د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۵

د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې سازمان: په افغانستان کې حاصلات بهتره شوي، خو لاهم اوبو ته اندیښنې شته

ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکړی چې د اوبو د سرچینو کمېدل، د تودخې لوړه درجه او د واورو د زېرمو کمېدل کولای شي په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان د کرنیزو تولیداتو پر حاصل منفي اغیز وکړي. د اوبو د برخې کارپوهان ټینګار کوي چې د اوبو ښه مدیریت د دې ستونزې مخه نیولی شي.

د نیمروز ولایت بزګرعبدالعظیم وايي د هوا په ګرمېدو او د اوبو د سرچینو په کمېدو سره خپلو حاصلاتو ته اندېښمن دی:

« درې میاشتې کېږي، اوبه ورځ تر بلې وچیږي »

عبدالعظیم بیا وویل چې د نیمروز د ډېرو خلکو ژوند په کرنې تکیه دی او د اوبو کمښت کولی شي د حاصلاتو او د کورنیو پر عاید جدي اغېز وکړي:

"ستونزې ډېرې دي او اندېښنه مو داده چې اوبه تقریباً وچې شوې دي او ښايي پنځه ورځې نور هم دوام ونه کړي. که اوبه وچې شي، خلک چې ټول پنبه کري، حاصلات به یې له منځه ولاړ شي، دلته خلک سوداګري نه لري او بل کار هم نشته، یوازې همدا کرنه ده."

د بادغیس د قادس ولسوالۍ یو ګروندګر عبدالعزیز هم د وچکالۍ د دوام او د اوبو د سرچینو د کمېدو له امله اندېښنه څرګنده کړه.

هغه چهار شنبه د جوزا ۱۳مه ازادي راډیو ته وویل:

" بیخي اوبه نه لرو، کرنه او باغونه مو له منځه تللي دي، خپلې کروندې یوازې په هغه اوبو خړوبو چې د کال په لومړیو دوه میاشتو کې په سیند کې راځي، وروسته بیا د ژورو څاه‌ګانو د کیندلو توان هم نه لرو، شاوخوا د ټول کلي اوبه کمې دي او په لاس د کېندل شویو څاه ګانو پرته د اوبو بله سرچینه نشته."

دا بزګران په داسې حال کې د اوبو له کمښت له امله د حاصلاتو له کمېدو او د اقلیمي بدلون له پایلو اندېښمن دي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان « ایف ای او» هم تازه د افغانستان د اوبو پر سرچینو د فشار د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.

دغه سازمان چهارشنبه د جوزا ۱۳مه «د افغانستان د اقلیم او کرنې د ګرنیز وضعیت لیدلوري» په نوم په خپور کړي یو راپور کې ویلي ، که څه هم د کرنیزو حاصلاتو لپاره وضعیت په نسبي ډول ښه اټکل شوی، خو افغانستان لا هم د اوبو د سرچینو له جدي ستونزو سره مخ دی.

د راپور له مخې، د واورې د زېرمو کمېدل، د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدل او د تودوخې زیاتېدل کولی شي په راتلونکو میاشتو کې د کرنیزو حاصلاتو او د مالدارۍ په تولیداتو منفي اغیز وکړي.

په راپور کې ویل شوي چې د اوړي د موسم په پیل سره اوبو ته لاسرسی د بزګرانو تر ټولو ستره ستونزه ګرځېدلې ده.

د سیندونو د اوبو د جریان کمېدل، د اوبو لګولو د اړتیا زیاتېدل او د سږ کال په جریان کې د «ال نینو»” اقلیمي پدیدې احتمال کولی شي د افغانستان پر کرنیز سکتور نور فشار هم زیات کړي.

«ال نینو »یوه اقلیمي پدیده ده چې د هوا د بدلون له امله کولی شي په نړۍ کې د تودوخې زیاتوالی، وچکالي یا د بارانونو د اندازې بدلون رامنځته کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان دغه راز خبرداری ورکړی چې د هندوکش په غرونو او مرکزي لوړو سیمو کې د واورې زېرمې د اوسط کچې څخه ټیټې شوي او دا وضعیت د تودوخې له زیاتوالي سره یو ځای د اوبو د کمښت خطر نور هم زیاتوي.

په راپور کې ویل شوي ،تمه کېږي د جون په میاشت کې د افغانستان په جنوبي او لوېدیځو سیمو کې د هوا تودوخه د عادي کچې په پرتله له نیم تر دوه سانتي ګرادو لوړه وي او په ډېرو سیمو کې د تودوخې لوړه درجه ان له ۳۵ درجو هم واوړې چې دا وضعیت د اوبو تبخیر زیاتوي او د اوبو لګولو اړتیا لوړه وي.

په همدې حال کې د اوبو د برخې یو شمېر کارپوهان وايي په افغانستان کې اقلیمي بدلون، د تودوخې زیاتوالی او د اوبو د سرچینو ناسم مدیریت د اوبو ستونزه لا پسې سختوي او که پام ورته ونه شي، په راتلونکو کلونو کې به د کرنې او د خلکو د معیشت لپاره لا جدي پایلې ولري.

له ډلې یې عبدالباسط رحماني، ازادي راډیو ته وویل چې د اوبو د زېرمه کولو او جذب ظرفیت لوړول، د طبیعي سرچینو ساتنه او د اوبو د حوزو ښه مدیریت کولی شي د اوبو د کمښت د اغیزو په کمولو کې مهم رول ولوبوي:

"موږ په یو ډېر وچ او د اوبو له پلوه زیانمن اقلیم کې ژوند کوو، د نفوس له زیاتوالي سره د خلکو اړتیاوې هم زیاتېږي، بنسټیز حل دا دی چې چکډیمونه جوړ شي، د اوبو حوزو ته پام وشي، شنه او نباتي پوښښونه وساتل شي، څو د اوبو جذب زیات شي، همدارنګه د طبیعي ډنډونو او اوبو زیرمو ساتنه کولی شي چې سطحې اوبه ورو ورو د ځمکې لاندې اوبو ته جذب شي."

افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د خلکو لویه برخه یې د کرنې له لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي.

په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله پرلپسې وچکالۍ، ناڅاپي سیلابونو او د نباتي او کرنیزو افتونو خپرېدو په وار وار د بزګرانو حاصلات زیانمن کړي دي.

تازه د ملخانو او « کفشک» حشرو حملې د افغانستان په لویدیځ کې د ځینو سیمو کزنیز حاصلات زیانمن کړي دي.

د لویدیځ زون یو شمېر بزګزانو ویلي په ځانګړي ډول په هرات او بادغیش ولایتونو کې دغه افتونو د وچکالۍ او د اوبو د کمښت ترڅنګ کرنیزو ځمکو او حاصلاتو ته درانه زیانونه اړولي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG