د ملګروملتو د کډوالو لویه کمېشنري وايي، په څه کم درو کلونو کې ۶ میلیونه افغان کډوال خپل هیواد ته په خپله خوښه یا په زوره ستانه شوي دي.
تر ټولو ډېر کډوال په وروستي یو نیم کال کې ستانه شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او اېم) وايي، په تېر یو نیم کال کې شاوخوا څلور میلیونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
«ای او اېم» په خپل وروستي راپور کې چې د اګست په ۲۱ مه یې خپور کړ، وویل ، «له تېر کال راهیسې د سږکال د اګست تر ۱۵مې شاوخوا ۴ میلیونه او ۱۲ زره افغان کډوال له پاکستان او ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.»
د راپور پر اساس، د اګست میاشتې په لومړنیو دوو اوونیو کې ۴۸ زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه بېرته افغانستان ته راغلي دي.
خو د ملګروملتو د کډوالو لویې کمېشنرۍ د چهارشنبې په ورځ په خپلو خواله رسنیو کې لیکلي چې په تېرو درو کلونو کې ۶ میلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته تللي دي چې دا په تاریخ کې د کډوالو تر ټولو ستر لېږد دی.
دا کډوال داسي هیواد ته ستانه شوي چې اقتصادي فقر پکې اوج ته رسېدلی، نړیوالې مرستې کمې شوي، د وچکالیو او سېلونو په شان طبیعي پېښو ځپلی او د واکمنانو له لوري د نجونو له زده کړو رانیولې د ښځو تر کار پورې راز راز بندیزونه لګول شوي دي.
یوازې د اګست میاشتې په لومړنیو دوو اوونیو کې ۴۸ زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه بېرته افغانستان ته راغلي دي
په داسې حال کې چې د دغو کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر چټک شوی، ډېری راستنېدونکي وايي چې په افغانستان کې د کار موندل، د استوګنې برابرول او د ژوند له سره پیلول د دوی سترې ننګونې دي.
دا په دې معنا ده چې د دغو افغان کورنیو لپاره هېواد ته بېرته ستنېدل د کډوالۍ پای نه، بلکې د بقا لپاره د یوې نوې مبارزې پیل دی.
له پاکستانه ستون کړل شوی ثناګل وايي:
"د پاکستان او د دې وطن ژوند کې ډېر فرق دی ځکه چې دلته مزدوري بېخي نهشته او پاکستان کې مزدوري بېحده ډېره وه، چا چې څه رقم مزدوري کوله هلته ورته پیدا کېده، خو دلته هر سړی چیغې وهي چې مزدوري کړمه، خو مزدوري نهشته."
خو محمد خاطر چې هغه هم تازه له پاکستانه ستون شوی وايي چې له ځان سرهیې د سوداګرۍ تجربه راوړې او هڅه کوي خپل تجارت بیا پیل کړي، خو د دوکان په موندلو کې ستونزه لري: «موږ د پېښور په صدر کې د رخت کار کاوه او بېرته چې وطن ته راغلی یم غواړم په خپل کار کې مخ ته ولاړ شم او هماغسې یې روان وساتم. یوازینۍ ستونزه دا ده چې دلته دوکانونه نه پیدا کېږي، هڅه کوم چې یو دوکان پیدا کړم."
راستانه شوي کډوال دا شکایت هم لري چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زدهکړو بندیز لګول شوی دی.
د طالبانو حکومت وايي له ګاونډیو هېوادونو د ستنو شویو کډوالو د دایمي هستوګنې لپاره لسګونه ښارګوټي جوړېږي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې په ځینو دغو ښارګوټو کې د ځمکو د وېش کار عملاً روان دی: "د مهاجرینو د دایمي استوګنې لپاره په ټول هېواد کې ۵۸ ښارګوټي په نظر کې نیول شوي دي چې دا مهال په شاوخوا ۳۰ ښارګوټو کې عملاً د ځمکو توزېع جریان لري او ټولټال تر اوسه ۵۹ زره او ۱۳۳ نمرې راستنو شویو مهاجرینو ته توزېع شوې دي."
خو راستانه شوي کډوال وايي، له یوې خوا د ځمکو د وېش بهیر ورو دی او له بلې خوا د راستنو شویو کډوالو د شمېر په نسبت د ځکمو وېش خورا محدود دی. دوی دا هم وايي چې تش لاس هیواد ته راغلي نو که ځمکې ورکړل هم شي، کورونه به په کومو امکاناتو جوړ کړي.
ډېری بېرته ستانه شوي کډوال، چې ځینو یې په ګاونډیو هیوادونو کې لسیزې تېرې کړي او یا همالته زېږېدلي، په خپل وطن کې په داسي حال کې چې هوا مخ په سړېدو ده، په خیمو کې اوسي.