د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۳

په ایران کې د میشتو افغان کډوالو ستونزې

آرشیف
آرشیف

په ایران کې وروستیو ستونزو په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزې هم زیاتې کړي، په تیره د هغوی چې د کورنۍ یوشمیرغړي یې بیرته افغانستان ته استول شوي دي.

د ایران په اصفهان کې مېشت یو افغان کډوال چې نه یې غوښتل نوم یې په راپورکې خپورشي آزادي راډیو ته وویل: "زما کورنۍ افغانستان ته استول شوې، هلته هم زښتې زیاتې ستونزې دي، دلته هم کار نشته، در به دري ده."

دغه کډوال وایي، له لسیزو راهیسې هلته په ایران کې ژوند کوي خو کابو درې میاشتې مخکې یې مېرمن او څلور ماشومان جبراً افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. د هغه په خبره هغوی اوس په فاریاب ولایت کې له ګڼو اقتصادي او د بې سرپناهۍ له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي دا هم وویل، چې ایران کې د انټرنت د غیر منظموالي له امله په اسانه د خپلې کورنۍ احوال نه شي اخیستلی او هلته د بانکي ستونزو، بې کارۍ او نیولو له وېرې ورسره مرسته هم نه شي کولای: "دلته وضعیت ښه نه دی، قیمتي شوې، کار کم شوی، بندیزونه، قحطۍ او د کډوالو کارتونه هم نه تمدیدېږي، کورنۍ سختو ستونزو سره مخ دي، په میاشت کې که کله کار وي ۳۰ میلیونه تومان پیدا کوم چې ۱۵ زره افغانۍ کېږي خو هغه لس زره یې د ایران دولت اخلي او ۵ زره افغانۍ یې پاتې کېږي نو چې وکړای شو هغه هم په ډېره سختیو کورنۍ ته لېږو خو اوس مو له بده مرغه ارتباط هم پرې شوی چې هغه لوري (افغانستان) کې مو د کورنیو وضعیت ډېر بد دی."

په تهران کې مېشته افغانه کډواله مونسه عمرزاده چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې؛ د دې په خبره افغانستان کې د ځان او کورنۍ د امنیتی ستونزو له امله دغه هېواد ته یې پناه وړې، هم وايي، سمه نیمایي کورنۍ او خپلوان یې بیرته افغانستان ته ستانه کړل شوي او دوی دواړو لوریو ته له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

په ایران کې زموږ افغان کډوالو ژوند سخت خراب شوی

دې ازادي راډیو ته وویل: "په ایران کې زموږ افغان کډوالو ژوند سخت خراب شوی، خصوصا له دې څلور میاشتو راهیسې دلته د ایران جګړې موږ کډوال له څو اړخونو وځپلو، یو خو انټرنت بند و چې افغانستان او بهر میشتو کورنیو نه مو احوال نه لرلو، بل بانکونو کې مو حوالې نه شوې تر لاسه کولای ځکه انترنټ بند و، زما ډېر خپل خپلوان، عزیزان او کورنۍ نیمې دلته پاتې او نیمایي افغانستان ته ډیپورت شوې، افغانستان کې هم بې کاره او بد اقتصادي وضعیت کې دي، بلخوا یې ژوند خطر کې دی ځکه ځینو تېر دولت سره کار کړی دی."

د دې په خبره تازه څو ورځې کېږي چې انترنېټ شته خو اوس هم ستونزه لري، کله کار کوي او کله نه.

په ورته وخت کې له ایرانه افغانستان ته ډیپورت شوې افغانه ۳۴ کلنه زینب بیا وایي کابو شپږ میاشتې مخکې په زوره او له ماشومانو پرته یوازې ستنه کړل شوې وه.

نوموړې وړاندې ازادي راډیو ته وویل، له میاشتو هڅو او سرګردانیو وروسته یې نږدې یوه میاشت مخکې ماشومان (۱۳ کلنه لور او ۹ کلن زوی) د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو په همکارۍ افغانستان ته ورستانه کړل شول، په داسې حال کې چې په خبره یې د ژوند هیڅ ډول اسانتیاوې ورته نه دي برابرې.

دلته افغانستان کې ما ته ژوند ډېر سخت دی، له هغه وخته چې راغلې یم، ډېره بد بختۍ کې یوازې یو فرش لرم نور هېڅ هم نه لرم

دا وایي نارینه سرپرست نه لري او خاوند یې چې روږدی و، کلونه وړاندې ایران کې ورک شوی او نور خپل خپلوان یې هم ایران کې پاتې دي: "زما او زما د کورنۍ د ټولو پیدایښت په ایران کې شوی، خو موږ افغانستان ته راغلي یو، نوره کورنۍ مې ایران کې پاتې ده او نور څوک نه لرم، دلته افغانستان کې ما ته ژوند ډېر سخت دی، له هغه وخته چې راغلې یم، ډېره بد بختۍ کې یوازې یو فرش لرم نور هېڅ هم نه لرم، حتی یو بالښت نه لرو چې سر لاندې یې کېږدو، لا هم نه یم توانېدلی چې کار پیدا کړم، هره ورځ بیرون کار پسې وځم خو هېڅ ځای مې دنده پیدا نه کړه."

زینب چې اوس د بلخ ولایت مزار شریف ښار کې له خپلو دوو ماشومانو سره یوازې ژوند کوي، وایي له هغه مهاله چې هېواد ته ستنه کړل شوې هېڅ ځای کې په سمه توګه بلده نه ده او نه پوهېږي چې خپل ژوند څنګه مخته یوسي.

د یادونې ده له کله چې د ایران په وړاندې د متحده ایالاتو او اسراییلو ترمنځ جګړه پیل شوې، او په ایران کې امنیتي او اقتصادي وضعیت د پام وړ اغیزمن شوی؛ په ایران کې د ملیونونو ملکي وګړو، په ځانګړ ي ډول د افغان کډوالو ژوند یې هم زیانمن کړی دی.

دا جګړه د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۲۸مه پیل شوه.

په ایران کې د افغان کډوالو د سخت وضعیت په اړه مخکې بېلابېلو نړیوالو ادارو هم اندېښنې ښودلي دي.

د ناروې د کډوالو شورا د می په ۳۱مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي و چې دې جګړې په ایران کې له څلورو ملیونو د زیاتو افغان کډوالو ژوند اغیزمن کړی، دوی خپلې دندې له لاسه ورکړې او اوس د خپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان هم نه لري.

د دې شورا په ټکو، د خوراکي توکو بیې د تیر کال په پرتله دوه چنده شوي، ډیری کورنۍ اړې شوي چې خپل خواړه کم کړي، روغتیایي درملنه وځنډوي او د ژوندي پاتې کیدو لپاره پورونه واخلي.

د ناروې د کډوالو شورا د احصایو له مخې، په ایران کې ۴.۴ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته، ګڼ شمیر افغانانو، په ځانګړې توګه پخوانیو پوځيانو، د ښځو د حقونو فعالینو او نور د امنیتي ګواښونو، اقتصادي ستونزو او د نجونو د زده کړو د فرصتونو د نشتوالي له امله ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړې ډول ایران او پاکستان ته کډه شوي دي.

خو ایران او پاکستان هره ورځ په زرګونو افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنوي، په داسې حال کې چې افغانستان کې هېڅ ډول امکانات نه لري.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG