د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۱۱

د اسلامي همکاریو سازمان : پر افغان ښځو بندیزونه له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي

اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې یو انځور
اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې یو انځور

د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو غوښتي چې پر افغان ښځو او نجونو بندیزونه لرې کړي. دسازمان د ښځو چارو وزیرانو د نهمې غونډې د پای اعلامیه کې ټینګار کوي چې په افغان نجونو او ښځو د زده کړو او کار محدودیتونه باید لغوه شي. خو د طالبانو حکومت وايي د ښځو حقوق د اسلامي شریعت له مخې خوندي دي.

د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد د تېرې یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې ، د چنګاښ په ۲۱مه او ۲۲مه، د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو چارو وزیرانو د نهمې غونډې کوربه‌توب وکړ. د دې دوه ورځنۍ غونډې اصلي محور په اسلامي هېوادونو کې د ښځو د پیاوړتیا او ونډې په اړه بحثونه وو.

د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان کې د نجونو او ښځو په زده کړو او کارباندې د طالبانو لخوا د لګول شوي محدودیت دلیرې کیدو غوښتنه وکړه.

دسازمان د غړو هیوادونو د ښځو د چارو وزیرانو د خپلې غونډې دپای اعلامیه کې، د ژوند په ټولو چاروکو د افغان ښځو په واقعي ګډون ټینګار وکړ.

د اسلامی همکاریو د سازمان د ۵۷ غړو هیوادونو ۱۹۰ لوړرتبه چارواکو ، وزیرانو او د ښځو د چارو مسئولینو په دې دوه ورځني غونډه کې برخه واخیسته.

په اعلامیه کې راغلي چې د اسلام دین لارښوونې او ارزښتونه د ښځو او نجونو کرامت، حقونه، ګډون، پرمختګ او د کورنۍ، ټولنې او هېواد په کچه د هغوی مهم رول په رسمیت پېژني.

اعلامیه زیاتوي چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار لګېدلي محدودیتونه د اسلامي ارزښتونو، انساني کرامت او د ښځو او نجونو له حقونو او پرمختګ سره په ټکر کې دي.

خو د طالبانو حکومت وايي افغانستان کې د ښځو حقوق د اسلامي شریعت له مخې خوندي دي.

د طالبانود حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد خپلو څرګندونو کې چې د طالبانو ترکنټرول لاندې دولتي راډیو تلویزیون لخوا خپرې شوې وايي چې ددوی حکومت د ښځو او میرمنو په برخه کې د هغو حقوقو لپاره خپل ځان مکلف ګڼي چې ورته ضروري دي او د شریعت لخوا ورته په نظر کې نیول شوي دي.

مجاهد زیاتوي چې ددوی حکومت ددیني عالمانو لخوا اداره کیږي او هغوی د اسلامی احکامو او حقوقو په هکله کافي علم لري. خو مجاهد دا توضیح نه ده ورکړې چې یادو عالمانو د شریعت د کومې لارښوونې په اساس نجونې او ښځې له زده کړو منع کړي دي.

په داسې حال کې چې د کابل او اسلام اباد ترمینځ اړیکې کړکیچنې دي،د افغانستان له خوا هیڅ کوم استازي په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه کې ګډون نه دی کړی.

افغانستان د اسلامي همکاریو سازمان غړی هېواد دی، خو دا روښانه نه ده چې د دې غونډې لپاره له افغانستانه څوک بلل شوي ووکنه ، ځکه د طالبانو په حکومت کې هېڅ ښځه په رسمي دولتي دنده کار نه کوي.

د طالبانو حکومت د ښځو چارو وزارت، چې د پخواني جمهوري نظام پر مهال فعال و، منحل کړ او ودانۍ یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته وسپارله.

طالبانو تل ادعا کړې چې د ښځو حقونه یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي کړي، خو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې تر بیا واکمنېدو وروسته یې په خپلو لومړیو اقداماتو کې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو، او وروسته یې له پوهنتونونو منع کړې.

همداراز، ښځې او نجونې د طبي زده کړو له موسساتو څخه هم منع شوي او تر ډېره په نادولتي مؤسسو او بنسټونو کې د هغوی د کار مخه نیولې ده.

سربېره پر دې، ښځې په پراخه کچه له ورزش، ټولنیزو فعالیتونو او ازاد تګ راتګ څخه هم محرومې شوي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG