د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

ولسمشر پوتین په بله میاشت کې د المپیک لوبو نندارې ته د ورتلو په اړه غورکوي


د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین وايي، په بله عیسوي میاشت کې په لندن کې د المپیک د ځینو لوبو نندارې ته د ورتلو په اړه غور کوي.

پوتین دا څرګندونې په مکسیکو کې د جي شل یا نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې د برتانیې له صدراعظم دیویدکمېرون سره په کتنه کې وکړې.

د پوتین ویاند دیمیتري پیسکوف پرون وویل، چې پوتین کمېرون ته د لندن د دوبي د المپیک د لوبو په ترسره کولو کې د بریا هیله وکړه او ورته ویې ویل، چې دی د جودو د لوبو د نندارې لپاره لندن ته د تلو په اړه غور کوي.

ویل کېږي چې پوتین د لېسې په کلونو کې د جودو په برخه کې تمرینات پیل کړل.
XS
SM
MD
LG