افغانستان
افغانستان کې د بندي امریکایانو له کورنیو سره د بایډن خبرې
سپینه ماڼۍ وایي چې ولسمشرجوبایډن پرون یکشنبې د هغو درې امریکایانو له کورنیو سره خبرې وکړې چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې په افغانستان کې له طالبانو سره بندیان دي.
د سپینې ماڼۍ له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې بایډن بیرته خپلو کورونو ته د دغو امریکایانو چې په وینا یې په ناحقه نیول شوي، د ستنولو لپاره پرخپلې ژمنې ټینګاروکړ. رویترز خبري آژانس د یوشمیرسرچینو له قوله ویلي چې د بایډن ادارې لږترلږه د تیرکال د جولای له میاشتې راهیسې له طالبانو سره د متحدو ایالتونو پرهغه وړاندېز خبرې پیل کړي چې له مخې یې باید درې واړه امریکایان رایان کوربیټ، جیورج ګایمن او محمود حبیبي د امریکا په ګوانتینامو زندان کې د محمد رحیم الافغاني د خوشې کیدو په بدل کې خوشې شي.
په خبرپاڼه کې په دې اړه چې د دغو امریکایانو د خوشې کیدو په اړه خبروکې څومره پرمختګ شوی، څه ندي ویل شوي خو زیاته شوې چې ولسمشر بایډن او د هغه ټیم د هغو امریکایانو د خوشې کولو لپاره چې په بهرکې یرغمل شوي یا په غیر عادلانه ډول توقیف شوي، شپه او ورځ، ډیری وختونه د مهمو متحدینو په ملګرتیا کار کړی، ترڅو دوی له خپلو کورنیو سره یوځای شي او نوموړی به د خپلې پاتې دورې په اوږدو کې هم دې کار ته دوام ورکړي.
د بایډن د ولسمشرۍ دوره اوه ورځې وروسته د جنوري په شلمه پای ته رسیږي.
په عین حال کې د محمود حبیبي ورور احمد حبیبي، چې له بایډن سره په دې ټیلفوني خبرو کې ګډون کړی وو، وویل چې ولسمشر بایډن په ډېر واضح ډول موږ ته وویل چې که طالبان زما ورور نه خوشې کوي نو هغه به رحیم تبادله نکړي. هغه زیاته کړه چې کورنۍ یې له بایډن څخه ډیره مننه کوي چې د ورور لپاره یې ولاړ دی.
د طالبانو حکومت نده تایید کړې چې محمود حبیبي ورسره بندي دی خو د دوی مرستیال ویاند حمدالله فطرت تیره اونۍ له امریکا سره د نوروبندیانو د تبادلې په اړه د خبرو پخلی وکړ.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې ۹ افغانان په یوه ټرافیکي پېښه کې مړه شوي
د ایران په سیستان – بلوچستان ولایت کې لږ تر لږه ۹ افغان کډوال او یو ایرانی موټر چلوونکی په یوه ټرافیکي پېښه کې وژل شوي.
د ایران دولتي رسنیو د سیستان بلوچستان د لارو د پولیسو د قومندان مهدي خمر په حواله تایید کړې چې د کډوالو موټر د میزان اته ویشتمې د شپې په یوه نیمه بجه له یوه باروړونکي موټر سره لګېدلی.
حالوش د ایران د بشري حقونو یوه مدافع سازمان هم د دې پېښې اړوند یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې د افغان کډوالو موټر له ټکر وروسته اور اخیستی دی.
ایران کې مخکې هم د افغان کډوالو د موټرو د ټکر مرګونې پېښې شوي.
اکثر قاچاقبران په داسې پېښو کې ګرم بلل کېږي چې کډوال له خرابو لارو یا په ډېر سرعت لیږدوي او لازم احتیاط نه کوي.
افغان لوبډلې بنګله دیش په لوی توپیر مات کړ او پایلوبه زیمبابوې سره کوي
د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي ټیمونه سبا جمعه د درې اړخیز ټورنمنټ پایلوبه کوي.
دا لوبه به په شارجې کې مازیګر څلور بجې پیل شي.
افغانستان، زیمبابوې او بنګله دیش د یو ورځنیو نړیوالو لوبو درې اړخیز ټورنمنټ د افغانستان په کوربه توب جوړ شوی.
افغانستان لومړۍ دوه لوبې له زیمبابوې او بنګله دیش په لوی توپير وګټلې.
له بنګله دیش سره لوبه د چهارشنبې په ماښام وشوه چې پکې بنګله دیش په ۴۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې وکړې.
افغانستان ټاکل شوی هدف په ۳۶ اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
راشد خان د سیالې لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځولو د افغانستان تر ټولو غوره توپاچوونکی و.
رحمت شاه د ۶۷، حشمتالله شهیدي د ۳۵ او ابراهیم ځدراڼ د ۳۴ منډو په جوړولو کې د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه.
ترکمنستان د ټاپي نللیکې له لارې افغانستان ته د ګازو لېږد پیلوي
د ترکمنستان د ګازو دولتي شرکت «ترکمنګاز» مشر مقصد بابایف ویلي چې هېواد یې پلان لري په ۲۰۲۶ کال کې د ټاپي نللیکې له لارې افغانستان ته د طبیعي ګازو لېږد پیل کړي.
د ترکمنستان رسنیو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د سرحداباد او هرات ترمنځ د نللیکې د جوړولو چارې روانې دي او د دې نللیکې د لېږد کلنۍ وړتیا ۳۳ میلیارده متر مکعبه ګاز ده.
بابایف ویلي، د ټاپي پروژه به د انرژۍ د لېږد ترڅنګ د سیمهییزو اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا کې هم مهم رول ولوبوي.
د ترکمنستان او افغانستان د ګازو دولتي شرکتونو هم هرات ته د ګازو د لېږد په برخه کې د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک کړی دی.
بابایف همداراز ویلي، ترکمنستان د ګازو د صادراتو د لارو د پراخولو، د تولیدي ټکنالوژۍ د عصري کولو او د میتان ګازو د خپرېدو د کمولو هڅې هم کوي.
د افغانستان کرکټ بریالۍ ورځ؛ ملي ټیم او تر ۱۹ کلونو کشر ټیم بنګلهدېش مات کړ
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو په دوهمه لوبه کې بنګلهدېش ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه او پایلوبې تهیې لار وموندله.
بنګلهدېش په ۴۱.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې جوړې کړې.
افغانستان ټاکل شوی هدف په ۳۶ اورونو کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
راشد خان د سیالې لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځولو د افغانستان تر ټولو غوره توپاچوونکی و.
رحمت شاه د ۶۷، حشمتالله شهیدي د ۳۵ او ابراهیم ځدراڼ د ۳۴ منډو په جوړولو کې د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه.
افغانستان چې په خپله لومړۍ لوبه کې یې هم زېمبابوې ته ماتې ورکړې وه، د اکټوبر په ۲۳مه به د دغو سیالیو په پایلوبه کې یو ځل بیا له زېمبابوې سره مخ شي.
په ورته وخت کې، د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې هم پرون د بنګلهدېش تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې ته په ۴۳ منډو ماتې ورکړه.
په دې ۵۰ اوره سیالۍ کې افغان لوبډلې، خپل سیال ټیم ته ۲۳۸ منډې هدف ټاکلی و، بنګالي لوبغاړو په پیل کې ډېر ښه بېټنګ وکړ او تر ډېرو برلاسي ښکارېدل، خو د لوبې په وروستیو اورونو کې د افغان باولرانو ښه توپ اچونه سبب شوه چې بنګالي لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېږي.
تر دې وړاندې لومړۍ ۵۰ اوره سیالي بنګلهدېش ګټلې وه، خو دوهمه مساوي شوې وه.
په افغانستان کې د پولیو ۶ نوې مثبتې پیښې ثبت شوي دي
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پولیو یا د ګوزڼ د شپږو نویو پیښو خبر ورکوي.
د دې سازمان د ختیځې مدیترانې سیمه ییز دفتر پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې دغه نوې پیښې روانه اونۍ رپوټ شوي چې درې په کندهار، دوه په ننګرهار او یوه د کابل په موسهي ولسوالۍ کې دي.
له دغو نویو پیښو سره سږکال په افغانستان کې د پولیو د پیښو شمیر ۴۲ ته ورسید.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي په ټوله کې سږ ۲۰۲۶ میلادي کال کې تراوسه د پولیو ۴۸ پیښې ثبت شوي چې ۴۲ په افغانستان او ۶ پاکستان کې دي.
په تیر ۲۰۲۵ کال کې د پولیو ۵۲ موارد ثبت شوي وو چې ۲۱ په افغانستان او ۳۱ پاکستان کې و.
افغانستان او پاکستان د نړۍ په سطحه هغه دوه هیوادونه دي چې د پولیو وایروس په کې تراوسه له مینځه نه دی وړل شوی.
پولیو یا ګوزڼ ځانګړې درملنه نلري او یوازې په واکسین یې مخنیوی کیدای شي.
روسیې او ازبکستان افغانستان پولې ته نږدې ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي دي
د ازبکستان دفاع وزارت له روسیې سره د ګډو پوځي تمریناتو د پیلیدو خبر ورکوي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د سې شنبې په ورځ د تلې په ۲۸ د دغه هېواد د حکومت پر رسمي وېبپاڼه خپره شوې ویل شوي چې د " ۲۰۲۶ همکارۍ" په نوم دغه ګډ پوځي تمرینونه د سې شنبې په ورځ د ازبکستان د ترمذ په پوځي تمریناتي ډګر کې پیل شوي او یوه اونۍ به دوام وکړي.
د روسیې دفاع وزارت هم په خپل رسمي ټلېګرام چینل کې ویلي چې روسي ځواکونه په دغو ګډو پوځي تمرینونو کې د ګډون لپاره ازبیکستان ته استول شوي دي.
خو دواړو هېوادونو په دغو تمرینونو کې د ګډون کوونکو روسي او ازبیک ځواکونو د شمېر او څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړي.
ازبکستان له افغانستان سره ګډه پوله لري او د ازبیکستان او روسیې چارواکو وخت ناوخت د دغې پولې په اوږدو کې د وسله والو ډلو د فعالیتونو او د نشه يي توکو د قاچاق په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
دوحه کې د افغانستان د همغږۍ ډلې غونډه؛ د مرستو پر دوام ټینګار وشو
قطر د افغانستان لپاره د خپلو بشري او پرمختایي مرستو پر دوام ټینګار کوي.
د نړیوالې همکارۍ لپاره د قطر د دولت وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند دا خبره د سې شنبې په ورځ په دوحه کې د افغانستان د همغږۍ د ډلې د دوه ورځنۍ غونډې پیل کې وکړه.
هغې وویل "د موږ هدف دا دی چې د ښځو او ځوانانو په شمول د اړمنو خلکو لاسنیوی ځکه وکړو چې دوی د هېواد په اقتصادي او ټولنیزه راتلونکې کې مهم رول لري".
د قطر د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي، مېرمن المسند ټینګار کړی چې افغانستان اوسمهال دوامدار نړیوال تعامل، د څرګندو اولویتونو ټاکنې او عملي همکارۍ ته سخته اړتیا لري.
د افغانستان د همغږۍ ډله (اېسيجي) د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو، اقتصادي همکاریو او مرستندویه فعالیتونو د همغږۍ د پیاوړتیا په هدف رامنځته شوې.
افغان کرکټ ملي ټیم د زېمبابوې له ماتولو وروسته له بنګلهدېش سره لوبه کوي
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د درې اړخیزو سیالیو په دوام د چهارشنبې په ورځ بنګلهدېش سره لوبه کوي.
افغانستان په دغو سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه د زېمبابوې په وړاندې د ۱۵۸ منډو په توپیر وګټله.
د افغانستان ټیم د زېمبابوې ټیم ته ۲۹۵ منډې هدف ټاکلی و، خو سیاله لوبډله په ۱۳۶ منډو له لوبو ووته.
راشد خان په دې لوبه کې د څلورو وېکټو او فضلالحق فاروقي د دوو وېکټو په اخیستو سره د افغان لوبډلې په بریا کې وتلی رول ولوباوه.
د متحده عربي اماراتو په ابوظبي او شارجه کې په دغې درې اړخیزه سیالیو کې چې د اکټوبر په ۱۹مه پیل او تر ۲۳مې دوام کوي، د افغانستان، بنګلهدېش او زېمبابوې ټیمونه ګډون لري.
د زمبابوې تر ماتولو وروسته افغان لوبډله سبا له بنګله دیش سره مخ کېږي
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د زمبابوې په وړاندې په لوی توپیر بریا خپله کړه او تمه ده بله لوبه کې له بنګله دیش سره مخ شي.
افغان لوبډلې بیګا زیمبابوې ته د ۲۹۴ منډو هدف ورکړی و چې په ځواب کې یې د زیمبابوې ټول لوبغاړي په ۱۳۶ منډو اوټ کړل او لوبه یې د ۱۵۸ منډو په توپیر وګټله.
دا د افغانستان د سترو بریاوو په ډله کې وه.
صدیق اتل خپله سلیزه ووهله، ابراهیم ځدراڼ ۹۰ منډې وکړې او په بالنګ کې هم راشدخان څلور وېکټې واخیستې.
د افغانستان، زیمبابوې او بنګله دیش دری اړخیز ټورنمنټ په ابوظبي او شارجې کې پیل شوی چې تمه ده پایلوبه یې د جمعې په ورځ وشي.
طالبانو په لوګر کې د موسیقۍ غږولو ۱۴۲ الې او لوډسپیکرونه سوځولي
طالبانو په لوګر کې د موسیقۍ غږولو ۱۴۲ الې او لوډسپیکرونه سوځولي دي.
د لوګر ملي ټلویزیون پرون دوشنبه په دې اړه خبر ورکړی چې د موسیقۍ غږولو دا الې د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې د امرباالمعروف ادارې له خوا د ودونو له بیلابیلو مراسمو راټولې شوې وې او اور ور اچول شوی.
په خواله رسنیو د سوځول شویو لوډسپیکرونو انځورونه هم خپاره شوي چې ګڼ غبرګونونه یې پارولي.
لوګر د افغانستان د محلي موسیقۍ یو اصیل او له شور ډک سبک لري.
خو د طالبانو په بیا واکمنېدو نه یواځې لوګر بلکې ټول افغانستان کې سندرغاړي کار ته نه پریښودل کېږي او د موسیقۍ غږول هم منع دي.