فریده سیال د ازادي راډیو ژورنالیسته او د خپرونو چلوونکې ده چې د افغانستان سره په اړوند بېلابیلو موضوعاتو راپورونه او مطالب چمتو کوي.
په اوکرایین د امریکا د متحده ایالاتونو سفیرې بریجت برینک له خپلې دندې استعفا کړې کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، برینک په داسې وخت کې له خپلې دندې استعفا کوي چې د اوکرایین او روسیې ترمنځ د سولې خبرې اترې رواني دي.
بریټانیوي چاپ ګارډین ورځپانې دا فغانه ښځه د مینا په مستعار نوم معرفي کړي او وايي، "دې ښځې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو مخکې د زده کړو او ښځو ته د مشورې ورکولو په هغوو پروژو کې کار کړی چې د لودیزو هیوادونو له خوا يې ملاتړ کیده".
د اویسا ښار د پوځي ادارې مشر اوله کېپر نن جمعه د (مارچ ۲۱مه) ویلي، د اوکرایین پر اودیسه بندر د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له کبله درې ملکیان ټپیان شوي دي.
د شنبې په ورځ (د مارچ ۱۵مه) سلګونه متقاعدین د اعتراض په توګه په کابل کې د تقاعد ریاست مخې ته راټول شوي وو او د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو غوښتنه یې کوله.
په داسې حال کې چې نن یکشنبه د تورخم دروازې د تړل کیدو ۲۳مه ورځ پورې کیږي، سرچینې وايي، پاکستاني لورې په دې دروازه کې سمنټي دیوالونه او موانعو ایښي دي.
احمد الشرع د سوریې لنډمهاله ولسمشر د پنځه کلنې انتقالي دورې لپاره د اساسي قانون اعلامیه لاسلیک کړه. الشرع دا اعلامیه د سوریې د "نوي تاریخ پیل" وبلله.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي د جعفر ایکسپریس په نوم پر اورګاډي د برید او د لسګونو کسانو د یرغمل تر شا وسله وال "افغانستان کې له خپلو ملګرو" سره په تماس کې وو.
په افغانستان کې خوارځواکي هغه ناروغي ده چې میلیونونه ماشومان پرې اخته دي.
د افغان کرکټ د ملي لوبډلې وتلی لوبغاړی راشد خان وايي، "د کرکټ په لس کلن مزل کې يې د ابراهیم ځدران د تیرې ورځې لوبه تر ټولو په زړه پورې لوبه وه".
د کوردستان یا (پی کې کې ) د ګوند مشر له زندانه په یو پیغام کې له خپلو پلویانو د وسله وال مقاومت د پاي ته رسیدو غوښتنه کړې ده.
د کډوالو نړیوال سازمان (ای او ایم) وايي، د اقلیمي بدلون له کبله په تیر یو کال کې نژدې ۹ میلیونه افغانان اغیزمن شوي دي.
د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د هرات امنیتي ډیالوګ ۱۲مې دورې ناسته د سهشنبې په ورځ د فیبرورۍ په ۲۵مه پای ته ورسېده.
د هسپانیا پلازمېنه مادرید نن دوشنبه او سبا د فیبرورۍ ۲۵مه د هرات د امنیتي ډیالوګ د دولسمې دورې کوربه ده.
په امریکا کې د جمهوري غوښتونکو ګوند یو شمیر لوړپورو غړو د ډونالډ ټرمپ هغوو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنیسکي يې له "ټاکنو پرته دیکتاتور" بللی و.
نور راوښيه