د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۰

رویټرز: د ایران او امریکا خبرې به له پلان سره سمې ترسره شي

اټکل کېږي چې د امریکا او ایران خبرې د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې ترسره شي.

رویټرز خبري اژانس د یوې پاکستانۍ سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو په بهیر کې «مثبت پرمختګ» شوی او ټاکل شوې دا خبرې د چهارشنبې په ورځ د پلان له مخې ترسره شي.

د سرچینې په وینا، خبرې «په خپل مسیر کې روانې دي» او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کولای شي د

د هوکړې په صورت کې به ولسمشر ټرمپ د لاسلیک په مراسمو کې په حضوري یا مجازي ډول ګډون وکړي.


د ایران محتاط دریځ

په ورته وخت کې، یوه ایراني چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی، رویټرز ته ویلي چې تهران په خپلو خبرو کې د ګډون موضوع «په مثبت ډول» ارزوي، خو ټینګار یې کړی چې «تر اوسه کومه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې».

له بلې خوا، د پاکستان لپاره د ایران سفیر رضا امیري مقدم د سې‌شنبې په سهار په خپله خواله رسنۍ کې لیکلي: «د یو لوی تمدن خاوند هېواد تر ګواښ لاندې خبرې نه کوي.»

د وال ستریټ ژورنال د راپور له مخې، ایران سیمه‌ییزو منځګړو ته ویلي چې ښايي د سې‌شنبې په ورځ یو پلاوی پاکستان ته واستوي.

د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې خبرداری

له بلې خوا، د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي رئیس رافېل ګروسي خبرداری ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ هر ډول احتمالي هوکړه به د دې ادارې له ګډون پرته بریالۍ نه وي.

ګروسي له ټیلګراف ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي: «پرته له تایید او ارزونې، هېڅ هوکړه رښتینې نه ده، بلکې یوازې یوه ادعا یا ژمنه ده چې نه پوهېږئ عملي کېږي که نه.»

هغه زیاته کړه چې د اتومي انرژۍ نړیواله اداره د ایران ټول اتومي تاسیسات «ښه پېژني» او دا یوازینۍ اداره ده چې کولای شي په بشپړه بې‌طرفۍ څارنه تضمین کړي.

ګروسي همداراز اټکل کړی چې یوه احتمالي هوکړه کېدای شي د ایران د غني‌شویو یورانیم یوه برخه رقیقه شي او پاتې برخه یې یو درېیم هېواد ته ولېږدول شي.


This item is part of
XS
SM
MD
LG