د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۳۵

ولسمشر ټرمپ: نن له ایران سره د سولې هوکړه لاسلیک کوو، خو ایران وايي لا يې نیټه مشخصه نه ده

په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د پاکستان د صدر اعظم نواز شریف د اعلان له مخې ټاکل شوې نن یکشنبه د «غبرګولي په ۲۴مه» د امریکا او ایران تر منځ په منځني ختیځ کې د جګړې د ټغر ټولولو په هدف د سولې تړون لاسلیک شي، خو ایران وایي لا یې د لاسلیک وخت مشخص نه دی.

ټرمپ د شنبې په ورځ پر خپله خواله رسنۍ تروټ سوشیل لیکلي و چې دا تړون د جون په ۱۴ لاسلیک او تر هغه وروسته به په سملاسي توګه د هرمز تنګی د ټولو پر مخ پرانیستل شي.

دا ښه خبره ده چې که دا تفاهم او اوربند وشي، هرمز خلاص شي، د ټولې دنیا د خلکو ژوند کې له دې امله راغلې ستونزې پای ته ورسېږي، ځکه اوسنیو حالاتو کې دا جګړې یوازې د ایران او امریکا نه بلکې د ټول منځني ختیځ او بیا ټولې نړۍ جګړه ده
انتظار خادم

ټرمپ لیکلي چې امریکا به دغه شان تر یادې هوکړې وروسته د ایران غني شوي یورانیم ترلاسه او هم به یې په ایران او هم متحده ایالاتو کې له منځه یوسي.

د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو ایراني څانګې راډیو فردا او یوشمېر نورو ایراني رسنیو د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند اسماعیل بقایي په حواله راپور ورکړی چې لا د دې لاسلیک وخت او ځای مشخص نه دی خو په خبره یې نژدې راتلونکي کې به لاسلیک شي.

دغه شان د ایران سپاه پاسدارن ته نژدې فارس خبري اژانس هم راپور ورکړی چې تهران لا د وړاندیز شوي هوکړه لیک په اړه خپله وروستۍ پریکړه نه ده اعلان کړې.

رویټرز خبري اژانس بیا د ایران د حکومتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې یکشنبه د دې تړون لاسلیک شونی نه دی خو په ټکو یې، تهران هوکړه کړې چې د یاد تړون تر لاسلیک وروسته یورانیم نه غني کوي او خپل اټومي تاسیسات به نه پراخوي.

رویټرز د یو لوړپوړي ایراني چارواکي په حواله زیاته کړې چې امریکا موافقه کړې چې تر لاسلیکېدونکي تړون وروسته به پر ایران نوي بندیزونه نه لګوي.

د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرو کې یې منځګړیتوب کړی، هم د شنبې په ورځ وویل چې هوکړه به یکشنبې لاسلیک شي.

د العربیه ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا او ایران پلاوي به نن د سولې تړون د لاسلیک لپاره یوه مجازی غونډه وکړي او دا تړون به د قطري او پاکستاني منځګړو په حضور کې د امریکا د مرستیال ولسمشر جې ډي ونس او د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ترمنځ لاسلیک کړي.

العربیه د ایراني او امریکایي سرچینو په حواله لیکلي چې تر هغه وروسته به هرمز تنګی د ټولو پرمخ د ټرانزیت له فیس پرته پرانیستل شي.

له دې سره د نړیوالو چارو ځینې افغان پوهان په دې باور دي چې د متحده ایلاتو او ایران تر منځ د سولې تړون به نه یوازې د امریکا او ایران جګړه پای ته ورسوي، بلکې د منځني ختیځ روانې شخړې به هم ورسره پای ومومي.

له دې ډلې د نړیوالو چارو پوه انتظار خادم ازادي راډیو ته وویل،

"دا ښه خبره ده چې که دا تفاهم او اوربند وشي، هرمز خلاص شي، د ټولې دنیا د خلکو ژوند کې له دې امله راغلې ستونزې پای ته ورسېږي، ځکه اوسنیو حالاتو کې دا جګړې یوازې د ایران او امریکا نه بلکې د ټول منځني ختیځ او بیا ټولې نړۍ جګړه ده، دا که اوږدېږي،ممکن دریم نړیوال جنګ ته ورسېږي،حتا هغه هېوادونه چې هېڅ دې جګړې کې ښکېل نه دي، ورور به بلاکونه جوړېږي او دوی د یو نه بل اړخه ته ولاړ شي،چې لوی تکالیف رامنځته کولای شي، خو اسراییل د دې جګړې اساسي اړخ دی، نو که دا جګړه پای ته رسېږي منځني ختیځ کې به جنګ ختمېږي."

ښاغلی خادم وایي که څه هم دی دې تړون ته ډېر خوشبین نه دی ځکه په خبره یې د ایران او امریکا تر منځ مسلې ډېرې پیچلې شوي چې حل یې په ځانګړې توګه د یورانیمو بحث اوږدمهاله مذاکراتو ته اړتیا لري.

خو رویټرز خبري اژانس د یو ایراني چارواکي په حواله ویلي چې د امریکا او ایران تر منځ د دې احتمالي تړون تر لاسلیک وروسته به د ۶۰ ورځو په ترڅ کې د یورانیمو د زیرمو د کمولو بحثونه دوام پیدا کړي.

د یادونې ده چې ځینو اسراییلي رسنیو د هغه هېواد د پوځي او سیاسي چارواکو په حواله ویلي چې د تهران او واشنګټن تړون د اسراییل له ملي ګټو سره اړخ نه لګوي.

اسراییلي چارواکو ویلي، دوی به د دغه تړون مادو، په ځانګړې توګه د لبنان د جګړې په برخه کې احتمالي مسلو ته ژمن نه وي.

ایران په ۲۰۱۵ کال کې هم د نړۍ له لویو قدرتونو سره اټومي تړون لاسلیک کړی و، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې له دې تړونه ځان وایسته او پر ایران یې بېرته سخت بندیزونه ولګول.

وروسته ایران هم په تدریجي ډول د تړون له ځینو محدودیتونو واوښت او د یورانیمو د غني کولو کچه یې لوړه کړه.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG