ایران کې د تعلیمي کال پیل؛ زرګونه افغان ماشومان له ښوونځي پاتې دي

ارشیف، ایران کې یو شمېر افغان زده‌کوونکي

په ایران کې د نوي ښوونیز کال د پیلېدو په درشل کې، یو شمېر افغانې کډوالې کورنۍ په ښوونځیو کې د خپلو ماشومانو د نوم‌لیکنې په اړه اندېښمنې دي.

ځینې دغه کورنۍ وايي، د استوګنې په اسنادو کې ستونزو او اداري بهیرونو په ښوونځیو کې د دوی د ماشومانو نوم‌لیکنه له ستونزو سره مخ کړې او وېره لري چې اولادونه به‌یې سږ کال هم له زده‌کړو پاتې شي.

د درېیو ماشومانو مور، نسرین چې د ایران په تهران کې اوسېږي، وايي د ښوونځیو د پیلېدو په درشل کې د نوي ښوونیز کال لپاره د چمتووالي او د درسي توکو د پېرلو پر ځای یې ورځې په اندېښنو او د ښوونځي او ادارو ترمنځ په تګ راتګ تېرېږي.

هغه وايي، څو ځله‌یې ښوونځي ته مراجعه کړې، خو د اسنادو د نه‌بشپړېدو له امله تر اوسه نه‌ده توانېدلې چې خپل ماشومان په ښوونځي کې شامل کړي.

دا وايي: "د میزان په لومړۍ نېټه په ایران کې ښوونیز کال پیلېږي. ما سږ کال هم ډېره هڅه وکړه او څو ځله ښوونځي ته ولاړم، خو له بده مرغه د ښوونځي مدیر وايي چې هولوګرام لرونکې پاڼه راوړئ، دا یو ډول معرفي‌لیک دی. تر اوسه نه‌یم توانېدلې چې سږ کال خپل درې ماشومان په ښوونځي کې شامل کړم او ډاډه شم چې سږ کال به ښوونځي ته ځي. له همدې اندېښنو سره ژوند کوو. پرون هم د افغانستان سفارت ته چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، تللې وم. ویل کېدل چې هلته پېژندپاڼه ورکوي. که څه هم تېر کال ښوونځي دا ډول معرفي‌لیک نه‌و منلی، خو بیا هم ورغلم چې ترلاسه‌یې کړم، کېدای شي دا ځل نتیجه ورکړي."

خو د ځینو کورنیو دا اندېښنه نوې نه‌ده.

ارشیف، د ایران په یزد کې د افغان کډوالو یو تړل شوی ښوونځی

د ایران په اصفهان کې یوه بله مېشته افغانه کډواله، بنفشه احمدي، وايي له پنځو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې اوسېږي، خو ۱۴ کلنه لور یې تېر کال د استوګنې د اسنادو د نه‌لرلو له امله له ښوونځي پاتې شوه.

د هغې په خبره، لور یې سږ کال هم دغه اسناد نه‌لري او تر اوسه‌یې په ښوونځي کې نوم‌لیکنه نه‌ده شوې: "ایران ته راغلې یم، خو دلته ژوند راته ډېر سخت شوی دی. زما ۱۴ کلنه لور تېر کال د استوګنې د اسنادو د نه‌لرلو له امله له ښوونځي پاتې شوه او سږ کال هم چې لا دغه اسناد نه‌لري، نوم‌لیکنه‌یې نه‌ده شوې. مشر زوی مې چې ۱۶ کلن دی، له ښوونځي زړه‌توری شوی دی. وايي په ښوونځي کې د افغانانو په اړه نامناسب الفاظ کارول کېږي. دوه کاله کېږي چې بېخي ښوونځي ته نه‌دی تللی."

د دغه هېواد په کرمان کې مېشتې یوې بلې افغانې کډوالې مېرمنې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې په راپور کې خپور شي، د خپلو درېیو ماشومانو په ښوونځي کې د نوم‌لیکنې لپاره د ناکامو هڅو په اړه وویل: "غوښتل مې خپلې دوه لوڼې له ښوونځي مخکې د چمتووالي په ټولګي او زوی مې د ښوونځي په لومړي ټولګي کې شامل کړم، خو موږ دلته اسناد نه‌لرو. ډېر سرګردانه شوم او ډېرې هڅې مې وکړې چې هغوی په دولتي ښوونځي کې شامل کړم، خو ومې لیدل چې امکان نه‌لري. همداسې له زده‌کړو پاتې شول."

په ښوونځیو کې د افغان کډوالو د ماشومانو د نوم‌لیکنې بهیر نور هم پېچلی شوی دی.

د دغو میندو کیسې د هغو کورنیو د اندېښنو یو پراخ انځور وړاندې کوي چې په ایران کې د نوي ښوونیز کال پیل ورته د زده‌کړو د یوه نوي پړاو د پیلېدو پر ځای، د اسنادو او اداري بهیرونو په اړه له پوښتنو او ستونزو سره تړلی دی.

په ایران کې نوی ښوونیز کال د ۱۴۰۵ کال د میزان په لومړۍ چې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر له ۲۳مې سره برابره ده، پیلېږي.

په ایران کې د ۱۴۰۴ کال د حمل له لومړۍ نېټې د استوګنې په مقرراتو کې له بدلون او د سرشمېرنې د پاڼو له بې‌اعتباره کېدو وروسته، یو شمېر افغانې کورنۍ وايي چې په ښوونځیو کې یې د ماشومانو د نوم‌لیکنې بهیر نور هم پېچلی شوی دی.

د سږ کال د لارښود له مخې، هغه بهرني زده‌کوونکي چې د استوګنې معتبر اسناد لري، په ایراني دولتي ښوونځیو کې د نوم‌لیکنې لپاره باید د بهرنیو اتباعو او کډوالو له اړوندو ادارو معتبر معرفي‌لیک ولري.

ارشیف، وروسته له هغې چې د ایران حکومت د افغان کډوالو پر ضد اقدامات پراخ کړل، له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو راستنېدنه زیاته شوه.

د ایران د پوهنې وزارت د «۱۴۰۵–۱۴۰۶» ښوونیز کال لپاره «په ایراني ښوونځیو کې د بهرنیو زده‌کوونکو د نوم‌لیکنې» د مقرراتو په اړه د ۱۴۰۵ کال په لومړیو کې په یوه اعلامیه کې ویلي و چې د دغه هېواد ښوونځي اجازه نه‌لري بهرني زده‌کوونکي د هغو لیکونو پر بنسټ شامل کړي چې د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو له عمومي ادارې یا کفالت دفترونو پرته د نورو بنسټونو له‌خوا صادر شوي وي.

دا لا څرګنده نه‌ده چې سږ کال څومره افغان زده‌کوونکي د ایران په دولتي ښوونځیو کې شامل شوي دي،
خو په ایران کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا «یو اېن اېچ سي ار»، تېر کال د ایران د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ په یوه راپور کې ویلي و چې د «۱۴۰۴–۱۴۰۵» ښوونیز کال پر مهال شاوخوا ۴۰۰ زره افغان او عراقي ماشومان د دغه هېواد په لومړنیو او منځنیو ښوونځیو کې شامل شوي و.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې نږدې دوه میلیونه افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په تېرو دوو کلونو کې نږدې دوه میلیونه افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دوی یوه برخه د ایران له‌خوا ایستل شوې او یوه بله برخه د کډوالۍ د محدودیتونو د سختېدو له امله له دغه هېواده وتلې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۳۰مې پورې ایران د شاوخوا ۴،۴ میلیونه افغانانو کوربه و چې له دې ډلې نږدې ۱،۴ میلیونه‌یې د استوګنې اسناد نه‌درلودل.

په همدې حال کې، د زده‌کړو د برخې ځیني فعالان وايي، ایراني چارواکو په تېرو کلونو کې ټینګار کړی و چې افغان ماشومانو، ان هغو کسانو ته چې د استوګنې اسناد نه‌لري، هم باید د زده‌کړو زمینه برابره شي.

خو د دوی په خبره، د سږ کال محدودیتونو د ایران د نړیوالو ژمنو او د دغه هېواد د کورنیو قوانینو د عملي کېدو په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي.

ارشیف، وروسته له هغې چې د ایران حکومت د افغان کډوالو پر ضد اقدامات پراخ کړل، له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو راستنېدنه زیاته شوه.

له دې ډلې خوشحال روهي ازادي راډیو ته وویل: "له یوې خوا د افغانستان اوسني واکمنان چې له ایران سره د دوستانه اړیکو ادعا کوي، باید دا موضوع په جدي ډول تعقیب کړي. له بلې خوا، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولي او د بشري حقونو بنسټونه، په ځانګړي ډول د ماشومانو د حقونو کمېټه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر دفتر، یونیسف او د بشري حقونو د څار سازمان باید په ایران کې د افغان ماشومانو د زده‌کړو په وړاندې د ستونزو د پای ته رسېدو لپاره هڅې وکړي. دغه‌راز، په ایران کې مېشت افغان مدني بنسټونه او اغېزناک شخصیتونه باید دا موضوع له ایراني حقوقي او دولتي ادارو سره شریکه او په دې برخه کې عدالت‌غوښتنه وکړي."

په ایران کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت چارواکو د افغان کډوالو د ماشومانو د زده‌کړو د ستونزو، د حل‌لارو او د ماشومانو د ښوونیز وضعیت د ښه کېدو لپاره د سفارت د اقداماتو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو دغه سفارت تر دې وړاندې ویلي و چې د زده‌کړو په ګډون د افغان کډوالو د ماشومانو د بېلابېلو ستونزو په اړه‌یې د ملګرو ملتونو د ماشومانو له وجهي صندوق، یا یونیسف، سره خبرې کړي او د ستونزو د حل لپاره‌یې د هغوی پر هڅو ټینګار کړی دی.

د ځینو راپورونو له مخې، د ایران د پوهنې وزارت په تېرو کلونو کې د هغو ماشومانو لپاره چې د استوګنې اسناد یې نه‌درلودل، زده‌کړو ته د لاسرسي لپاره د «تحصیلي ملاتړ پاڼو» په ګډون ځینې لارې چارې برابرې کړې وې.

خو له دې سره سره، افغانې کډوالې کورنۍ وايي، په ښوونځیو کې د نوم‌لیکنې او د اړینو اجازو د ترلاسه کولو بهیر لا هم له ګڼو ستونزو سره مل دی او دا اندېښنه لا هم ورسره شته چې ماشومان به‌یې له زده‌کړو پاتې شي.