د ازادي راډیو خبریاله
د ژغورنې نړیواله کمیټه (ای ار سي) وايي د ۲۰۲۵ کال تر پایه له ۲۲ زرو زیاتو افغان کډوالو ته له اروپایي هیوادونو د وتلو امر تر لاسه کړی دی. دې کمیټې په یو تازه راپور کې خبرداری ورکړی، کوم افغانان چې اوس ایستل کیږي، داسې هیواد ته بیرته استول کېږي چې نه شي کولای د دوی خوندیتوب تضمین کړي.
د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) وايي، تېرو دوو اونیو کې په پاکستان کې درې افغان خبریالان نیول شوي او بندیان شوي دي. امسو ویلي د دوی له ډلې یوه خبریاله اېستل شوې، یو خبریال او خبریاله لا هم بند کې دي او د پاکستان له حکومته یې دوی د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
لندن افغانستان کې د بریټانوي ځواکونو د پخوانیو افغان همکارانو د انتقال پروسه "درولې" ده. انډیپنډنټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د بریټانیا په یوه محکمه کې مدافع وکیلانو ویلي چې حکومت هغو وړ افغانانو ته چې مخکې یې په افغانستان کې له بریټانوي ځواکونو او ادارو سره همکاري کړې، له مرستې ډډه کوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، افغانستان په سیمه کې د ماشومو نجونو د ودونو په برخه کې لومړی ځای لري. بلخوا افغانستان کې ځینې کم عمره نجونې هم وایي چې د اقتصادي ننګونو له زیاتېدو او له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو له بندېدو وروسته یې کورنیو په جبري ډول کوژدې ته اړ ایستلې دي.
یو شمیر افغان بزګران وايي، ورستیو سېلابونو یې کرنیزې ځمکې او فصلونه ویجاړ کړي دي. دوی وايي، د طالبانو له حکومت او اړوندو موسسو د لاسنیوي هیله لري.
په متحده ایالاتو کې د «افغان صفري واحدونو» زرګونه پخواني غړي له بې برخلیکه حالت سره مخ دي. نیویارک ټایمز ویلي، دا ځواکونه چې وړاندې یې افغانستان کې «سي ای اې» سره هم همکاري کړې، اوس دې هېواد کې د کډوالۍ بهیر ستونزو له امله بېلابېلو ننګونو او د خپل راتلونکي اړوند وېرې سره مخ دي.
د هرات ښار یو شمیر اوسیدونکي ښځې وايي، د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو په ډیری سیمو کې د ښځو پر جامو څارنه زیاته کړې او د برقعې یا "چادري" پر اغوستلو ټینګار کوي.
نور راوښيه