د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۳۶

د نجونو له حضور پرته نن په افغانستان کې د کانکور ازموینه پیل شوه

د طالبانو حکومت له خوا یو ځل بیا د نجونو له ګډون پرته د کانکور ازموینې اعلان.

د دوی "د ازموینو عمومي ادارې" د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د نارینه نوماندانو لپاره د ۲۰۲۶ (۱۴۰۵ لمریز کال) پوهنتون د کانکور ازموینې پروسې د پیل اعلان کړی ویلي چې د دې ازموینې بهیر نن د پنجشنبې په ورځ «د ثور په ۲۴ مه» په میدان وردګو، پروان، غزني، کنړ، بغلان، فاریاب، بادغیس، لوګر، کاپیسا، پکتیکا، هرات، سرپل، ارزګان او غور ولایتونو او د بدخشان ولایت په فیض آباد، بهارک، شغنان، درواز او خواهان ولسوالیو کې پیل شو.

سږ کال له ۱۲ ټولګي فارغ شوی یم او کانکور اماده ګي مې هم تعقیب کړې او ازموینه کې ګډون کوم، د خوښې رشته مې طب ده، خو سږ کال هم د نجونو حضور نشته، له دولته مو غوښتنه دا ده چې د نجونو ښوونځي هم پرانیزي
د کانکور ګډونوال

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د ازموینې عمومي ادارې ویاند ناصر خان شېرزي ځینو کورنیو رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي چې په دې ولایتونو کې د کانکور ازموینې پروسه به د جمعې په ورځ هم دوام وکړي.

دې ادارې ویلي چې د کونړ او میدان وردګو ولایتونو د ازموینې دریمه ورځ به د شنبې په ورځ د «ثور په ۲۶مه» هم ترسره شي.

د دې ادارې په خبره، په دې ولایتونو کې د نوماندانو د بایومیټریک بهیر د سه شنبې او چهارشنبې «د ثور په ۲۲ او ۲۳مه» په ورځو ترسره شوې دی.

سږ کال په دغه ازموینه کې، د ګډونوالو د شمیر په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي خو تېر کال دغې ازموینې ته ۲۵ زره او ۳۰۰ کسانو نوم لیکنه کړې وه.

یو شمېر نارینه زده کوونکي چې دې ازموینو کې ګډون کوي، خوشحاله دي خو د نجونو په تعلیم د بندیز لرې کولو غوښتنه هم کوي.

د بغلان ولایت یو اوسېدونکي لو ۱۲ ټولګي فارغ زده کوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، د پنجشنبې په ورځ یې ازادي راډیو ته وویل،

"سږ کال له ۱۲ ټولګي فارغ شوی یم او کانکور اماده ګي مې هم تعقیب کړې او ازموینه کې ګډون کوم، د خوښې رشته مې طب ده، خو سږ کال هم د نجونو حضور نشته، له دولته مو غوښتنه دا ده چې د نجونو ښوونځي هم پرانیزي، هغوی هم درس ووایي او هغوی چې فارغې شوي دې کانکور کې ګډون وکړای شي."

ډېر د ناهیلۍ، غم او بې عدالتۍ احساس لرم، دا چې افغان نجونې له خپل اساسي حق؛ له تعلیم او لوړو زده کړو محرومې دي، حال دا چې د کانکور په شان داسې برخلیک جوړوونکې ازموینې کې له ګډون نه راګرځول شوې یو
بهار

دا افغانستان کې پنځم پرلپسې کال دی چې کانګور ازموینه د نجونو له حضور پرته ترسره کېږي.

طالبانو په دغه هیواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی.

د کابل اوسېدونکې او له ښوونځي راګرځول شوې بهار ازادي راډیو ته وویل، دې وضعیت دوی سخت خواشینې کړې دي.

"ډېر د ناهیلۍ، غم او بې عدالتۍ احساس لرم، دا چې افغان نجونې له خپل اساسي حق؛ له تعلیم او لوړو زده کړو محرومې دي، حال دا چې د کانکور په شان داسې برخلیک جوړوونکې ازموینې کې له ګډون نه راګرځول شوې یو، دا محرومیت زموږ له زړونو زموږ د هیلو غلا او د ارمانونو له منځه تلو او زموږ پر وړاندې د پرمختګ د لارو بندولو په معنا دي"

د میدان وردګو ولایت اوسېدونکې او د زده کړو له دوامه بلې محرومې شوې نجلۍ چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، هم ازادي راډیو وویل:

"دا څووم کال دی چې د نجونو د لوړو زده کړو خوبونه همداسې پاتې کېږي، که دا وضعیت همداسې دوام ولري، موږ نجونې به ډېرې مایوسه شو، افغانستان اوس د نجونو لپاره دوزخ ګرځېدلی دی."

د یادونې ده چې له زدکړو د نجونو راګرځولو په برخه کې د طالبانو حکومت اقدام د بېلابېلو هېوادونو او ملي او نړيوالو سازمانونو له خوا په کلکه غندل شوى او دوی د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو د بېرته پرانستلو غوښتنه کړې، خو طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ له تېرو پنځو کلونو راهیسې لا هم دې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دى ورکړى.

د یادونې ده چې ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونسیف) د اپرېل په ۲۸ مه په یو راپور کې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو روان بندیز کولای شي تر ۲۰۳۰ کال پورې له شل زره زیاتو ښځینه ښوونکو او له پنځو زرو ډيرو روغتیایي کارکوونکو له کمښت سره مخامخ کړي.

یونیسف ویلي و چې که د نجونو ښوونځي له شپږم ټولګي پورته راتلونکي څلور کلونه بند پاتې شي له تعلیمه د محرومو نجونو شمیر به له دوه میلیونه څخه ډیر شي.

تر هغه وړاندې د ملګرو ملتونو ښوونیزې، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) هم په پرلپسې راپورونو کې ویلي چې په افغانستان کې دا مهال ۱.۴ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي او که پر زده کړو دا بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، له ۴ میلیونو زیاتې نجونې به له زده کړو بې برخې شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG