د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۷

ایران کې د نیول کېدو او اقتصادي ستونزو سره مخ افغان کډوالو وضعیت

ارشیف، له ایرانه یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال
ارشیف، له ایرانه یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال

له ایرانه په پراخه کچه د افغان کډوالو د ایستلو تر سیوري لاندې، سلګونه زره بې‌اسناده افغان کډوال د نیول کېدو، له پولې د شړل کېدو، روغتیايي خدمتونو ته د نه‌لاسرسي او د کاري فرصتونو له کمېدو سره مخ دي.

ذکیه، د ایران په مشهد ښار کې یو له دغو افغانو کډوالو چې د استوګنې قانوني اسناد نه‌لري د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تل نیول کېدو او له ایران څخه ایستلو ته اندېښمنه ده.

افغان کډوال تل نیول کېدو او له ایران څخه ایستلو ته اندېښمن دي.

نوموړې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ایران ته کډواله شوې، خو له هغې وروسته نه‌ده توانېدلې چې خپله ویزه تمدید کړي.

هغه وايي، د ایران په وړاندې د امریکا او اسراییل له جګړې وروسته په ایران کې د کډوالو لپاره د ژوند شرایط لا سخت شوي دي: "دا اندېښنه او تشویش تل موجود وي، په ځانګړي ډول روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ډېر ستونزمن دی. که اسناد ونه‌لرې، هېڅوک دې نه‌مني او له اسنادو پرته د درملنې لګښت هم ډېر لوړ دی. پر دې سربېره، له یوه ښار څخه بل ښار ته سفر هم ډېر ستونزمن شوی دی. دا وېره هم شته چې له هېواده مو وباسي، په داسې حال کې چې اقتصادي وضعیت هم ډېر خراب دی."

دا یوازې ذکیه نه‌ده چې په ایران کې د ژوند له سختو شرایطو سر ټکوي او هم له دې هېواده ایستلو ته اندېښمنه ده، بلکې په هغه هېواد کې سلګونه زره افغان کډوال د ژوند له ورته سختیو او برخلیک سره مخامخ دي.

ارشیف، له ایرانه راستانه شوي یو شمېر افغان کارګران
ارشیف، له ایرانه راستانه شوي یو شمېر افغان کارګران

د ایران د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ناقانونه افغان کډوالو د پېژندنې او ایستلو بهیر لا هم دوام لري او د ۱۴۰۴ کال د حمل له میاشتې راهیسې د دغې لړۍ په ترڅ کې شاوخوا دوه میلیونه افغانان له ایران څخه ایستل شوي دي.

د دې وزارت ویاند علي زیني‌ وند د دوشنبې په ورځ، د «اسد په ۱۹مه» ایسنا خبري اژانس ته وویل چې د دغه پلان پلي کول له جګړې وروسته هم نه‌دي درول شوي.

د هغه په وینا، ځیني کډوال په خپله خوښه او ځیني نور د قضايي حکم له مخې له ایران څخه وتلي دي.

هغه زیاته کړه چې د روان کال له پیل راهیسې، له ۲۰۰ زرو څخه زیاتو افغان کډوالو په خپله خوښه ایران پرېښی دی.

د روان کال له پیل راهیسې، له ۲۰۰ زرو څخه زیاتو افغان کډوالو په خپله خوښه ایران پرېښی دی.

په ایران کې یو بل افغان کډوال کارګر چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل چې له شخړو وروسته د دوی د کار او عاید وضعیت هم خراب شوی دی: "موږ مخکې په دې شرکت کې ۷۰ کارګران درلودل، خو اوس یوازې ۳۰ کارګران پاتې دي. ۴۰ کارګران، که افغانان وو او که ایرانیان، له کاره ایستل شوي دي. اوس کارونه ډېر کم شوي او ۴۵ ورځې کېږي چې هېڅ تولید نه‌لرو. ګراني هم ډېره شوې ده، د وریجو یوه بوجۍ بیه درې تر څلور میلیونه تومانو ته رسېدلې ده. زما کورنۍ په افغانستان کې ده او هلته هم بیې لوړې دي. نه‌پوهېږو چې د کور لګښت له کومه برابر کړو او څنګه خپل ژوند پر مخ یوسو."

د افغان کډوالو یو کاروان چې په ایران کې د ګڼو ننګونو سره سره له غیر قانوني او سختو لارو دغه هېواد ته روان دي.
د افغان کډوالو یو کاروان چې په ایران کې د ګڼو ننګونو سره سره له غیر قانوني او سختو لارو دغه هېواد ته روان دي.

په همدې حال کې، د بشري حقونو د څار سازمان تېر کال په ایران کې د بهرنیو او دوه‌ تابعیت لرونکو وګړو د خپل‌سري نیونو او د افغان کډوالو د جبري ایستلو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

د ایران د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې، مای ساتو، هم ویلي و چې ایران د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږ نیمو میاشتو کې له یو نیم میلیون څخه ډېر افغانان په جبري توګه خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

هغه هېواد ته چې د ناروې د کډوالو شورا (اېن ار سي) د وروستي راپور له مخې له ژور بشري، اقتصادي او اقلیمي کړکېچ سره مخ دی.

افغانستان له ژور بشري، اقتصادي او اقلیمي کړکېچ سره مخ دی.

د دې شورا په خبره پنځه کاله کېږي چې لوېدیځو ځواکونو، ډیپلوماتانو او پرمختیايي ادارو افغانستان پرېښی دی او ولس ته‌یې چې له ناوړه بشري وضعیت سره لاس او ګرېوان دی، شا اړولې ده.

د ناروې د کډوالو شورا په ټکو د ۲۰۲۳ کال راهیسې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه له شپږ میلیونه زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي چې په دې هېواد کې بشري اړتیاوې چې له وړاندې له ګڼو او پرله‌‌پسې بحرانونو سره مخ دی، لا زیاتې کړې دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG