د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۰۰

له اروپا د یو شمېر افغان کډوالو د ایستلو بهیر؛ هغه افغانان اندېښمن کړي چې رد شوي

برلین کې د افغان کډوالو اعتراض
برلین کې د افغان کډوالو اعتراض

د جرمني په ګډون یو شمېر اروپایي هېوادونو په وروستیو کې د افغانانو د بېرته ستنولو بهیر پیل کړی، دې چارې په دغو هېوادونو کې هغه افغانان، چې کېسونه یې رد شوي، سخت اندېښمن کړي دي. له هغوی څو تنو ازادي راډیو ته وویل چې له کلونو انتظار وروسته یې لا د استوګنې اسناد نه دي تر لاسه کړي او وېره لري چې د افغان کډوالو د بېرته ایستلو په پروسه کې افغانستان ته ونه لېږدول شي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د جرمني د کورنیو چارو وزارت په جرمونو د تورونو افغان کډوالو د بیرته استولو لپاره افغانستان ته د الوتنو د زیاتولو اعلان کړی دی.

د جرمني په لویدیځ کې مېشت یو افغان دی چې وایي هلته له کابو یو کال اوسېدو سره سره یې لا هم د استوګنې هېڅ ډول اسناد نه دي ترلاسه کړي او څه موده وړاندې یې د پناه غوښتنې کېس رد شوی دی.

دی وایي د دغه هېواد له خوا افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د بهیر چټکېدو تر بل هر وخت ډېر اندېښمن کړی دی.

ده چې د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل نوم او د اوسېدو ځای یې په راپور کې څرګند شي، له ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه:

د پناه غوښتنه مې رد شوې، یوازې زه نه سلګونه نور افغان ځوانان هم د دې سیاستونو قربانیان دي، د جرمني د حکومت وروستۍ پرېکړې موږ اندېښمن کړي یو، ځکه زموږ بېرته ستنول هلته مو ژوند له خطر سره مخ کول دي،
جرمني کې د ایستل کېدو له خطر سره مخ یو افغان

دی زیاتوي:«د افغانستان اوسنیو شرایطو هغه کې امنیتي، سیاسي یا اقتصادي دي، دې ته په کتو د جرمني دا وروستۍ پرېکړې اصلا عادلانه نه دي.»

د جرمني د هامبورګ ښار د کډوالو په کمپ کې یو بل مېشت افغان، چې دی هم د استوګنې د قانوني اسنادو په ترلاسه کولو نه دی توانېدلی، د نوم د نه خپرولو په شرط ورته اندېښنه مطرح کوي:

«زه اوس کمپ کې ژوند کوم، موږ سره کمپ کې ډېر داسې افغانان شته چې په ډېرو سختو لارو تر دې ځای راغلي، او د جرمني د حکومت دا اوسنۍ پالیسي چې ده ډېری مجرد افغانانو کیسونه یې رد کړي، دومره شرایط سخت شوي چې د افغانانو په اړه یوه وړه خبره هم کېږي ټول ډېر وېرېږي، دوی چې کومه پالیسې اوس غوره کړې، هغه ځوان چې دلته کورنۍ نه لري، هغوی ټارګېټ کوي دا رقم خلک منفي (رد) دي، زه خپله ډېر اندېښمن یم که سبا ما بېرته افغانستان ته ولېږي هلته زما ژوند ته خطر دی او د طالبانو په رژیم کې خو بیخي زه ژوند نه شم کولای.»

یوازې په جرمني کې نه، بلکې د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت رد شوي افغان کډوال له ورته وضعیت سره مخامخ دي.

د فرانسې په لیل ښار کې مېشت یو بل افغان کډوال صادق بیا وایي، په ډېرو سختیو یې په ناقانونه لارو ۵ کاله وړاندې تر دې هېواده ځان رسولی، خو له کلونو انتظار وروسته یې د پناه غوښتنې کېس رد شوی، او اوس افغانستان ته د بېرته ستنېدو وېره لري:

زما دلته پنځه کلونه ووتل او زه تقریباً شپږ اوه ځلې منفي شوی یم، نه مې غوښتل چې داسې ( غیرقانوني) راشم خو مجبور شوم،چې دې سخت سفر ته غاړه کېږم، اوس ډېر وېرېږم، موږ څه وکړو، بله لاره نه لرو.
د فرانسې په لیل ښار کې مېشت یو افغان کډوال صادق

په هالند کې هم د امید په نوم یو افغان کډوال چې کېس یې کابو درې میاشتې وړاندې رد شوی، د موضوع د حساسیت له امله د غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې ورته د ډیپورت کولو ویل شوي، خو لا هیله من دی چې د هالنډ د کډوالو ادارې ته به قناعت ورکړي چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ کېږي او دلته د اوسېدو اسناد ورکړي.

دا افغانان وایي که څه هم جرمونه یې نه دي کړي خو وېرېږي چې ناقانونه استوګنه یې د ایستلو سبب شي.

دا په داسې حال کې ده چې د جرمني د کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو چې په ټکو یې په جرمونو تورن دي، د استولو د بهیر د پراخولو او چټکولو خبره کړې ده.

جرمني خبري اژانس «ډي پي اې» د چنګاښ په لومړۍ نېټه په یو راپور کې په برلین کې د دغه وزارت د یوې ویاندې په حواله وویل چې په راتلونکي کې به افغانستان ته د هغو افغان کډوالو بېرته استولو لپاره، چې په دغه هېواد کې په جرمونو تورن دي، په میاشت کې درې چارټر الوتنې پیل کړي.

نوموړې زیاته کړې چې «سربېر پر دې، د عادي سوداګریزو الوتنو له لارې په انفرادي دول بېرته ستنول هم هر وخت ممکن دي.»

دغه شان جرمني د تېرې اوونۍ د سې شنبې په په سهار «د غبرګولي په ۲۶مه» ۳۲ افغانان د دغه هېواد له لایپزیک ښاره په یوې چارټر الوتکې کې افغانستان ته بېرته واستول.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، په دغو اخراج شوو کسانو کې هغه نارینه شامل وو چې د قتل، جنسي تېري، جنسي ناوړه ګټه اخیستنې، د ماشومانو ځورونې، د مخدره توکو قاچاق او د باج اخیستنې په ګډون د بېلابېلو جرمونو له امله محکوم شوي وو.

د جرمني رسنیو د معلوماتو له مخې، دغه هېواد له تېر ۲۰۲۴ کال راپه دې خوا تر اوسه افغانستان ته په جرمونو تورن کابو سل تنه (نارینه) افغانان استولي دي.

د اروپايي اتحادیې له ۲۷ غړو هېوادونو څخه شاوخوا شلو یې لیوالتیا ښودلې چې ځینې هغه افغانان به، چې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري، او یا یې جرمونه کړي، بېرته افغانستان ته واستوي.

خو تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو بېلابېلو سازمانونو د جرمني په ګډون د اروپایي هېوادونو دا پرېکړه غندلې او ویلي چې دا بیرته ستنول کېدونکي افغانان ممکن په افغانستان کې د طالبانو له شکنجو سره مخ شي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډ بنټ د روانې اونۍ دوشنبې « د جون په ۲۲ مه » پر خپله ایکسپاڼه لیکلي و چې "زه د ولکرترک د دې څرګندونو ملاتړ کوم، چې د اروپايي ټولنې د نویو مقرراتو په اړه یې خواشیني څرګنده کړې؛ هغه مقررات چې د کډوالو چټک ایستلو ته اجازه ورکوي."

د ملګروملتونو د بشري حقونو د لوی کمیشنیر دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې هیڅوک باید هغه ځای ته ونه لیږل شي چې هلته د بشري حقونو د سرغړونو له جدي خطرونو او یا له بل نه جبرانیدونکي زیان سره مخامخ شي.

ښاغلي بنټ زیاته کړې وه چې د بشري حقونو او د کډوالو د نړیوالو قوانینو درناوی اړین دی او افغانان باید داسې نا امنه وضعیت ته بېرته ونه لېږل شي.

هغه دغه شان پر خپلې ایکسپاڼې لیکلي و :«شکنجه او ناوړه چلند په افغانستان کې جدي خطر دی او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا ورکړل شوی تضمین دغه خطر نه شي رفع کولای، زه د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غواړم چې افغانان خطر ته ونه لېږي.»

د یادونې ده چې د اروپایي ټولنې کمېسیون هم د روانې اونۍ د سه شنبې په ورځ د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته د طالبانو د یو پنځه کسیز پلاوي د یو ورځني سفر کوربه و او له اروپایي هېوادونو څخه افغانستان ته یې د هغو افغانانو پر بېرته استولو خبرې وکړې چې په جرمونو تورن دي.

د اروپايي اتحادیې د احصایې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ شاوخوا یو میلیون افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنې کړي چې له دې ډلې نژدې نیمایي یې منل شوي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG