د ایران په پلازمېنه تهران کې مېشتې افغانې کډوالې هما محمدي ازادۍ راډیو ته وویل: «روان وضعیت دلته د خلکو پر ژوند، اقتصادي حالت او د کار پر شرایطو ډېر منفي اغېز کړی دی.»
هغه زیاتوي، چې له کابو پینځو کلونو راهیسې دغه هېواد ته په ګوښي ځان کډواله شوې ده او د خپل ورځني ژوند د پر مخ بېولو تر څنګ په افغانستان کې د خپلې مېشتې کورنۍ د مالي مرستې لپاره په یوه کارخونه کې کار کوي.
دا وایي، چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د یوې مدني ټولنې غړې وه او په خبره یې، د امنیتي اندېښنو له امله او د کار موندلو لپاره دې ته اړه شوه، چې دغه هېواد ته ولاړه شي.
خو په خبره یې، تر پینځو میاشتو ډېر وخت وشو، چې نه یواځې د کډوالۍ، بلکې په ایران کې له دغه هېواد سره د امریکا او اسراییلو د جګړې له امله هم له سخت بشري او اقتصادي ناورین سره مخ ده.
دې وړاندې ازادۍ راډیو ته زیاته کړه: «د کار او ژوند شرایط راته ډېر سخت شوي دي، کارونه خورا کم شوي، په اسانه نه موندل کېږي او معاشونه یې هم خورا کم شوي، چې حتی پرې لومړنۍ اړتیاوې نه پوره کېږي، ګراني هم خپل اوج ته رسېدلې ده، ډېری وختونه خو حتی د شپې ډوډۍ نهشم پیدا کولای، افغانستان کې مو کورنۍ هم بدو شرایطو کې ده، ایران کې روان وضعیت د دې لامل شوی دی، چې زموږ ژوند نور هم سخت شي.»
هما وایي، چې تر دې وړاندې یې د خپلې تنخوا یوه برخه سپمولی او افغانستان کې خپلې کورنۍ ته لېږلی شوه. د ایران په بېلابېلو ښارونو کې یو شمېر مېشت افغان کډوال او کارګران وایي، چې د همدې نښتو او جګړو له امله یې نه یواځې کارونه ګډوډ شوي دي، بلکې په خبره یې له میاشتو راهیسې یې د کار څښتنانو هم د اقتصادي ستونزو او د بازار د ګډوډۍ له امله د تنخواوو ورکړه ځنډولې ده.
دوی وایي، د ایستلو وېره یې هم اړ باسي، چې له هېڅ ډول قانوني ګام پورته کولو پرته د کار څښتنانو او ټېکهدارانو ته په تمه پاتې شي، چې تنخواوې یې ورکړي.
د ایران په شیراز کې یوه افغان کډوال، چې د موضوع د حساسیت له امله یې په راپور کې نوم یادېدل نه غوښتل، وویل چې د چیني لوښو او ښیښو په یوه کارخونه کې پر کار بوخت دی؛ زیاته یې کړه: «دلته زموږ اکثره هېوادوال بېکاره شوي، قېمتي هم زښته زیاته شوې، مخکې مو خوراکي توکي میاشت په میاشت اخیستل، بیا اوونۍ په اوونۍ او اوس خو یې د ورځې ورځې اخلو، اوس موږ دومره پیسې نهشو موندلی چې 'افغانستان' کې یې کورنۍ ته ولېږو، یواځې اتباعو 'افغان کډوالو' ته نه، بلکې ټولو خلکو ته همداسې هر څه ګران شوي دي.»
د دغو کارګرانو په وینا، د تنخواوو نه ترلاسه کول یواځې او یواځې د دوی شخصي ستونزه نهده؛ بلکې په افغانستان کې یې د کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لړۍ هم ورسره ټکنۍ شوې ده. ازادۍ راډیو هڅه وکړه، چې د دغو افغان کارګرو د شکایتونو اړوند د ځینو ایراني ټېکهدارانو او متشبثانو نظر هم واخلي، خو ونه توانېده.
د یادونې ده، چې په ایران کې افغان کډوال او کارګر یواځې اوس نه، بلکې له ډېرو کلونو راهیسې په یادو برخو کې له بېلابېلو ستونزو سر ټکوي، خو وایي چې امریکا او اسراییلو سره د دغه هېواد جګړې دغه وضعیت لا پسې ترینگلی کړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې د روان ۲۰۲۶ز کال د فېبرورۍ پر ۲۸مه نېټه د ایران جګړه، له دغه هېواد سره د امریکا او اسراییل تر منځ له پراخې پوځي نښتې سره پیل شوه او وروسته د منځني ختیځ نورو سیمو او هرمز تنګي ته هم پسې وغځېده.
د راپورونو له مخې، جګړه د ایران پر پوځي او ستراتیژیکو بنسټونو د بریدونو او د ایران د توغندیزو او ډرون بریدونو له امله سخته شوه، چې تر یوې لنډې مودې درېدو وروسته بیا پسې وغځېده. په وروستیو ورځو کې هرمز تنګي ته څېرمه د بېړیو پر ضد د بریدونو د زیاتوالي راپورونه هم ورکړل شوي دي، چې د نړۍوالو تېلو د لېږد او بیو په اړه یې اندېښنې ډېرې کړې دي.
خو دې جګړې د ایرانیانو تر څنګ هلته مېشت افغان کډوال او کارګران هم په ډېره کچه زیانمن او اغېزمن کړي دي. د ملګرو ملتونو په ګډون د بېلابېلو رسنیو وروستي راپورونه ښيي، چې د امنیتي فشارونو او جګړې له زیاتېدو سره زرګونه افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یواېناېچسيآر/UNHCR) د وروستیو راپورونو له مخې په ایران کې د افغان وګړو شمېر میلیونونو ته رسېږي او د جګړې پراخېدو د دې لویې کډوالې ټولنې د بیا بېځایه کېدو اندېښنې زیاتې کړې دي. په ورته وخت کې د ایران د جګړې او اقتصادي وضعیت یواځې پر افغان کډوالو اغېز نهدی کړی، بلکې د ایران د کار بازار او عام اقتصادي فعالیتونه یې هم له فشارونو سره مخ کړي دي.