د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وايي،"ایران په پاکستان کې له امریکا سره په خبرواترو کې د ګډون یا نه ګډون په اړه لا وروستۍ پریکړه نه ده کړې ".
علت یې دا نه دی چې موږ پریکړه نه ده کړې، بلکې علت د امریکا په پیغامونو کې تناقض، ضد او نقض کړنې او د ایران لپاره د امریکا د نه منلو اقدامات دياسماعیل بقايي
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، اسماعیل بقايي د سه شنبې په ورځ د (غويي په لومړۍ نیټه) وویل،"علت یې دا نه دی چې موږ پریکړه نه ده کړې، بلکې علت د امریکا په پیغامونو کې تناقض، ضد او نقض کړنې او د ایران لپاره د امریکا د نه منلو اقدامات دي".
ایران له دې مخکې د خبرواترو په دویم پړاو کې د ګډون لپاره د "سمندري محاصرې پایته رسیدو" شرط اېښی و.
د امریکا سمندري ځواکونو دغه محاصره د حمل میاشتې له ۲۲مې راهیسې د ایران پر تیلو د صادارتو د بندولو په موخه پیل کړې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هیله مند دی چې له ایران سره "جوړجاړي" ته ورسیږي.
د ټرمپ په ټکو، که جوړجاړی ونشي د امریکا پوځ چمتو دی چې اقدام وکړي.
بل پلو، د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د امریکا او ایران ترمنځ خبرو اترو ته شدید امنیتي تدابیر نیول شوي.
پاکستان د یوه منځګړي په توګه له ایرانیانو سره په اړیکه کې دی او د ډپیلوماسۍ او خبرو اترو لپاره لارې چارې لټويعطاالله ټاړر
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله ټاړر ویلي،" اسلام اباد د ایران له لورې په خبرواترو کې د ګډون په موخه د رسمي ځواب په تمه دی".
هغه د سه شنبې په ماښام پر خپلې ایکس پاڼې ولیکل،" پاکستان د یوه منځګړي په توګه له ایرانیانو سره په اړیکه کې دی او د ډپیلوماسۍ او خبرو اترو لپاره لارې چارې لټوي".
د هغه په ټکو، "د دوه اونیز اوربند له پایته رسیدو مخکې د سولې په خبرو اترو کې د ایران د ګډون پریکړه ډیره مهمه ده".
ولسمشر ټرمپ د خیتځې امریکا چهارشنبې ماښام د اوربند د پایته رسیدو وخت ټاکلی دی.
هغه پرون سه شنبې وویل چې امریکا له ایران سره د اوربند د غځولو اراده نه لري.
واشنګټن بیا په پاکستان کې له ایران سره د خبرواترو د دویم پړاو د ترسره کیدو په اړه ډاډ ورکړی دی.
بل پلو، ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ پر خپلې سوشل پاڼې ټروټ کې په یو پیغام کې ایران د اوربند په نقض تورن کړ.
د هغه په ټکو، "ایران په ځلونو اوربند نقض کړی دی".
په عین حال کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول له ایرانه غوښتي چې له امریکا سره خبرواترو ته کېني.
هغه په لوکزامبورګ کې د اورپايي ټولنې له نورو وزیروانو سره په کتنه کې وویل،" ایران دې د واشنګټن سره دخبرو اترو په دویم پړاو کې ګډون وکړي".
د جرمني دغه لوړپوړي چارواکي د ایران له خوا د هرمز تنګي پر تړلو هم نیوکه وکړه.
هغه وویل،"موږ غواړو هرمز تنګی له ځنډ پرته د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاص شي".