د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۷

ایران کې پخواني افغان سرتیري د پاڼ او پړانګ ترمنځ، وطن ته له ویرې نه ځي او ایران کې ځورول کیږي

ارشیف، پخواني افغان سرتیري
ارشیف، پخواني افغان سرتیري

په ایران کې مېشت یو شمېر افغان کډوال، په ځانګړې توګه د پخواني حکومت سرتیري وایي چې دغلته د کړکېچ له زیاتېدو سره یې راتلونکی لا پسې ناڅرګنده شوې او ایراني چارواکي یې هم پلټي.

دوی وايي، د طالبانو د احتمالي غچ اخیستنې له وېرې ایران ته تښتېدلي، خو اوس نه افغانستان ته د ستنېدو او نه هم درېیمو هېوادونو ته د تګ امکان لري.

د طالبانو حکومت که څه هم د پخوانیو افغان سرتیرو د بیرته ستنېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې تر دې یې ویلي چې د خپل مشر د عمومي عفوې فرمان ته ژمن دي.

د ایران په تهران ښار کې له کابو څلورو کلونو راهیسې مېشت د افغانستان د تېر جمهوري نظام یو افغان پوځي جنرال دی چې وایي په ایران کې د وروستیو کړکېچونو، د کډوالو پر وړاندې د محدودیتونو او د بیا مېشتېدنې د پروګرامونو د ځنډېدو له امله یې راتلونکی لا پسې ناڅرګند شوی دی.

ده چې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې افغانستان ته د طالبانو د احتمالي غچ اخیستنې له وېرې بېرته ګرځېدای نه شي او ایران کې روانو کړکېچونو پرې د ژوند کړۍ خورا تنګه کړې ده:"د تېر په پرتله په ایران کې د افغان پوځیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی، ځکه پوځیان څارل کېږي، د ځینو ملګرو څخه مې د هغوی هغه شپږ میاشتني کارتونه اخیستي،

په ټوله کې هغه پوځیان له دې ځای ډیپورت کېږي چې له افغانستانه یې خپلو پوځي اسناد نه دي راوړي
ایران کې یو پخوانی افغان سرتیری

، معلومداره چې کله افغانستان ته ډیپورت شو، د طالبانو له انده دوه ګناوې لري یو دا چې پخوانی پوځی دی بل دا چې ایران ته راتښتېدلی،په همدې دلیل نیول، بندي او یا هم وژل کېږي.”

دې افغان جنرال زیاته کړه چې هلته کار نه لري، اقتصادي وضعیت یې ورځ بلې ته په خرابېدو دی او د خپلې کورنۍ د راتلونکي په اړه ژوره اندېښنه لري او وايي ماشومان یې له رواني فشارونو سره مخ شوي دي.

د تېر جمهوري حکومت د کورنیو چارو وزارت یو بل افسر او د ملي امنیت پخواني کارکوونکي هم چې له کابو درې کلونو راهیسې په ایران کې دی ورته خبره کوي.

دی چې د جرمني د پنااخیستنې کیس هم لري، د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وایي:"ډېره سخته ده، زه خپله چې دلته ایران کې اوسېږم، لومړی خو دې جګړو سره کارونه کم شول،بیا که چا ته کار وکړې پیسې نه ورکوي،مشکلات مو زیات دي،همدې لپاره راغلي یو چې مخکې د (افغانستان) تېر نظام کې وو،هلته هم په وېره کې وو، ځکه هلته په خپلو سترګو هر څه ویني،یا په سیاسي اړخ یا په شخصي توګه ورته ستونزې پیدا کېږي، له کوره یې وباسي مړه یې کړي،نو له دې وېرې راغلي یو، او بل په دې خاطر هم چې دلته کار او کسب وکړو."

دا افغان امنیتي افسر وایي د جرمني د کیس چارې یې لا مشخصې نه دي او څو ځله یې هڅه وکړه په قاچاقي لاره ترکیې ته ولاړ شي، خو له نیمایي لارې پولیسو بیرته راګرځولی.

دی ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه دې دغو افغان پوځیانو ته د امن ژوند زمینه برابره کړي.

بلخوا ایران کې مېشت د تېر جمهوري حکومت د کورنیو چارو وزارت یو افسر چې څلور کاله وړاندې یې کابل کې یو جنرال ورور هم وژل شوی، د نوم او غږ نه خپرولو په شرط یې ازادي راډیو وویل، وروسته له هغې چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبان واک ته ورسېدل، دوی د احتمالي غچ اخیستنې له وېرې ایران ته پناه یوړه، خو اوس یې د ادعا له مخې نه افغانستان ته د ستنېدو جرئت لري او نه هم کولای شي هغه هېوادونو ته ولاړ شي چې مخکې یې د پناه غوښتنې یا بیا مېشتېدنې دوسیې په کې ثبت کړې وې.

هڅه مو وکړه د دغو افغان کډوالو د اندېښنو په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد، د دوی د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

خو تر دې وړاندې ښاغلي قانع ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي و چې دوی د خپل مشر ملا هبت الله اخندزاده د عمومي عفوې فرمان ته ژمن دي، هېڅ چا ته د غچ اخیستنې اجازه نه ورکوي او په خبره یې، د کورنیو چارو وزارت یې په ټول هېواد کې د پلي کولو مسولیت لري.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) وار په وار د افغانستان په مختلفو سیمو کې د پخوانیو پوځیانو او افسرانو د وژنو، ورک کولو شکنجو او بندي کېدو راپورونه مستند او خپاره کړي دي.

د طالبانو حکومت بیا ادعا کوي چې پخواني افسران، د دوی د ځواکونو له خوا نه، بلکې په خبره یې د شخصي دښمنیو له کبله وخت نا وخت له ستونزو سره مخ کیږي.

د یادونې ده چې زرګونه افغانان چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو ته تللي، لا هم د درېیمو هېوادونو د بیا مېشتېدنې د پروګرامونو پایلو ته په تمه دي.

د دغو پروګرامونو د ځنډېدو یا محدودېدو له امله ګڼ شمېر کورنۍ په قانوني او اقتصادي بې‌برخلیکۍ کې ژوند کوي.

په وروستیو میاشتو کې په ځانګړې توګه دغه هېواد کې د امریکا اسراییلو سره د جګړو تر پیلېدو وروسته، ایران کې د افغان کډوالو وضعیت تر بل وخت لا پسې کړکېچن شوی او هره ورځ سلګونه په زور یا هم خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG