د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

سعودي به دوه ښځېنه ورزشکارانې د المپیک لوبو ته ولیږي


سعودي عربستان به دوه ښځېنه ورزشکارانې د لومړي ځل لپاره د المپیک لوبو ته ولیږي، دې خبری د ګردې نړۍ ویب پاڼې او خپرونې هکې په کې کړې دي، خو د سعودي عربستان په رسمي رسنیو کې دې خبرې ته ان یوه اشاره هم نه ده شوې.

په دې اړه د دولتي رسنیو دا چوپتا دننه د سعودي په شاهي نظام کې یو ډول ژورې پیچلیتاوې او حساسیتونه رابرسیره کوي چې په کې یو داسې اقدام کېږي چې د دې هېواد له ډیر فوق العاده محافظه کار دود سره اړخ نه لګوي. په سعودي کې لا هم د ښځو موتړ چلول او یا هم بې له محرمه سفر منع دی.

خو سیاسي کتونکي په المپیک لوبو کې د عربي ښځو ګډون د دوي په ټولنه کې بدلون نه بولي، سیاسي کتونکي مونا عباس له ګاونډي بحرین څخه اسوشیتد پریس خبري اژانس ته ویلي:

"دا بدلون نه دی، حقیقت دا دی چې ښځې د انتخاب او ګرځیدو لپاره ازادۍ نه لري."

مونا زیاتوي، سعودي به په دې کار سره هڅه وکړي چې د ځان په اړه یو ښه تصویر وړاندې کړي، خو د ښځو وضعیت به لږ بدل کړای شي.

ان دا دوه عربي نجوني چې د المپیک په لوبو کې د ګډون لپاره ټاکل شوي دننه په عربستان کې نه اوسي.

په دوي کې یوه سارا عطار نومیږي چې د سعودي عرب له بیرغ لاندې به د اته سوه متره ځغاستې په سیالۍ کې برخه واخلي او د امریکا د کلفورنیا ایالت په یوه پوهنتون کې زده کړې کوي، بله یې ودجان علي سراج نومیږي دا هم له عربستان څه دباندې اوسي او د جودو په لوبو کې به سیالي کوي.

اسوشیتد پریس د خپل راپور په دوام کې لیکلي، په سعودي عربستان کې لا هم ښځې په پټه توګه سپورتي لوبې کوي.

احمد المرزوقي چې د یوې ویب پاڼې مسوول دی او د سعودي عربستان د ښځو او نارینه وو دسپورتي لوبو په اړه خبرونه خپروي وايي، د پنجشنبې په ورځ د دې خبر خپریدل ډیر د نړېوالو فشارونو د لیرې کولو په نیت وو ځکه سعودي عربستان یواځني هېواد دی چې د المپیک په ټیم کې یې ټول نارینه دي.

بحرین او قطر چې هلته هم د ښځو وضعیت پخوا د سعودي په شان وو د المپیک په لوبو کې ښځې ور زیاتي کړي او ان په قطر کې خو په نظر کې ده چې د رواني میاشتي په وروستو کې په لندن کې د المپیک د لوبو په مهال ښځې د دې هېواد بیرغ ولیږوي.

احمد المرزوقي د سعودي له جدې څخه اسوشیتد پرس ته ویلي، موږ دلته لا هم ناهیلي یو، دا کار به د ښځو لپاره چې غواړي په سعودي عربستان کې په سپورتي لوبو کې ګډون ولري، هیڅ ګټه ونه کړي.

نن سبا ډیر شمېر ورزشکاران په سیمه ایزو لوبو کې برخه اخلي چې په کې د مسلمانو ښځو شمېر کم دی.

یواځې د بوکس په برخه کې افغان ښځو برخه اخیستی، د پاکستان د کرکټ، د خلیج هېوادونو ښځو په فوتبال او وزن پورته کولو په لوبو کې برخه اخیستی. ایران هم په اسیا کې د ښځو د رګبي لوبو پراختیا ته مخه کړې، خو ډیر کتونکې په دې هېوادنو کې له مودو راهیسي کلتوري فشارونو ته په کتنې سره دا ډول پرمختګ ډیر نازک او ماتیدونکي بولي.

په عربي متحد اماراتو کې د وزن پورته کولو د لوبو پر سر پر ټولنیزو خبري رسینو باندې سخت ټکونه کېږي او کویت کې خو بیا څو کاله مخکې د فوتبال ټیم چې کله له لوبو بیرته راوګرځید نو ورباندي سخت انتقانونه وشول او دخلکو ځیني استازي د المپیک په لوبو کې د ښځو بندیز غواړي.

په عراق کې یو ښځینه سپورتي کلپ په دوه زره نهم کال کې وروسته له هغې وتړل شو چې د اسلام پالو ډلو له خوا ورته د مرګ ګواښونه وشول.
XS
SM
MD
LG