ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې ښځې او نجونې د نورو پرتله د اوبو له ناورینه ډیرې ځوریږي او په ډریو کورنیو کې دوی د اوبو چمتو کولو او راټولو مسوولیت لري.
یو شمیر افغان ښځې او نجونې هم وايي چې د اوبو کمښت دوی اړې کړي چې هره ورځ د اوبو راوړلو لپاره اوږد واټن سفر او د روغتیا او معیشت له ډیرو ستونزو سره مبارزه وکړي.
موږ پاکې اوبه نه لرو، ټانکرونه راځي، بیا زه یوشکې ور وړم، یا زه اوبه راوړم یا یې په ماشومانو راوړم، له هغو بیا بیا، څلور پنځه ورځې کمې کمې کاروو، له کوره دومره لرې دي چې موږ په لاره کې درې یا څلور ځله دمه کوو، نیم ساعت وخت نیسيراضیه
د کندهار ولایت اوسېدونکې راضیه وايي، " نه پاکو اوبو ته لاسرسی لرو او نه مو څښلي، هغه اوبه چې له لرې ځایه راوړو اولادونه مې ناروغ او نس خوږي اخته کړي دي."
د هغې په خبره، د څښاک د پاکو اوبو نشتوالي د هغې د کورنۍ ورځنی ژوند په جدي توګه اغیزمن کړی دی.
دې ازادي راډیو ته وویل چې باید د خپلې کورنۍ د اړتیا وړ اوبو ترلاسه کولو لپاره اوږد واټن سفر وکړي او ماشومان یې ډیری وختونه د پاکو اوبو د نشتوالي له امله ناروغان شوي دي.
هغې وړاندې وویل:
"موږ پاکې اوبه نه لرو، ټانکرونه راځي، بیا زه یوشکې ور وړم، یا زه اوبه راوړم یا یې په ماشومانو راوړم، له هغو بیا بیا، څلور پنځه ورځې کمې کمې کاروو، له کوره دومره لرې دي چې موږ په لاره کې درې یا څلور ځله دمه کوو، نیم ساعت وخت نیسي."
د بغلان ولایت د پلخمري یوه اوسېدونکې هم وايي اوبو ته د اسانه لاسرسي نشتوالی دا او د کورنۍ غړي یې اړ باسي چې هره ورځ د اوبو راوړلو لپاره له سختو لارو تېر شي.
دې چې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:
"موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو، زموږ کور د غره لوري ته دی، سیند شته خو ډېر لرې دی، موږ سیمه کې یوه بمبه لرو خو بیا مو هم له کوره لرې ده، موږ خپلې ډولچې اخلو او بمبې ته د سیلو په نوم د عامه سړک په لور ځو."
دا افغان ښځې او نجونې د اوبو د کمښت له امله د رامنځته شویو ستونزو په اړه داسې مهال خبرې کوي، چې تازه ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د اوبو د کړکېچ پایلې په ټولو خلکو مساوي اغیزه نه کوي، بلکې ښځې او نجونې د دې کړکېچ ډېر بار پر اوږو وړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۴مه په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې وچکالي او د اوبو کمښت په افغانستان کې تر ټولو پراخ ګواښونه دي، او د اوبو مخ په زیاتیدونکي کړکېچ د افغانانو په ژوند جدي اغیز کړی دی، چې ښځې او ماشومان د نورو په پرتله ترې ډیر ځوریږي.
یوناما د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان له نیمایي زیات نفوس د وچکالۍ او د اوبو له کمښته اغیزمن شوی، او دوامداره وچکالي په کرنه، چې د هیواد د کلیوالي ژوند د ملا تیر دی، هم سخت تاثیر کړی دی.
موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو، زموږ کور د غره لوري ته دی، سیند شته خو ډېر لرې دی، موږ سیمه کې یوه بمبه لرو خو بیا مو هم له کوره لرې ده، موږ خپلې ډولچې اخلو او بمبې ته د سیلو په نوم د عامه سړک په لور ځود بغلان اوسیدونکې
د یوناما په وینا، کندهار، هلمند، نیمروز، زابل او ارزګان ولایتونه د وچکالۍ او د اوبو له کمښته ډیر اغیزمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې زیاته کړه چې دوامدارو وچکالیو ، د باران کموالي او د ځمکې لاندې اوبو غیرقانوني استخراج د اوبو سیسټمونه د سقوط له درشل سره مخ کړي دي.
یوناما دا هم زیاته کړې چې د اوبو کمښت، روغتیا او حفظ الصحې خدماتو ته محدود لاسرسي د ککړو اوبو له امله رامنځته شویو ناروغیو د خپریدو خطر زیات کړی او په ټولنه کې موجوده نابرابرۍ یې هم لا پسې پراخې کړې دي.
دې بنسټ ټینګار کړی چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی اساسي بشري حق دی او باید ټولو وکړو ته برابر شي.
په ورته وخت کې، د اوبو د مدیریت ځینی متخصصین وايي، په افغانستان کې د اوبو کمښت پر ښځو او نجونو دروند فزیکي او رواني بار دی، ځکه په خیره یې، دوی اړ دي چې د خپلو کورنیو لپاره د اوبو د برابرولو لپاره ساعتونه وخت او خپله انرژي مصرف کړي.
د دې کارپوهانو له ډلې عبدالباسط رحماني ازادي راډیو ته وویل:
"په افغانستان کې ښځې د کورنۍ په کچه د اوبو اصلي مصرفوونکي دي، دوی د ورځني, فعالیتونو لکه پخلی، لوښو او جامو مینځلو لپاره ډیرې اوبه کاروي، او د اوبو چمتو کولو مسؤلیت لري، له همدې امله دا ډله د نورو په پرتله د اوبو له کمښته ډیر رنځ وړي، کله چې اوبه نه وي، ښځې او نجونې اړې دي چې د ترلاسه کولو لپاره یې هڅه وکړي، دې موضوع نه یوازې پر دوی فزیکي بلکې رواني فشار هم راوړي، دا روښانه ده چې کله په کور کې اوبه نه وي، ډیری ستونزې رامنځته کیږي، او دا وضعیت په ښځو او نجونو باندې اضافي رواني بار اچوي، له همدې امله ښځې او نجونې څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي چې یو له خورا اساسي بشري حقونو دی، له نشتوالي ډیرې ځورېږي."
دی زیاتوي چې نړیوال سازمانونه، مرستندویه ادارې او حکومتونه باید د اوبو مدیریت او لاسرسي ته لومړیتوب ورکړي، او خلک هم باید د دې حیاتي سرچینې په ساتنه او د اوبو د ضایع کېدو مخنیوي کې ونډه او مسؤلیت واخلي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې د اوبو د کمښت د مخ پر زیاتیدونکي کړکېچ سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، افغانستان له هغو لسو هیوادونو یو دی چې د اقلیم له بدلونه ډیر اغیزمن شوی، هغه چې د وچکالۍ او اوبو کمښت سربیره، وخت په وخت د سیلابونو په ګډون نورو طبیعي پیښو سره هم مخ او له خلکو قربانۍ اخلي.
د باران کموالی، دوامداره وچکالي، د تودوخې درجې لوړوالی، د ځمکې لاندې اوبو د کچې راټیټیدل، د نفوس وده، او د اوبو د ذخیره کولو د بنسټونو نه شتون او د اوبو مدیریت د دې ناورین د لا ژورېدو اصلي لاملونه ګڼل کیږي.
نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی چې د دې وضعیت دوام به نه یوازې د څښاک پاکو اوبو ته د ملیونونو خلکو لاسرسی له خطر سره مخ کړي، بلکې کولای شي د هیواد په کرنه، د خوړو پر امنیت، عامې روغتیا او اقتصادي سکتورونوې هم جدي اغیزې ولري.