بې‌وزلي او خوارځواکي؛ میلیونونه افغان ماشومان کافي او مغذي خوړو ته لاسرسی نه‌لري

ارشیف، د افغانستان په کندهار ولایت کې یوه بې‌وزله کورنۍ چې یوازې په وچې ډوډۍ او چای خپل شپې او ورځې تېروي.

په داسې حال کې چې نړیوال سازمانونه په افغانستان کې د ماشومانو ترمنځ د پراخې خوارځواکۍ څخه خبرداری ورکوي، کورنۍ وايي د اقتصادي کمزورتیا له امله خپلو کوچنیانو ته د اړتیا وړ مناسب خواړه نه‌شي برابرولی.

د لغمان ولایت یوه ۲۴ کلنه اوسېدونکې او د ۶ ماشومانو مور وايي چې د حسینې په نوم یوه دوه‌نیم کلنه لور یې په شدیدې خوارځواکۍ اخته شوې ده.

دې ښځې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې په راپور کې خپور شي په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته وویل چې مېړه‌یې د خښتو بټۍ کې کار کوي او دومره پیسې نه‌شي ګټلی چې خپلې لور ته د ډاکترانو له سپارښتنې سره سم خواړه برابر کړي.

هغه وايي خپله هم دومره شیدې نه‌لري چې لور ته‌یې ورکړي: "ډېر وخت کېږي چې مریضه هم ده، خوارځواکې ده، ډاکتر ته مو وړې وه، وس نه‌لرو غریبي ده، څه نه‌شته چې وی دا خو به دومره نه‌وی په عذاب، شیدې هم اوس نه‌خوري، شیدې هم نه‌ورکوو چې وي خلک خوراک وکړي چې نه‌وي څه به ورکړو؟"

یوازې دوه‌نیم کلنه حسینه نه‌ده چې له خوارځواکۍ کړېږي، ملګري ملتونه وايي افغانستان کې په میلیونونو ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

ارشیف، د بدخشان په یوه روغتیايي مرکز کې په خوارځواکۍ اخته یو ماشوم

د کابل په دشت برچي سیمه کې یوه بله مور چې په دې وروستیو کې له ایرانه راستنه شوې، وايي چې د هغې یو نیم کلن ماشوم هم خوارځواکۍ سره مخ دی: "ماشوم مې په خوارځواکۍ اخته دی، ایران ته تللي و، زموږ وضعیت ښه و، ماشوم مې هم ښه و، خو د جګړو له امله بېرته افغانستان ته راستانه شوو، دلته مې ماشوم پر خوارځواکۍ اخته شو، فعلاً چې ژمی راروان دی، حیرانه یم چې څه وکړم، له کله چې له ایرانه راغلي یو هېڅ بنسټ راسره مرسته نه‌ده کړې."

نړیوالې مرستندویه مؤسسې او روغتیايي رضاکاران د ماشومانو خوارځواکۍ ته اندېښمن دي.

ننګرهار ولایت کې یو روغتیايي رضا کار الفت‌الله محب‌زی وايي هره میاشت په خپله سیمه او څو ورڅېرمه ولسواليو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو څارنه کوي.

ښاغلی محب‌زی فقر او بې‌وزلي د خوارځواکۍ یو اساسي لامل ګڼي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "په ډېرو کورنیو کې د عاید سرچینې نه‌شته، یا یې عاید دومره کم دی چې د ورځنیو اړتیاوو لپاره بسنه نه‌کوي، له همدې امله ځینې کورنۍ نه‌شي کولای خپلو ماشومانو ته کافي او مغذي خواړه برابر کړي."

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) تازه په خپله اېکس‌پاڼه ولیکل چې په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ کړېږي او ۱.۶۵ میلیونه نور د خوارځواکۍ په وخیم حالت کې دي.

یونیسف زیاتوي چې په ۲۰۲۷ کال کې به په افغانستان کې څه د پاسه ۴ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له امله درملنې ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي اقلیمي بدلون په افغانستان کې وچکالي او د خوړو نا امني رامنځته کړې.

په عین حال کې، متخصص ډاکتران وايي خوارځواکي د افغانستان په څېر مخ پر ودې هېوادونو کې یوه عامه ناروغي ده چې د خوړو د کموالي، خپله ماشوم کې د ناروغۍ له کبله او د چاپېریال د عواملو څخه رامنځته کېږي.

د کابل د طبي پوهنتون پخوانی استاد ډاکتر احمدالدین معارج وايي کله چې ماشوم د هضمي جهاز یا په بله اړوند ناروغۍ اخته وي، یا والدین نه‌پوهېږي چې ماشوم ته په کوم عمر کې کوم خواړه ورکړي دا هم د خوارځواکۍ سبب کېږي.

ډاکتر معارج چې د کوچنیانو متخصص دی وايي د خوارځواکۍ بارزه نښه دا ده چې ماشوم وزن نه‌اخلي یا پړسېږي، بې‌اشتها وي او بدن‌یې خوله کوي.

ډاکتر معارج وايي په ارزان بیه خوړو هم د خوارځواکۍ علاج کېدای شي: "علاج‌یې ساده دی، ماشوم ته انرژي او پروتین ورکول کېږي. انرژي کېدای شي له هر ډول خوړو نه حاصله شي، له خوږو خوړو نه، له غوړو خوړو نه، له پروتیني خوړو نه لکه غوښه، لوبیا، نخود، هګۍ، شیدې، مستې. غوره لار دا ده چې نباتي پروتین لرونکي مواد لکه لوبیا، دال، نخود او باقلي ټول سره ګډ او مېچن شي، په اوبو کې پاخه او په مناسبه اندازه غوړي په‌کې واچول شي او ماشوم ته ورکړل شي."

ارشیف، د هرات ولایت په یوه روغتون کې په خوارځواکۍ اخته بستري ماشومان

ډاکتر معارج زیاتوي چې د یوې مور دوو ماشومانو ترمنځ د سن توپیر باید لږترلږه له ۳ تر ۵ کلونو پورې وي، پۍ په پۍ یا شیر په شیر ماشومان راوړل د میندو او ماشومانو د خوارځواکۍ سبب کېږي.

ډاکتر معارج زیاتوي چې د دوو ماشومانو ترمنځ د سن توپیر باید لږترلږه له ۳ تر ۵ کلونو پورې وي، پۍ په پۍ یا شیر په شیر ماشومان راوړل د میندو او ماشومانو د خوارځواکۍ سبب کېږي.

هغه وايي ماشوم ته باید تر ۶ میاشتو پورې د مور شیدې ورکړل شي او وروسته باید د روغتیاپالانو په مشوره ورته پروتین، نشایسته او غوړ لرونکي خواړه او په وخت واکسین ورکړل شي او د خوارځواکۍ په مخنیوي کې د کورنۍ اقتصادي وضعیت ډېر مهم رول لري.

په داسې حال کې چې ډاکتران ماشومانو ته په مناسب عمر کې د مناسبې غذا ورکولو سپارښتنه کوي، لکه څنګه چې په لغمان او کابل کې ددو میندو وویل، داسې ډېرې کورنۍ شته چې د بې‌وزلۍ او د ژوندانه د سختو شرایطو له امله د خپلو ماشومانو سمه پالنه نه‌شي کولای.

افغانستان کې د یونېسف دفتر ویلي، زیانګالو کورنیو سره نقدي مرستې کوي ترڅو مغذي خواړه او نور اړین مواد واخلي او روغتیايي خدمتونو ته بهتر لاسرسی ولري.