یوه اسراییلي چارواکي پر ایران د بریدونو د پای خبر ورکړی.
د ۱۲ په نوم یوې اسراییلي ټلویزیونې شبکې د لوړپوړو اسراییلي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې اسراییلو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غوښتنه پر ایران بریدونه درولي دي.
خو وړاندې د دغه چارواکي په حواله راغلي چې نن دوشنبې د لبنان پر جنوبي سیمو د اسراییلو بریدون لاهم روان دي.
اسراییلو خبرداری ورکړی چې پر لبنان به بریدونه تر راتلونکو ورځو نورو هم شدید شي.
بل پلو، په ایران کې د خاتم الانبیا پوځي مرکز هم پر ایران د اسراییلو د بریدونو د دریدو خبر تایید کړی دی.
خو دغه پوځي مرکز خبرداری ورکړی که چیرته پر لبنان په ځانګړي توګه د لبنان پر جنوب د اسراییلو بریدونه دوام ومومي ایران به د مخکینیو بریدونو پرتله لا ډېر سخت او ځواکمن ځواب ورکړي.
د ایران او اسراییلو ترمنځ د بریدونو د دریدو خبر په داسې حال کې خپریږي چې نن سهار د اسراییلو دفاع وزارت ویلي و چې دغه بریدونه به څو ورځې دوام وکړي.
د دغه وزارت ویاند وویل،"لسګونو جنګي جټ الوتکو" نن سهار په بریدونو کې په ایران کې د هوايي مدافعې سیسټمونه په نښه کړي.
د هغه په ټکو، ایران په وروستیو کې توانېدلی چې د خپلې هوايي دفاعي وړتیا یوه برخه چې د ۴۰ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې زیانمنه شوې وه، بیرته "ورغوي".
د نوموړي په خبره د اسراییل په دغو تازه بریدونو کې د هوایي دفاع دغه سیسټمونه له منځه وړل شوي.
تر اوسه ایراني چارواکو د اسرائیل د دغو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
له دې سربیره اسراییلو ویلي چې په ماه شهر کې يې د ایران پر پیټرو کیمیاوي تاسیساتو برید کې څو هدفونه په نښه کړي دي.
د اسرایيلو دفاع وزارت او د ایران دولتي رسنیو دوړاو د دغو بریدونو پخلی کړی.
پرون ماښام ایران پر اسراییلو د توغندیو د برید اعلان وکړ.
له بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکسیوس له خبریال سره په یوه تلیفوني مرکه کې وویل چې "زه همدا اوس بنیامین نتانیاهو ته زنګ وهم او ورته وایم چې غچ وانخلي. دواړو خواوو خپل کار کړی دی. اسراییل خپل برید کړی او ایران خپله حمله کړې. د بل برید اړتیا نشته."
ډونالډ ټرمپ په مرکه کې زیاته کړې وه چې "د ایران بریدونو هیچا ته زیان نه دی رسولی."
ټرمپ زیاته کړې وه چې "موږ له ایران سره وروستۍ معاملې ته ډیر نږدې یو. دا به یوه ښه معامله وي. زه نه غواړم چې دا بهیر د هغه څه له امله چې اوس پیښیږي له منځه لاړ شي."
دا پیښه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې اسراییلي پوځ د بیروت په سویل کې د ضاحیه سیمه په نښه کړه، او ایران ګواښ وکړ چې د برید ځواب به ورکړي.