د المپیک په مسابقو کې د سرو زرو د ګټونکي چینایې ورزشکارې کورنۍ بلاخره هغه راز څرګند کړل، چې له ډیرې مودې راهیسې یې ساتلی وو، چینایې (Wu Minxia) په لندن کې د المپیک په روانو سیایلو کې د لوړې ارتفاع څخه
په لندن کې د المپيک د مسابقو تنظیمونکی کمیټې نن د هغو ټکټونو د د را غونډولو او بیا خرڅولو اعلان کړی دي ، چې خلکو اخیستی خو نه یې کاروي.
روسي جودوکار موسی موګوشکوف ((Musa Mogoshkov نن په غیر مترقبه ډول د المپیک په مسابقو کې ماتې وخوړه . موګوشکوف د ټولې نړۍ په کچه دوهم تکړه جودوکار بلل کیږي.
د جوډو افغان ورزشکار اجمل فیض زاده نن له خپل هنګري سیال سره مخامخ شو خو په لومړۍ دقیقه کې د هنګري ورزشکار وتوانید چې فیض زاده مات کړي.
د المپيک نړیوالې مسابقې د بریتانیې له دود سره سم، د دې هېواد د ملکې په وینا پرانیستل شوې. د رسمي پرانیستني لپاره د انګلستان ملکې په ځانګړې وینا کې د ټولو هغو ځوانانو ستاینه وکړه، چې د غوره نړۍ د رامنځ ته کولو لپاره یې زیار ایستلی دی. ملکې دوهمې الېزابت...
د انګلستان ملکې دوهمې الیزابت په داسې حال کې چې د نړۍ شاوخوا یو میلیارد خلکو د تلویزیون له لارې د لندن د اولمپیک لوبو د مراسمو ننداره کوله، دا لوبې تېره شپه د اولمپیک په سټېډیوم کې پرانستلې. “زه د لندن د اولمپیکلوبو پیل اعلانوم او د معاصر تاریخ د اولمپیا دېرشمې سیالۍ لمانځو.
د انګلستان ملکې دوهمې الیزابت په داسې حال کې چې د نړۍ شاوخوا یو میلیارد خلکو د تلویزیون له لارې د لندن د اولمپیک لوبو د مراسمو ننداره کوله، دا لوبې تېره شپه د اولمپیک په سټېډیوم کې پرانستلې. “زه د لندن د اولمپیکلوبو پیل اعلانوم او د معاصر تاریخ د اولمپیا دېرشمې سیالۍ لمانځو.” د ملکې له خبرو وروسته د انګلیسي لوبغاړو له خوا د اولمپیک مشال ولګول شو. له معمول سره سم، د یونان لوبغاړي ستډیوم ته داخل شول او ورپسې د افغانستان د ټیم په ګډون، د شاوخوا دوه سویو هېوادونو لوبغاړي د لوژ له مخې تېر شول او د خپل هېواد بیرغونه یې له ځان سره وړل. دا لوبې به د آګست میاشتې تر ۱۲ مې پورې دوام وکړې او په ۲۶ سپورتي لوبو کې شاوخوا لس زره او پنځه سوه لوبغاړې به، د سرو زرو د ۳۰۲ میډالونو د تر لاسه کولو لپاره سیالۍ وکړي.
د بریتانیا ملکې د ۲۰۱۲ کال د المپیک لوبې رسماً پرانیستې د بريتانيا ملکې دوهمې اليزابت ، په لندن کې د ٢٠١٢م کال د المپيک لوبې رسماً پرانيستې. د پرانيستنې تر مراسمو څو دقيقې وروسته د المپيک مشال د بريتانوي ورزشکارانو له خوا بل شو. په دې مراسمو کې د نړۍ د ١٢٠ هېوادونو مشرانو ګډون درلود. له ٢٠٤ هېوادونو څخه لس زره او پنځه سوه ورزشکاران په دغو سياليو کې چې د اګست تر ١٢ مې به روانې وي؛ د سرو زرو د ٣٠٢ مډالونو د ترلاسه کولو لپاره په ٢٦ ډوله لوبو کې برخه اخلي. د بريتانيا ملکې د لندن په ″بَکنګ هم″ ماڼۍ کې ټولو لوبډلو ته د بريا غوښتنه وکړه: ”د المپيک په ټولو ټيمونو کې ځينې ارزښتونه نغښتي چې ورباند وياړلاى شو. د ځوانانو ډلې په بېلابېلو ورزشي ساحو کې د بريا لپاره متعهد شوي. دوى د خپلو مينه والو او برخوالو له خوا تشويقېږي. د دغو ټولو دلايلو له مخې تاسو او ستاسو هېوادونو ته له برياليتوب څخه ډکې، په زړه پورې او نه هېرېدونکې سيالۍ غواړم.“ د لندن په المپيک لوبو کې شپږ افغان ورزشکاران هم برخه لري.
د نړۍ له دو سوو هيوادونو څخه د زرګونو لوبغاړو په منځ کې سږ کال د المپيک په دې نړيوالو لوبو کې شپږ افغان لوبغاړي هم شرکت کوي. د لندن په سپورټي لوبغالو کې د دې لوبو د نندارو لپاره تقريباً نهه ميلونه ټيکټونه بازار ته وړاندې شوې دي. په دې سره به لندن د نړۍ لومړنۍ ښار وي، چې د دريم ځل لپاره د المپيک د دوبي د لوبه کوربه توب کوي. تر دې مخکې د انګلستان پايتخت لندن په ۱۹۰۸ او ۱۹۴۸م کلونو کې د دې نړيوالو لوبو کوربه وو. د ازادۍ راډيو د المپيک لوبې په دقت څاري، د لندن د لوبو په اړه د پروخت او دقيقو معلوماتو لپاره له ازادي راډيو سره ملتيا وکړﺉ. دلته د ځينو افغان ورزشکارانو عکسونه راغونډ شوي
نور راوښيه