د سرو زرو د مډال د ګټلو تر شیبې په دې نه وه خبره، چې نیا او نیکه یې مړه شوي دي، د دې پلار وايي: د داسې سپينو دروغو ویل ډير ضروري وو.

د دې کورنۍ دا خبر هم پټه کړی وو، چې د دې مور له اوږدې مودې راهیسې د سینې له سرطان سره په مبارزه کې ده.

د Wu د کورنۍ کیسې په چین کې پراخ بحثونه پارولي او خلک د دې نظر یې په اړه، چې په هر قمیت باید مډال وګټل شي، سوالونه کیږي.

په عمومي ډول، په چین کې ورزشکاران د هغوي له کورنیو څخه لرې او په ځانګړو روزنیزو مرکونو کې د تمرین لپاره ساتل کیږي.

په دې ځانګړو مرکزونو کې ورزشکاران هره ورځ ساعتونه تمرین کوي.

(Wu) په شپږکلنۍ کې د (Diving) ورځني تمرینونه پيل کړ او د څه باندې ۱۶ کلونو وه، چې له خپل کور څخه لرې په یوه حکومتي روزنیز سپورټي انستیتوت کې شامله شوه.

له کور څخه لیرې په دې کلونو کې (Wu) په خپل سپورټي مسلک کې په یوه ستوري بدله شوه، خو د دې پلار (Shanghai Morning Post) ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي:

"زما د لور دا بری د هغې د شخصي ژوند لپاره ډير ګران تمام شو، موږ ډیر پخوا منلې وه، چې دا نور بشپړه زموږ نه ده.

موږ اوس په داسې حال کې یو، چې ان د کورنۍ د خوشالي د لمانځلو په اړه فکر هم نه شو کولای."


د دې مور ویلي دي، چې د خپلې ناروغۍ مسله یې د خپلې لور د فکر د ارام ساتلو لپاره پټه کړې وه، خو اوس يې صحت د ښه کیدو په حال کې دی، نو ځکه یې خبره کړه.
XS
SM
MD
LG