په هرات کې نننۍ مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتي
په هرات کې نن یو شمېر فعالانو او ښځو مظاهرې کړي چې د طالبانو له زورزیاتي سره مخ شوي. په ویډیوګانو کې ښکاري چې طالب عسکر پر خلکو ډزې کوي. د ځینو خلکو د مرګژوبلې راپورونه هم خپاره شوي. د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ په ظاهراً سوله ییزو مظاهره چیانو زورزیاتی د اندېښنې وړ بللی او له چارواکو یې د ځواب غوښتنه کړې.