د نړۍ له دو سوو هيوادونو څخه د زرګونو لوبغاړو په منځ کې سږ کال د المپيک په دې نړيوالو لوبو کې شپږ افغان لوبغاړي هم شرکت کوي.
د لندن په سپورټي لوبغالو کې د دې لوبو د نندارو لپاره تقريباً نهه ميلونه ټيکټونه بازار ته وړاندې شوې دي. په دې سره به لندن د نړۍ لومړنۍ ښار وي، چې د دريم ځل لپاره د المپيک د دوبي د لوبه کوربه توب کوي.
تر دې مخکې د انګلستان پايتخت لندن په ۱۹۰۸ او ۱۹۴۸م کلونو کې د دې نړيوالو لوبو کوربه وو.
د ازادۍ راډيو د المپيک لوبې په دقت څاري، د لندن د لوبو په اړه د پروخت او دقيقو معلوماتو لپاره له ازادي راډيو سره ملتيا وکړﺉ.
دلته د ځينو افغان ورزشکارانو عکسونه راغونډ شوي