پنځه کاله محرومیت او ناهیلي؛ لا هم افغان نجونې د ښوونځي او ښځې د کار دروازې ټکوي

ارشیف، د طالبانو د محدودیتونو ضد د یو شمېر ښځو او نجونو اعتراضونه

پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واک پنځه کاله پوره کېږي، په دې موده کې د نجونو په زده‌کړو او د ښځو په کار لګول شویو محدودیتونو د میلیونونو نجونو او ښځو په ژوند مستقیم اغېز کړی دی.

په تېرو پنځو کلونو کې نجونې له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونه له عصري زده‌کړو راګرځول شوي او دغه‌راز د ښځو په کار د محدودیت له امله ډېری مېرمنو د عاید یوازنۍ سرچینې له لاسه ورکړې دي.

د ښځو په کار د محدودیت له امله ډېری مېرمنو د عاید یوازنۍ سرچینې له لاسه ورکړې دي.

"پنځه کاله کېږي چې له زده‌کړو او تحصیل څخه محرومې یو، په دې پنځو کلونو کې مو د خپل ژوند یوه لویه برخه چې علم او پوهه ده، له لاسه ورکړې ده."

دا په کابل کې له زده‌کړو د محرومې یوې زده‌کوونکې کبرا حیدري له ناهیلۍ ډکه کیسه ده.

هغه وايي، له زده‌کړو محرومېدل یوازې د درس او تحصیل درېدل نه‌دي، بلکې د هغو فرصتونو له لاسه ورکول هم دي چې د دې د راتلونکې لوری یې بدلولی شو: "که یو څوک ښه زده‌کړه او پوهه ولري، کولای شي د ځان او خپلې ټولنې لپاره ډېر څه وکړي، خو له بده مرغه موږ دا فرصت نه‌لرو، دا واقعاً ډېره سخته او دردناکه ده چې انسان ونه‌شي کولای نه د ځان او نه هم د خپلې ټولنې لپاره څه وکړي."

ارشیف، له زده‌کړو محرومه او ناهیلې افغانه زده‌کوونکې

خو دا یوازې له زده‌کړو د راګرځول شویو نجونو کیسه نه‌ده، یو شمېر ښځینه محصلینې چې لوړې زده‌کړې یې په نیمایي کې پاتې شوي، هم وايي چې دې وضعیت‌یې پر ژوند او راتلونکي ژور اغېز کړی دی.

فتانه د غزني ولایت اوسېدونکې او د طب پوهنځي د درېیم سمستر پخوانۍ محصله ده.

هغه وايي، تېر څو کلونه‌یې د زده‌کړو د بیا پیل په انتظار تېر کړي دي.

فتانه باور لري چې زده‌کړې یوازې د تحصیلي سند ترلاسه کول نه‌دي، بلکې د راتلونکي د جوړولو، خپلواکۍ او نورو ته د خدمت وسیله هم ده: "که وغواړم دغو څلورو کلونو ته یو نوم ورکړم، نو د اجبار، انتظار او د فرصتونو د له لاسه ورکولو کلونه به‌یې وبولم. دا هغه کلونه و چې د زرګونو نجونو هیلې، پلانونه او راتلونکی یې له‌منځه یوړل. ښايي اوس به مې په خپله تخصصي برخه کې کار کاوه او ټولنې ته به مې خدمت کاوه، خو له بده مرغه زما زده کړې په نیمايي کې پر ما بندې شوې، زما لپاره تحصیل یوازې د یوه سند ترلاسه کول نه‌و، زده‌کړه د فردي ودې، خپلواکۍ، خدمت او د راتلونکي د جوړولو وسیله ده."

دوی غواړي چې په وړاندې یې د زده‌کړو دروازې پرانیستل شي څو د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه پر افغانستان تر بیاځلي واک سم‌دستي وروسته له شپږمو ټولګیو پورته نجونې له زده‌کړو منع کړې او وروسته‌یې د دوی په وړاندې د پوهنتونونو او د نیمه روغتیايي زده‌کړو د مرکزونو دروازې هم وتړلې.

طالبانو تر بیاځلي واک سم‌دستي وروسته له شپږمو ټولګیو پورته نجونې له زده‌کړو منع کړې.

د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او تعلیمي سازمان، یونسکو، د ۲۰۲۵ کال په اګسټ کې ویلي چې په افغانستان کې نږدې ۲.۲ میلیونه نجونې د خپلو زده‌کړو له دوام څخه محرومې دي.

ارشیف، د افغانستان د کندهار ولایت په یوه لیرې پرته سیمه کې یو شمېر کوچنۍ زده‌کوونکې نجونې چې د طالبانو د محدودیتونو له مخې له شپږم ټولګي وروسته د زده‌کړو د دوام اجازه نه‌لري.

د یونسکو په وینا، افغانستان د نړۍ یوازنی هېواد دی چې نجونې او ښځې په‌کې له منځنیو او لوړو زده‌کړو منع دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستلو د وخت په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو طالب چارواکو تر دې مخکې ویلي، کله چې د نجونو زده‌کړو ته لازم شرایط برابر شي، نو اجازه به ورکول شي.

خو تر اوسه ظاهراً د نجونو د زده‌کړو د دوام لپاره د طالبانو د حکومت د خوښې شرایط نه‌دي برابر شوي.

د نجونو پر زده‌کړو د بندیز ترڅنګ، د ښځو پر کار محدودیتونو هم د یو شمېر کورنیو اقتصادي وضعیت اغېزمن کړی، په ځانګړې توګه هغه چې ښځې یې سرپرستي کوي.

د ښځو پر کار محدودیتونو هم د یو شمېر کورنیو اقتصادي وضعیت اغېزمن کړی.

په هرات کې یوې ښځې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې په راپور کې واخیستل شي، د خپلو څلورو تر ۱۸ کلونو کم عمره ماشومانو سرپرستي ور له غاړې ده، وايي د طالبانو له‌خوا د ښځو پر کار د محدودیتونو له لګېدو وروسته‌یې په یوه دولتي اداره کې خپله دنده له لاسه ورکړه: "زه د خپلې کورنۍ نفقه برابروونکې یم او دا وضعیت راته ډېر سخت دی، نورې ښځې هم له ورته حالت سره مخ دي، ډېری هغه ښځې چې کار نه‌لري، اوس دې ته اړې شوي چې سؤال وکړي، پنځه کاله کېږي چې بې‌کاره یو او هېڅ ډول د عاید سرچینه نه‌لرو."

په کابل کې د یوې نادولتي ادارې یوې پخوانۍ کارکوونکې هم چې د موضوع د حساسیت له امله‌یې نه‌غوښتل نوم‌یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "داسې احساس کوم لکه په یوه سیند کې چې د ډوبېدو په حال کې یم، هرې خوا ته لاس او پښې وهم، خو هېڅوک نه‌شته چې موږ ته لاس راکړي، موږ ډېرې زیانمنې شوي یو، په هر هېواد کې سیاسي بدلون راځي، خو طالبانو ولې ښځې له کاره منع کړې؟ هماغو بهرنیو دفترونو او مؤسسو هم خپل ډېر فعالیتونه د ښځو په وسیله پر مخ وړل."

ارشیف، کابل کې یو شمېر طبي پرسونل. د ملګرو ملتونو د یو شمېر ادارو د راپورونو له مخې پر زده‌کړو د طالبانو محدودیتونو روغتیايي سکټور لا زیات له کړکېچ سره مخ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې او «په بشري مرستو کې د جنسیت کاري ډلې» ویلي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو د بحران او ناوړه بشري وضعیت له امله نږدې ۱۱ میلیونه ښځې او نجونې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د دغو ادارو د اپرېل میاشتې د راپور له مخې، بې‌کاري او بې‌وزلي د هغو ۸۳ سلنه کورنیو تر ټولو لویه ستونزه ده چې ښځې یې سرپرستي کوي.

راپور وايي، په ۲۰۲۵ کال کې د دغو کورنیو شاوخوا ۴۳ سلنه له سختو معیشتي ستونزو سره مخ وې.

بې‌کاري او بې‌وزلي د هغو ۸۳ سلنه کورنیو تر ټولو لویه ستونزه ده چې ښځې یې سرپرستي کوي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې په ډېری دولتي ادارو کې د ښځو په کار محدودیتونه ولګول، په ۲۰۲۲ کال کې یې په نادولتي ادارو کې د ښځو کار منع کړ او په ۲۰۲۳ کال کې یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې هم د ښځو د کار مخه ونیوله.

د دې ترڅنګ د ښځو پر ژوند نور محدودیتونه هم لګول شوي دي.

په تګ راتګ، له محرم پرته په سفر، د ښځینه حمامونو، تفرېحي ځایونو، لوبغالو ته د دوی په ورتګ او په عامه ځایونو کې د دوی په راڅرګندېدو بندیز هغه څه دي چې په تېر کې یې پراخه نړیوال غبرګونونه هم راپارولي دي.

متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې، بریتانیا، کاناډا او یو شمېر نورو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز او د ښځو پر کار محدودیتونه لیرې کړي.

ارشیف، کابل کې د طالبانو د محدودیتونو ضد د یو شمېر معترضو ښځو اعتراضونه

په افغانستان کې د ښځو د حقونو موضوع څو ځله د ملګرو ملتونو او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډو کې هم مطرح شوې او دغه محدودیتونه غندل شوي دي.

دغو نړیوالو بنسټونو ټینګار کړی چې دا محدودیتونه نه‌یوازې د ښځو پر ژوند، بلکې د افغانستان پر راتلونکي او پرمختګ هم جدي اغېزې لري.

خو د طالبانو حکومت وايي، په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي او د ښځو موضوع‌یې د افغانستان کورنۍ مسئله بللې ده.

په همدې حال کې د بشري حقونو څېړونکې فرح مصطفوي وايي، پر ښځو او نجونو د دغو محدودیتونو دوام به د افغانستان پر ټولنیز وضعیت او راتلونکي ژور اغېز وکړي: "د دې وضعیت دوام افغانستان لا زیات نړیوالې انزوا ته بیايي، بشري بحران لا پسې ژوروي او د افراطیت او ټولنیزې فروپاشۍ زمینه برابروي. هغه ټولنه چې ښځې یې د زده‌کړې، کار او ټولنیز حضور له حقه محرومې وي، هېڅکله سولې، ثبات او پرمختګ ته نه‌شي رسېدای."

د بشري حقونو د څار سازمان د روانې اګسټ په ۳مه په راپور کې چې واک ته د طالبانو د بیاځلي رسېدو د پنځه کلنې واکمنۍ په اړه‌یې خپور کړی ویلي چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو پر حقونو پراخ او سیستماتیک محدودیتونه لګولي دي.

دغه سازمان ویلي، دا محدودیتونه "د ټولنیز کنټرول او د مخالفتونو د مخنیوي لپاره د هڅو یوه برخه ده".

په راپور کې د هیومن رایټس واچ د افغانستان د برخې د څېړونکې فرشتې عباسي له قوله راغلي: "واک ته د طالبانو د بېرته رسېدو پنځمه کلیزه د حساب ورکونې د نشتوالي د درنو زیانونو یادونه کوي، حکومتونه باید یوازې د اندېښنې په څرګندولو بسنه ونه‌کړي، بلکې په افغانستان کې د جدي جرمونو، په ځانګړې توګه د جنسیتي تبعیض په بڼه د بشریت ضد جرمونو په وړاندې د عدالت لپاره عملي هڅې وکړي."

د طالبانو حکومت دې راپور ته غبرګون نه‌دی ښودلی، خو طالب چارواکو تر دې وړاندې ورته راپورونه رد کړي او د خپل حکومت پر وړاندې یې توطئه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د مې په میاشت کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار د محدودیتونو دوام ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د څه باندې ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو د له لاسه ورکولو لامل شي.

د یونیسف د راپور له مخې، د افغانستان په ملکي خدمتونو کې د ښځو ونډه له ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې له ۲۱ سلنې څخه ۱۷.۷ سلنې ته راټیټه شوې ده.

د افغانستان په ملکي خدمتونو کې د ښځو ونډه له ۲۱ سلنې څخه ۱۷.۷ سلنې ته راټیټه شوې ده.

یونیسف ویلي چې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته لګېدلو محدودیتونو تر اوسه لږ تر لږه یو میلیون نجونې اغېزمنې کړي او هر کال د افغانستان اقتصاد ته شاوخوا ۸۴ میلیونه ډالره زیان اړوي، خو له دې ټولو سره سره، له زده‌کړو محرومه زده‌کوونکې کبرا حیدري لا هم د هغې ورځې هیله لري چې په‌کې هېڅ نجلۍ د زده‌کړو له حقه محرومه نه‌وي.

هغه وايي: "هیله لرم چې هېڅ نجلۍ په خپل ژوند کې داسې تجربه ونه‌کړي، له زده‌کړو محرومېدل یوه ډېره ترخه تجربه او د ژوند یوه دردناکه ازموینه ده."