په داسې حال کې چې د طالبانو لهخوا د محدودیتونو، ګواښونو او فشارونو شدت د دې لامل شوی چې سلګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له افغانستانه وتښتي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما او د دغه سازمان د بشري حقونو دفتر وايي چې په افغانستان کې درېیو کلونو په تېرېدو د خبریالانو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونې ۳۳۶ پېښې ثبت شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ له پیل راهیسې زرګونه خبریالان او د مدني ټولنې فعالان له افغانستانه وتلي او ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
دا خبریالان اوس په ګاونډیو هېوادونو کې د اقتصادي ستونزو تر څنګ له رواني ستونزو سره مخامخ دي.
سمیه عطایي، په ایران کې یوه له هغو سلګونو افغان ژورنالیستانو څخه ده چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د بیا واک تر نیولو وروسته کډواله شوې او د خپلو ملګرو خبریالانو په اړه وايي چې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.
په ورته وخت کې د سلګونو هغو نورو افغان خبریالانو په ډله چې پاکستان ته تللي، افغان خبریال عزیز رحمان هم شامل دی.
هغه وايي چې په ښه حالت کې نه دی.
نوموړی د خپل د وضیعت په اړه ازادي راډيو ته وویل: "له بده مرغه په پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت خورا جدي دی، افغان خبریالان له رواني، اقتصادي او نورو ننګونو ترڅنګ له ډېري ناامیدۍ سره مخ دي."
په اروپا کې د افغان خبریالانو د ملاتړ د ادارې مشر حامد عبیدي هم وايي چې افغانستان دا مهال د خبریالانو لپاره د نړۍ یو له ننګونو ډک هېواد دی او همدې ګڼ افغان خبریالان اړ کړي چې د کډوالۍ له سرګردانیو سره مخ شي.
عبیدي وویل: "په تاسف سره چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د رسنیو پر فعالیت ډېر محدودیتونه ولګول شول، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او د رسنیو اقتصادي ستونزو تر څنګ د خبریالانو ګواښل او د خبریالانو پر کارونو کې بېځایه مداخله د دوي کار لا ستونزمن کړي دي."
د عبیدي په وینا، د طالبانو د امر بالمعروف اداری لهخوا هغه نوي محدودیتونه چې په رسنیو باندې وضع شوي، په افغانستان کې د رسنیو د فعالیت ساحه یې نوره هم محدوده کړې او دا موضوع د اندېښنې وړ ده."
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما او د دې سازمان د بشري حقونو دفتر په یوه ګډ راپور کې ویلي چې پر افغانستان واکمنو طالبانو د رسنیو لپاره له ننګونو ډکه فضا رامنځته کړې چې سانسور او اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې د خنډونو جوړول پهکې شامل دي، خو راپور زیاتوي چې دا د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې یوازېنۍ ستونزې نه دي.
د دې راپور پر اساس، خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د دندو د سرته رسولو پر مهال له ګواښونو، ناوړه چلند، خپلسرو توقیفونو او د قضايي تعقیب او حبس له مواردو سره مخامخ کېږي.
راپور زیاتوي چې د کورنیو رسنیو په خپرونو او مطالبو کې د چارواکو مداخله تر ډېره د رسنیو د آزادۍ د له منځه تللو سبب کېږي.
د راپور له مخې، د یوناما د بشري حقونو څانګې د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې څخه د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې پورې له ۳۳۶ ښځینه او نارینه خبریالانو او د رسنیو له کارکوونکو سره د بشري حقونو د نقض موارد مستند کړي چې په دې کې د خپلسرو نیونو او توقیفونو ۲۵۶، د شکنجې او ناوړه چلند ۱۳۰ او د ګواښونو او وېرونو ۷۵ موارد شامل دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د طلوع نیوز خصوصي تلوېزیون سره په خبرو کې د خبریالانو او رسنیو د ستونزو او ننګونو په تړاو د یوناما راپور ته غبرګون ښودلی دی.
هغه وايي چې د افغانستان قضیه باید د یوه لوېدیځ هېواد په توګه ونه ارزول شي.