د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۵

یونیسف: د نجونو په ثانوي زده کړو د بندیز لرې کول به دوی ته اجازه ورکړي چې اړین مهارتونه زده کړي

په افغانستان کې د زده کړو د سیستم په وړاندې شته ننګونو ته د اندیښنو په دوام، له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) وايي دا سیستم جدي خنډونو او ننګونو سره مخ دی، خو لا یې د بیا رغونې امکان شته.

دې بنسټ د چهارشنبې په ورځ «د دلوې په اتمه» په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) د نجونو د زده کړو پر اهمیت او د افغانستان په راتلونکي یې پر مثبت اغیز ټینګار کړی، او د دې محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

یونیسف ویلي چې "د نجونو په ثانوي زده کړو د بندیز لرې کول به دوی ته اجازه ورکړي چې اړین مهارتونه زده کړي، د روغتیايي پاملرنې سکتور په څیر حیاتي مسلکونو ته ننوځي، او کورنۍ، ټولنې او د هیواد راتلونکې پیاوړې کړي."

یونیسف په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو داسې مهال یې د ښځینه زده کونکو لخوا د روغتیایي پاملرنې په څیر حیاتي برخو کې د زده کړو پر اهمیت ټینګار کړی، چې طالبانو په دې برخه کې هم بندیزونه لګولی دي.

د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتون د نجونو پر زده کړو تر بندیز وروسته، دوی طبي انسټیټوټونو کې له زده کړو هم راګرځولې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې یو شمیر ښځینه زده کونکې او ښوونکي وايي چې اوس مهال په افغانستان کې د پوهنې په برخه کې ډیرې ننګونې موجودې دي چې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

زده کړې زموږ لپاره د یو پل حیثیت لري، موږ هغه څه ته رسوي چې موږ یې غواړو

زده کونکې کبرا چې د طالبانو لخوا پر زده کړو تر بندیز وروسته ښوونځي ته له تګه را ګرځول شوې وايي، د زده کړو محرومیت دوی په خپل ژوند کې بې پلانه کړي دي:

"په حقیقت کې زده کړې زموږ لپاره د یو پل حیثیت لري، موږ هغه څه ته رسوي چې موږ یې غواړو، خو له بده مرغه اوس دا پل ویجاړ دی او هیڅ نجلۍ د خپل راتلونکي لپاره کوم پلان نه لري، دا واقعاً ستونزمنه ده."

د افغانستان په بېلابیلو ولایتونو کې ځینې ښوونکي هم د افغانستان د پوهنې سیستم له ننګونو ډک بولي او ټینګار کوي چې دې سیستم او د دوی د ژوند وضعیت ته باید جدي پاملرنه وشي.

کابل ښار کې د یو ښوونځي ښوونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډیو ته وویل: " له عمده ستونزو یوه یې د دیني، مذهبي او دودیزو سیمینارونو په نوم د سیمینارونو جوړول دي، د ښوونکو او کارکوونکو په وړاندې دوامداره ارزونې او مختلفې پلمې دي، او په دې پلمه ډیری ښوونکي تنقیص کیږي."

په ښوونځیو کې زده کوونکي د مسلکي ښوونکو، تدریسي موادو کمښت او لسګونو نورو ستونزو سره مخ دي

یو شمېر ښوونکو ازادي راډیو سره خبرو کې تایید کړه چې په ښوونځیو کې زده کوونکي د مسلکي ښوونکو، تدریسي موادو کمښت او لسګونو نورو ستونزو سره مخ دي، او ټینګار کوي چې د پوهنې په برخه کې دا ستونزې باید حل شي.

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) دوه ورځې مخکې هم په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) ولیکل چې د افغانستان د پوهنې سیستم په یوه حساس پړاو کې دی او په هیواد کې له لس کلونو څخه زیات عمر لرونکي ماشومان د ساده متن لوستلو توان هم نه لري.

(یونیسف) دا هم وویل، چې په افغانستان کې له زده کړو د نجونو له محرومیدو سربیره، په ښوونځیو کې د هلکانو شمولیت هم په ټپه ولاړ دی.

د ملګرو ملتونو دې ادارې د دوشنبې په ورځ (د دلوې په ۶مه) خبرداری ورکړی چې د پوهنې په سیستم کې کړکیچ یو نسل له خطر سره مخ کړی او ټینګار یې وکړ چې زده کړې د هر ماشوم اساسي حق دی.

د افغانستان د پوهنې سیستم په وروستیو کلونو کې له کله چې طالبان په دې هیواد بیا واکمن شوي جدي زیان لیدلی دی، له شپږم ټولګيو پورته نجونې ښوونځیو ته له تګه منع شوي، او ډیری ښځینه ښوونکي په مختلفو پلمو له خپلو دندو لرې شوي او په کور کېنول شوي دي.

XS
SM
MD
LG