د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر ښځې وایي، چې د تېر په پرتله یې ژوند څو برابره نور هم ستونزمن شوی دی او د اقتصادي کړکېچ دروند بار پر اوږو وړي. د کونړ ولایت یوې اوسېدونکې ازادۍ راډیو ته وویل، چې تر دې وړاندې یې د ښځو چارو ریاست کې رسمي دنده درلوده، خو د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته بېکاره ده او اوس ډېر کله دې ته اړه کېږي، چې د خپلې کورنۍ د اقتصاد د پرمخ وړلو لپاره د کلي په کروندو کې کار وکړي.
دې، چې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادۍ راډیو ته وویل: «ما چې مخکې دنده درلوده، ښه په راحته مې د خپلې کورنۍ نفقه برابروله، خو اوس چې مې دنده له لاسه ورکړې، په ډېرې سختۍ چې کله کار وي او کله نه، د خپلې کورنۍ نفقه برابروم، مخکې مو ډېر درانه کارونه نهکول او د خپلو دندو له لارې مو ژوند پر مخ ووړ، خو اوس شاقه کارونه لکه د نورو په پټیو کې کار کوو.»
دا وایي، چې د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې تر لېسانس کچې زدهکړې لري او ډېر کلونه یې د ښځو اړوند حقوقي برخو کې کار کړی دی. ځینې ښځې بیا وایي، سره له دې چې د خپلۍ کورنۍ یواځېنۍ سرپرستانې دي، ډېر کله یې د ژوند د اړتیاوو پوره کول د مرستندویه موسسو په مرستو او له خلکو په پور پورې تړلي وي.
نه چا مرسته کړې او نه مو څه تر لاسه کړي، د خدای هیلي ته پراته یود ننګرهار ولایت اوسېدونکې مڼکۍ
د ننګرهار ولایت یوه اوسېدونکې مڼکۍ، چې د خپلې ۱۵ کسیزې کورنۍ سرپرسته ده، ازادي راډیو ته وايي: «نه چا مرسته کړې او نه مو څه تر لاسه کړي، د خدای هیلي ته پراته یو، ماشومان مو هم ناروغان دي، پخوا مې درې غواګانې وې، یوه یې ورکه شوه او د دوو به مې شیدې خرڅولې او خپل کور به مې چلوو، خو دا درې ورځې کېږي چې خواړه مو نهدي پاخه کړي، ځکه د هېڅ څه پیسې راسره نهشته.»
د بدخشان ولایت اوسېدونکې انګېزه بیا وایي، چې وړاندې یې له یوې بهرنۍ موسسې سره کار کاوه، خو په خبره یې د طالبانو له خوا یې پر کار تر بندیز وروسته په فیض اباد کې د ښځو لپاره یو کوچنی رستورانټ جوړ کړی و.
دا وایي، ځایي طالبانو په دغه رستورانټ کې هم د ښځو پر راټولېدنې او ډېر تګ راتګ څارنې او پوښتنې ګروېږنې کولې، چې یوه میاشت وروسته یې دغه کار او بار هم سقوط شو او اوس په کور ناسته ده.
دې وړاندې ازادۍ راډیو ته زیاته کړه: «چا چې ادارو او بهرنیو موسسو سره هم کار کاوه، طالبانو یې پر کار بندیز ولګاوه، خو هغوی چې د خپلې کورنۍ سرپرستانې دي، مجبورې دي چې سخت کارونه، لکه د خلکو کور کې جامې مینځل وکړي، ډېر سخت او د خپګان وړ حالت دی، زموږ غوښتنه دا ده چې ښځې بېرته د پخوا په شان دندو ته پرېښودل شي چې حد اقل د خپلو کورنیو لګښتونه تامین کړي.»
دا ښځې وایي، چې نه یواځې دا چې د نفقې او ورځنیو خوراکي توکو پیدا کول ورته سخت شوي دي، بلکې دغه حالت د دې سبب شوی دی چې د ناروغیو پر مهال خپله درملنه او د درملو اخیستل هم وځنډوي.
هڅه مو وکړه، چې د دې ښځو د غوښتنو او شکایتونو اړوند د طالبانو د حکومت نظر ولرو، خو ویاند یې ذبیحالله مجاهد د راپور تر خپرېدو د ازادۍ راډیو پوښتنې ځواب نهکړې.
د یادونې ده چې طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته په تېرو پینځو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته د زدهکړې تر څنګ په ډېرو دولتي او غیر دولتي ادارو او موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.
که څه هم افغان ښځې د بېلابېلو حکومتونو پر مهال له ورته شرایطو او کړاوونو سره مخ وې، خو په وروستیو کې د طالبانو د حکومت له خوا لګول شویو محدودیتونو یې دا ستونزې نورې هم سختې کړې دي.
دوی له مرستندویو ادارو او اړوندو بنسټونو غواړي، چې له بېوزلو او په ځانګړي ډول له هغو کورنیو سره، چې ښځې یې سرپرستې دي، د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او د عاید د دوامدارو سرچینو برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.
د نړۍوالو ادارو وروستۍ شمېرې ښيي، چې په افغانستان کې د ښځو پر کار او زدهکړو محدودیتونه یواځې د هغوی د حقونو موضوع نهده، بلکې د کورنیو د عاید، د ښځینه سرپرستو د اقتصادي بقا او د هېواد د راتلونکي بشري ځواک بحران هم دی.
د نړۍوال بانک د ۲۰۲۵ز کال د راپور له مخې تر یاد کال پورې د افغانستان له ۱۵ کلونو پورته ښځینه نفوس یواځې ۵.۱ سلنه د کار ځواک برخه و.
دغه ډول د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (یوانومېن/UN Women) په ۲۰۲۵ز کال کې په یوه راپور کې ویلي وو، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ۷۸ سلنه افغان ښځې، چې ډېری یې ځوانې دي، له کار، مسلکي روزنې او او لوړو زدهکړو بېبرخې شوې دي، چې په ټکو یې دغه شمېر د نارینهوو په پرتله څلور برابره ډېر دی.