د افغانستان د شمالي ولایت بلخ یوه اوسېدونکې، آغلې رحیمه، چې ۴۰ کاله عمر لري او کونډه ده، له خپلو درېیو اولادونو سره د مزارشریف ښار په یوه څنډه کې ژوند کوي. په خبره یې، مشر اولاد یې ۱۳ کلن او کشره لور یې اته کلنه ده او داسې ژوند لري، چې د هغې په وینا، کلهناکله د ورځې د وچې ډوډۍ برابرول هم ورته ستونزمن وي؛ ازادۍ راډیو ته یې زیاته کړه: «درې اولادونه مې دي، دوه کلونه وشول چې ښه خوراک یې نهدی کړی، غوښه خو یې بېخي نهده خوړلې، کلونه کېږي، چې زموږ په کور کې ښه خوراک نهدی پوخ شوی.»
د یوې مور لپاره ښايي تر دې بله سخته شېبه نه وي، چې ماشوم یې د خوړو غوښتنه ترې وکړي، خو له هغې سره هېڅ هم نه وي. اغلې رحیمې ازادۍ راډیو ته زیاته کړه: «د کېناستو لپاره ځای نهلرو، د خوراک لپاره ډوډۍ نهلرو، درې اولادونه مې دي . . . نه په اختر کې جامې لري او نه په برات کې خوښي، ان وچه ډوډۍ ورته په مړه گېډه نه رسېږي.»
د رحیمې خاوند د تېر جمهوري نظام په وروستیو کې د مزارشریف د سقوط پر مهال په جگړه کې ووژل شو او د رحیمې په خبره، تر هغې وروسته یې د کورنۍ د عاید اصلي سرچینه هم له منځه ولاړه. هغه وايي، دوه زامن یې د کتابونو پر ځای بوجۍ په لاس د کوڅو او سړکونو پر غاړو گرځي، پلاستیکي بوتلونه، اوسپنې او نور کباړ راټولوي، پلوري یې او په ترلاسه شویو پیسو سپوره ډوډۍ اخلي.
«ایله همدومره کوو چې ډېره په سختۍ یو کیلو الوگان او رومیان واخلو او وچه ډوډۍ همدومره کېږي. په الله یقین وکړئ چې دوه کاله کېږي موږ غوښه نهده خوړلې.»اغلې رحیمه بیوزله مور
رحیمه وايي، همدا د دوی د ژوند یوه مهمه وسیله گرځېدلې ده؛ هغه زیاتوي: «ایله همدومره کوو چې ډېره په سختۍ یو کیلو الوگان او رومیان واخلو او وچه ډوډۍ همدومره کېږي. په الله یقین وکړئ چې دوه کاله کېږي موږ غوښه نهده خوړلې.»
هغه وايي، کله یې چې خاوند ژوندی و، شتمن ژوند یې نه درلود، خو لږ تر لږه د ورځې ډوډۍ یې لرله او ماشومان یې د راتلونکي په اړه له داسې اندېښنو سره نه وو مخ.
د هغې په خبره، اوس یې هره ورځ په دغه فکر پیلېږي، چې ماشومانو ته به خواړه له کومه کوي.
دا کیسه یواځې د کونډې رحیمې د کورنۍ له ستونزو ډک حالت نه بیانوي؛ د ملگرو ملتونو په گډون بېلابېلو ادارو په افغانستان کې د سختې بېوزلۍ او بېکارۍ راپورونه ورکړي دي او دغه حالت د رحیمې په څېر نور ډېر افغانان له ستونزو سره مخ کړي دي.
د ملگرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» ویلي دي، چې په روان ۲۰۲۶ز کال کې شاوخوا ۲۱ اعشاریه ۹ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړمن دي. دغه راز د طالبانو له لوري د ښځو پر کار پراخ محدودیتونه هم د دې لامل شوي دي، چې په ځانگړي ډول هغه مېرمنې چې د خپلو کورنیو سرپرستانې دي، تر نورو ډېرې اغېزمنې شي.
د اقتصادي فشار دغه لوی تصویر د رحیمې په کور کې په ډېر ساده او دردناک ډول لیدل کېږي؛ په داسې دسترخوان کې چې د هغې په خبره، دوه کاله کېږي غوښه پرې نهده اېښودل شوې.
هغه وايي، آن د یو کیلو وریژو اخیستل ورته ډېر کله ناشوني وي. رحیمه خپل کور هم نهلري او له خپلو درېیو ماشومانو سره د بل چا د کور په حوېلي کې اوسېږي؛ خو وايي، د کور خاوندانو ورته ویلي دي، چې نور باید له کوره ووځي.
هغې وویل: «کور نهلرو، ژوند مو ډېر سخت دی، د یو چا په حوېلي کې اوسېږو، خو اوس اوس هغوی هم ځواب راکړی چې باید له دې ځایه ووځو.»
د سرپناه تر څنگ، د ماشومانو زدهکړې هم د دې کورنۍ د اقتصادي وضعیت قرباني شوې دي. رحیمه وايي، د قرطاسیې، قلم او کتاب د اخیستلو وس نهلري، له همدې امله یې ماشومان له زدهکړو پاتې دي؛ هغې وړاندې وویل: «اولادونه مې له ښوونځیو پاتې دي، نه یې د قرطاسیې وس لرم او نه یې د استولو توان لرم، دوی ایله همدومره کولای شي چې یوه نیمه روپۍ پیدا کړي، ځکه ژوند مې ډېر سخت دی، ان کله کله خو داسې شپه کېږي چې لټ په لټ اوړي، وايي وږي یو، خو زه ما سره د خوراک هېڅ شی هم نه وي.»
په افغانستان کې د بېوزلۍ یوه بله اغېزه دا ده، چې په ځینو بېوزلو کورنیو کې ماشومان د زدهکړو پر ځای کار ته اړ کېږي، چې د کورنۍ په عاید کې برخه واخلي.
د رحیمې د دوو زامنو لپاره هم د ښوونځي او کار تر منځ انتخاب د دوی په لاس کې نهدی؛ د کور اقتصادي وضعیت هغوی د کباړ راټولولو ته اړ کړي دي.
خو د شپې د خاموشۍ په راتلو سره هم د رحیمې لپاره د ورځې رنځ پای ته نه رسېږي؛ هغه وايي، تر ټولو سخته شېبه هغه ده چې ماشومان یې وږي شي او د خوړو غوښتنه ترې وکړي. که څه هم د هغې په خبره، پهخپله هم ناروغه ده، خو له دې هر څه سره سره که ورته کار پیدا شي، غواړي کار وکړي او د ماشومانو لگښت پرې برابر کړي.
هغې د خپلو خبرو په پای کې یواځې یوه لنډه جمله وویله: «الله دې مرسته وکړي!»
دا دعا د یوې کونډې مور هغه وروستی پناهځای دی، چې خپلې ټولې هیلې ورپسې تړي، د خپلو درېیو ماشومانو د لوږې ختمېدل، د بېکورۍ، ناروغۍ او له زدهکړو د هغوی د پاتې کېدو له رنځه د خلاصون هیلې.