د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکی محب الله وایي په کور کې یې د خپلو نیکونو او تر هغوی لا مخکې ان د افغانستان شاهي دورې تاریخي اسناد، لیکنې او عکسونه ساتلي دي.
زما نیکه چې د داوود خان او ظاهرشاه د واکمنۍ پر دوره کې یې په مستوفیت کې ډېر وخت دنده کړې وه، د هغه ځینې اسنادونه او زموږ د کلي د شینوارو شجره او سلسله هغه خپله په خودکار قلم داسې لیکلې وې لکه اوس چې کمپیوټر باندې لیکل کېږي، په شیشه کې یې بندې کړيد ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکی محب الله
دی زیاتوي: «تر څنګ یې د پخوانیو پادشاهانو یاداښتونه، د شاعرانو شعرونه او د شاه امان الله خان د وخت د زراعت، اقتصاد او نورو برخو معلومات هم په خپل خط لیکلي، موږ دا ټول ساتلي ځکه د تېر تاریخ او نصب معلومات ترې کېږي.»
د کندهار ولایت اوسېدونکې ۲۵ کلنه نادره هم وایي که څه هم څو ځله یې سېلابونو په کور کې ډېری دا ډول اسناد تخریب یا له منځه وړي خو دې، د محدودو عکسونو تر څنګ د خپل ژوند د دوران د ولسمشرانو یا ځینو نورو د وخت مشهورو لیکوالانو هغه کتابونه ساتلي چې د هېواد مختلف مسایل په کې لیکل شوي دي:
دا وایي غواړي له دې لارې خپل راتلونکي نسل ته د هېواد او خپل ولایت تاریخ ور انتقال کړي:
«دا ډېره ښه ده چې اوسني یا راتلونکي نسلونو سره د پخوانیو یادګارونه وي، ځکه دې سره د انسان تاریخي کلتور او عنعنات ذهن کې پاتې کېږي، هغه که په افغانستان دننه وي که بهر، د خپلو مشرانو (یاداښتونه) نسل تر نسله انتقال او په دې ډول دوی خپل کلتور له لاسه نه ورکوي، باید چې ویې ساتو.»
د خوست ولایت اوسېدونکي اسماعیل، د غزني ولایت اوسېدونکې فتانې او د ننګرهار د تورخم ښارګوټي اوسېدونکي فرمان الله هم ازادي راډیو ته وویل چې په کورونو کې یې ګڼ پخواني او تاریخي اسناد، لیکنې، کتابونه، عکسونه او ان خپل د دوه درې نسلونو مخکې غږیز فایلونه ساتلي، چې په خبره یې د دوی د ټولنیز ژوند په ځانګړې توګه د کلتور، جامو څرنګوالي او لهجو په جوړښت کې یې مهم رول لوبوي.
هغه څه چې د کونړ ولایت اوسېدونکی او د پوهنتون پخوانی استاد ۵۰ کلن سید رحمان احساس یې هم بیانوي:
«د دې ډول اسنادو ساتل د انسان ژوند کې مثبت بدلون راولي، کله کله چې خپل زاړه اسناد فېسبوک کې ګورم ډېر راته جالبه وي، ځکه دې کې د پخوانیو زمانو د فرهنګ، تمدن، د هغه وخت د خلکو انګېرنو انځورونه په کې ژوندي پاتې کېږي، بیا انسان قضاوت کولای شي چې اوس خلکو ته په کومو سترګو وګورو،ځکه زموږ ټولنه له بده مرغه ډېره احساساتي او عاطفي ده نو له تېره موږ یوازې منفي برداشتونه لرو خو که دا ډول اسناد وساتو بیا مو مثبت مسایلو ته هم پام کېږي، ما خپله ان د خپل لومړي او دویم ټولګي کتابونه، د کورنۍ دندو کتابچې او نوټونه هم ساتلي وو، خو له بده مرغه بمیاریو کې رانه ضایع شول.»
دوی باور لري چې دا توکي یوازې شخصي یادګارونه نه دي، بلکې د افغانستان د تاریخ، کلتور او ټولنیز ژوند مهمې نښې دي چې د هېواد د هویت په پېژندنه کې هم ځانګړی ارزښت لري.
د فرهنګي چارو ځینې پوهان هم ټینګار کوي چې د شخصي ارشیفونو ساتنه د ملي میراث د خوندي کولو یوه مهمه برخه ده خو ټینګار کوي چې د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره یې باید حکومت، اړوند بنسټونه او ادارې ګړندي ګامونه واخلي.
له دې ډلې د څېړونکي او فرهنګي چارو پوه او څېړونکي نجیب الله جامع ازادي راډیو ته وویل:
«وروستیو کلونو په ځانګړې توګه لږتر لږه دا درې وروستۍ پېړۍ چې د افغانستان معاصر تاریخ هم رانغاړي، موږ د دغه ډول اثارو پنځونې لرو، او ګڼو افغانانو خپل خاطرات او د تاریخ پېښې د انځور او اسنادو په بڼه ساتلي، خو وروستیو سېلابونو یا د وروستیو کلونو جګړو ځینو ته زیانونه رسولي، اړتیا دا ده چې فرهنګي بنسټونه، حکومت او همکارې ټولنې یې راتلونکي ته پام وکړي او دا روایتونه، اثار، توکي، سکې او پیسې چې خلکو سره دي، خوندي کړل شي، یا یې د خوندي کولو لپاره عامه پوهاوی ورکول شي.»
پوهان سپارښتنه کوي چې د دغو اسنادو ډیجیټلي کول، مناسب ساتنه او د مسلکي ادارو له لوري ثبتول کولی شي د دوی د له منځه تلو مخه ونیسي او د څېړونکو او راتلونکو نسلونو لپاره د ارزښت وړ سرچینې برابرې کړي.