د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۵۳

ګوتریش: په افغانستان کې د تیرکال پرتله ۵۷سلنه امنیتي پېښه زیاتې شوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتویو ګوتریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتویو ګوتریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتیریش وايي، د روان کال د فبرورۍ له لومړۍ نیټه د اپریل تر۳۰مې په افغاستان کې څه باندې ۳۶۰۰ امنیتي پېښې ثبت شوي دي.

ګوتېریش تیره شپه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپل راپور کې وویل، دغه شمیرې د تیرکال پرتله په امنیتي پېښو کې ۵۷سلنه زیاتوالی ښيي.

دغه راپور چې د روان کال د تیرې مې میاشت په ۲۲مه بشپړ شوی له فبرورۍ څخه تر اپریل میاشتې د افغانستان وضعیت ارزوي.

د راپور په ټکو، په دغو دریو میاشتو کې د طالبانو وسله والو مخالفینو د ۱۸ بریدونو مسولیت منلی خو ملګري ملتونه يې ۱۶ پېښې تاییدوي.

طالبانو تل په افغانستان کې د بشپړ امنیت ادعا کړې ده.

د راپور له مخې، که څه هم په افغانستان کې د تیرکال پرتله امنیتي پېښې زیاتې شوي خو د طالبانو د حکومت لپاره يې کوم جدي ګواښ نه دی پېښ کړی.

په راپور کې ویل شوي چې داعش وسله واله ډله په افغانستان کې په پوځي او عملیاتي توګه فعاله ده، خو دغې ډلې په تیرو دریو میاشتو کې د هیڅ برید مسولیت نه دی منلی.

له دې مخکې د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د مسکو په ناسته کې ادعا کړې وه چې داعش ډله په کامله ټوګه په افغانستان کې له منځه تللې ده.

XS
SM
MD
LG