د ملګرو ملتونو کارپوهان وایي د هرات په وروستیو مظاهرو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او څه دپاسه ۲۰ کسه نور ټپیان دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو د هرات د لاریونوالو پر وړاندې له حده زیات زور کارولی او د دغه زور زیاتي په پایله کې د یوه هلک په شمول لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او تر شلو زیات نور ټپیان دي.
په دې اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي (جوزا) په ۲۱مه ناوخته خپره شوې د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو له لوري د ښځو نیول او له معترضینو سره زور زیاتی غندلی دی.
دوی له طالبانو غوښتي چې د لاریونوالو پر وړاندې د زور کارونې په اړه ژر تر ژره، اغېزمن، خپلواک، بې پرې او شفاف تحقیقات ترسره کړي.
تر دې مخکې په هرات کې د طالبانود حکومت د پولیسو ویاند سید مسعود حسیني له فرانسې خبري اژانس (AFP) سره په خبرو کې د هرات د لاریونونو پر مهال د هر ډول وسلې کارول رد کړي وو او معترضین یې تورن کړي وو چې د «عامه نظم د ګډوډولو» هڅه یې کوله.
خو د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې د بشري حقونود څارسازمان، یوناما او ځینو نورو بنسټونو په خپلو اعلامیو کې ویلي چې طالبانو د سېشنبې په ورځ هرات کې د مظاهرو پر مهال د معترضینو پر لور ډزې کړې دي.
په هرات ولایت کې له لاریون کوونکو سره د طالبانو له تاواتریخوالي ډک چلند پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د بشري حقونو سازمان پرون پنجشنبې په یوه اعلامیه کې وویل چې طالبانو د لاریون کوونکو پر وړاندې له زوره کار اخیستی او پر هغوي يې ډزې کړي دي.
د دغه سازمان په ټکو، طالبانو یوشمیر لاریون وال هم نیولي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستنیدویه ماموریت یوناما د چهارشنبې په ورځ د هرات ولایت په جبرییل سیمه کې د طالب وسله والو په ډزو کې د یو ماشوم وژل کیدل او د څو نورو کسانو وهل او ډبول تایید کړي وو.
د هرات په جبرییل سیمه کې د تیرې سه شنبې په ورځ د طالبان د حکومت د امرباالعمروف او نهی المنکر وزارت کارکوونکو له خوا د "ناسم" حجاب په تور د ښځو د نیولو په غبرګون کې خلک سړکونو ته راوتي وو چې دغه لاریون په تاواتریخوالی وواښت.