د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۷

د افغانستان پر بازارونو د ایران د جګړې اغیز؛ د خوارکي او سون توکو بیې لوړې شوي

په ګاونډې ایران کې د جګړې له پیل راهیسې د افغانستان په بازارنونو کې د خوارکي توکو د بیو سربیره د تیلو او ګازو بیې لوړې شوي دي.

د هرات ولایت یوه اوسیدنکي وايي، " دا کوم وضعیت چې په ایران کې دی پر افغانستان يې ډیر اغیز کړی، د ګازو، ترکاري او د کور د اړتیا وړ نور توکو بیې ډیرې لوړې شوي دي".

د ټولو توکو بیې لوړې شوي، مثلا مخکې یو بل بوتل مربا۸۰ افغانۍ وه، خو اوس ۱۵۰ افغانۍ ده، یو کیلو ګاز مخکې ۶۰ افغانۍ وه، خو اوس ۷۵ افغانۍ دي، انديښمن یم چې خلک وږي پاتي نه شی
احمد فیضي

هغې چې د امنیتي ستونزه له کبله د نوم له ښودلو ډډه کوله ازادي راډيو ته وویل،"د هرات په ګډون د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې اقتصادي وضعیت ډیر خراب دی، اوس چې زموږ په ګاونډي ایران کې جګړه پیل شوي ډیر په تشویش کې یو، اول زه خپله د یوې ښځې په توګه ډیرې اقتصادي ستونزې لرم".

په پلازمینه کابل کې هم خلک انديښمن دي.

احمد فیضي چې کتاب پلورنکی دی شکایت لري چې په وروستیو څو ورځو کې په بازارنونو کې د توکو بیې لوړي شوي او نشي کولی چې د کور د اړتیا ور توکي واخلي.

"د ټولو توکو بیې لوړې شوي، مثلا مخکې یو بل بوتل مربا۸۰ افغانۍ وه، خو اوس ۱۵۰ افغانۍ ده، یو کیلو ګاز مخکې ۶۰ افغانۍ وه، خو اوس ۷۵ افغانۍ دي، انديښمن یم چې خلک وږي پاتي نه شی".

د افغانستان بازارنه تر ډیره له ایران، پاکستان او یو شمیر نورو هېوادونو څخه پر وارداتو متکي دي.

له پاکستان څخه د وارداتو په دریدو لا له وړاندې د افغانستان په بازارنونو کې د توکو بیې لوړې شوې، خو په ایران کې د جګړې په پیل سره دا بیې نورې هم لوړې شوي.

پر ایران د امریکا او اسراییلو له ګډو بریدونو وروسته افغان کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:43 0:00

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت وړاندې ویلي و، "له ایران سره د سږکال په لومړنو میاشتو کې د راکړې ورکړي ارزښت څه باندې یو میلیاردو شپږ سوه میلیونو ډالرو ته رسیده".

خیال د کابل په کوټې سنګي سیمه کې د خوارکي توکو دوکان لري، هغه وايي، په وروستیو څو ورځو کې د خوارکي توکو بیې لوړې شوي دي.

دوه درې ورځې وړاندې د غوړو د یوې قوطۍ بیه ۱۸۰۰ افغانۍ وه، خو اوس ۲۲۰۰ ته رسیدلې، د بورې بیه له ۲۴۰۰ څخه ۲۹۰۰ ته پورته شوې، د چای بیه له ۵۰۰ څخه ۶۰۰ته پورته شوې، بیو ډیر بدلون کړی
خیال

"دوه درې ورځې وړاندې د غوړو د یوې قوطۍ بیه ۱۸۰۰ افغانۍ وه، خو اوس ۲۲۰۰ ته رسیدلې، د بورې بیه له ۲۴۰۰ څخه ۲۹۰۰ ته پورته شوې، د چای بیه له ۵۰۰ څخه ۶۰۰ته پورته شوې، بیو ډیر بدلون کړی، د چرګانو د یوې هګۍ بیه له ۷ افغانیو ۹ افغانيو ته پورته شوې همدارنګه د نورو خوارکو توکو بیې ډیرې لوړې شوي دي".

د افغانستان د سوداګرۍ او سرمایه ګذارۍ د مدیره هیات غړی اذرخش حافظي وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي د افغانانو په ګټه نه دی.

هغه ازادي راډیو سره خبرو کې وویل،" ډیر خوارکي او سون توکي له ایرانه راځي، که په دغو وارداتو کې هر ډول ځنډ رامنځته نو معلومه ده چې پر بازار به اغیز کوي، ځکه عرضه به کمیږي او تقاضا به زیاته وي، بل پلو، یوازې د بیو د پورته تلو خبره نه ده، زما تشویش دا دی چې قحطي رانشي".

بل پلو، ایراني رسنیو راپورونه ورکړي چې تر امر ثاني له ایرانه هر ډول خوارکي او د زراعتي توکو صادرات بند دي.

د دغو راپورونو له مخې، دا پریکړه د ایراني وګړو د اړتیا وړ خوارکو توکو د لاسرسي په موخه شوې ده.

په عین حال کې د ایران سپاه پاسدارنو له هرمز تنګي د هر ډول سون توکو او باربري کښتو د تیریدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دغو ځواکونو ویلي، "له هرمز تنګي هیڅ کښتۍ د تیریدو اجازه نه لري او که چا دې خبرداري ته پام ونه کړی بریدونه به پرې وکړو".

د سه شنبې په ورځ د نړۍ په بازارنونو کې د تیلو د یوې بوشکې بیه ۸۲ ډالره وه، چې له جګړې مخکې دا بیه ۷۲ډالره وه.

بل پلو، د اروپا په بازارنونو کې د ګازو په بیو کې پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG