د افغانستان د ځینو ګرمسېرو ولایتونو او سیمو اوسېدونکي وایي اوس چې په ښوونځیو کې د کال څلورنیم میاشتنۍ ازموینې روانې دي، د ښوونځیو د ودانیو د ننګونو له امله حتی ډېری وخت دا ازموینې هم په خپل وخت نه اخیستل کېږي.
دوی ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې په سیمو کې یې اکثره ښوونځي یا ودانۍ نه لري او یا هم په خبره یې رغولو ته اړتیا لري چې ماشومان په ازاد چاپېریال یا د خیمو لاندې زده کړو ته اړ باسي.
د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ د ښوونځي یو ښوونکي حکمت الله په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
زده کوونکي مو باد او باران او سختو ستونزو سره مخامخ دي، داسې حالاتو کې د کتابونو او نورو اسنادو ساتنه هم دېر ستونزمنه ده
"زموږ په ټول سپین غر ولسوالۍ کې همدا اوس ټول شاوخوا ۲۱ ښوونځي دي چې په دې ۷ یا ۸ یې ودانۍ لري نور ټول بې ودانۍ او سرپناه دي چې زده کوونکي مو باد او باران او سختو ستونزو سره مخامخ دي، داسې حالاتو کې د کتابونو او نورو اسنادو ساتنه هم دېر ستونزمنه ده ځکه کله د یو چا په حجره کې یو کله د بل چا، نو موږ په واقعیت ډېرو ستونزو سره مخ یو."
دغه شان د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ یو اوسېدونکي او د درې زده کوونکو پلار نصار احمد هم ورته خبره کوي او ټینګار کوي چې که څه هم د ښوونځیو ودانیو ستونزه له ډېره وخته موجوده ده، خو په خبره یې دې ولایت کې وروستیو زلزلو هغه پاتې ودانۍ هم کاملاً تخریب کړي چې زده کوونکي او ښوونکي یې له بد وضعیت سره مخ کړي دي: "دوی چې کله باران وي، بېخي نه ځي، خو چې هوا لږ سړه هم وي ښوونځیو ته ځي، د څوکۍ ولسوالۍ د ښوونځیو ودانۍ ډېر پخوانۍ وې چې ۷۰ یا ۸۰ سلنه له منځه تللي که باران وي که نه هلته خو هېڅ زده کړې نه کېږي، اوس چې ازموینې دي هغه هم دوی بهر (ازاد چاپېریال) کې ورکوي چې کومه ورځ لمر وي، دې زلزلو خو د مکتبونو ودانۍ بېخي له کاره ویستي، نو اوس ټول یا ازاده فضا کې درس وایي یا توتانو ونو لاندې او بد وضعیت کې دي."
خو دا شکایتونه یوازې د هېواد ختیځ نه، بلکې مختلفو ګرمسېرو زونونو کې مطرح کېږي.
د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکي او د ښوونځي یو ښوونکي چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:
ښوونځیو ته په دې پنځو شپږ کلونو کې د ترمیم کومه بودجه نه ده ورکړل شوې، یو نیم ښوونځیو ته ځینو مؤسسو یوازې د حوېلۍ یا چهاردیوالۍ کار کړی
"زموږ په سیمه کې ډېری زده کوونکي تر خیمو یا چهارمغز ونو لاندې زده کړې کوي، دا چې څمکنیو ولسوالۍ کې د نورو ولسوالیو پرتله ښوونځي زیات دي، ښوونځیو ته په دې پنځو شپږ کلونو کې د ترمیم کومه بودجه نه ده ورکړل شوې، یو نیم ښوونځیو ته ځینو مؤسسو یوازې د حوېلۍ یا چهاردیوالۍ کار کړی، خو د معارف لخوا ورته کومه خاصه پاملرنه ده شوې."
دوی ټول د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو، رغولو او ماشومانو ته د مناسب درسي چاپېریال د برابرولو غوښتونکي دي.
هڅه مو وکړه د دې شکایتونو اړوند د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت نظر ولرو، خو ویاند یې منصور احمد حمزه د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونېسف) هم تازه د دې ستونزې پر حل ټینګار کړی دی.
«یونېسف» د یکشنبې په ورځ «د جنورۍ په ۱۱مه» پر خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) یو خپور کړي بیان کې ویلي چې دوی به نږدې راتلونکي کې د جاپان په همکارۍ د افغانستان په ۹ ولایتونو کې ۱۶۵ بابه ښوونځيو ودانۍ ورغوي، تر څو په ټکو یې، ماشومان په کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه د جنورۍ په ۸مه د دوی تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون سره خبرو کې ویلي چې دا مهال په ټول افغانستان کې له دې وزارت سره ثبت تر ۱۸ زرو ښوونځي او نږدې دوه لکه ښوونکي موجود دي چې تېر ښوونیر کال کې یې د ګڼو ښوونځیو ترڅنګ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې دیني مدرسې هم جوړې یا یې رغولې دي.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د ښوونځیو د ودانیو د نشتون یا ډېریو ځایونو کې د رغونې د اړتیا لپاره له ډېرو کلونو راهیسې شکایتونه موجود دي.
بلخوا د ماشومانو او زده کړو د حقونو فعالین د ټولو نورو مواردو ترڅنګ په سالم، امن او مناسب چاپېریال کې د هوا له ډېر سوړوالي او ګرمۍ څخه لیرې فضا کې تعلیم، له مهمو مواردو او حقونو بولي.