اروپايي ټولنه د افغان کډوال د اخراج په اړه د "تخنیکي خبرو اترو" په موخه د طالبانو د یوه پلاوي د کوربتوب لپاره چمتووالی نیسي.
که څه هم د اروپا په لویه وچه کې د ۲۷هېوادونو له ډلې هیڅ یو هېواد يې هم د طالبانو حکومت په رسیمت نه پیژنې، خو تمه ده چې ډیر ژر د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په مشري د یوه پلاوي کوربتوب وکړي.
د راپورونو له مخې، دغه پلاوی به د جون په ۲۲مه یا ۲۳ بروکسل ته ورسیږي.
اروپايي ټولنه وايي، دغه پلاوي سره افغانستان ته د مجرمو او بې اسنادو افغان کډوالو د اخراج په اړه خبرې کوي.
خو اروپا ته د دغه طالب پلاوي راتګ د بشري او د ښځو د حقونو د فعالانو پراخې اندېښنې او غوسه راپارولې ده.
د اروپايي کمیسیون یو ویاند وايي، "له طالبانو سره خبرې اترې د رسیمت پیژندلو په مانا نه دي".
د طالبانو پلاوی به په بروکسل د اروپايي کمیسیون او د غړو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره وګوري.
د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، بروکسل ته د طالب پلاوي سفر د روان کال په جنورۍ کې هغه مهال پلان شو چې د اروپايي کمیسیون یو شمیر چارواکي کابل ته تللي وو.
له دې سفر وروسته یو شمیر اروپايي لوړپوړو چارواکو ویلي وو چې د افغان کډوالو د ستنیدو لپاره باید له طالب چارواکو سره تخنیکي خبرې اترې وشي.
که څه هم پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې اروپايي هېوادونو افغانستان د کډوالو د اخراج لړۍ درولې وه، خو په وروستیو څو کلونو کې د جرمني په ګډون ډير شمیر اروپايي هېوادونو د دوی په ټکو مجرم افغانان بیرته افغانستان ته اخراج کړي دي.
د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې د معلومات له مخې، جرمني، بلجیم، سویډن او اتریش هغه هېوادونه دي چې یو شمیر افغان کډوال يې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته اخراج کړل.
د ځینو راپورونو له مخې، اروپایي هېوادونه له طالب چارواکو سره د څه باندې شل زرو هغو افغانانو د اخراج پر لارو چارو خبرې کوي چې جرمي دوسیې لري یا یې په کوربه هېوادونو کې د پنا غوښتنلیکونه رد شوي دي.