د ځنغوزیو افغان سوداګر او کاروباریان د افغانستان د دغې مشهورې وچې مېوې د بازارونو له پیکه کېدو شکایت کوي.
که څه هم په افغانستان سږ کال د ځنځغوزیو حاصلات ښه بلل شوي، خو ورته د لازمو بازارونو له نشتوالي شکایتونه کېږي.
د پکتیا ولایت اوسېدونکی او د ځنغوزیو سوداګر رحیم وايي: "بازار یې ښه نه دی، که هوایي لارې او فرصتونه ورته برابر نهشي، موږ بڼوال به ډېر تاواني شو."
د خوست ولایت اوسېدونکی او د ځنغوزیو سوداګر علي مرخان چې په خبره یې له ۲۸ کلونو راهیسې د ځنغوزیو کار او بار کوي هم ازادي راډیو ته وویل: "سږ کال هغه خلک چې د (ځنغوزیو) غرونه او غوټې اخیستې دي، ډېر تاواني دي، که نورو هېوادونو سره موږ (افغانستان) خپله مستقیمه قراردادونه وکړو چې په خپل نوم مو (ځنغوزي) صادر شي ډېر به ښه وي، خو داسې نه ده، یوازې چین ته استول کېږي او چین یې بیا په خپل نوم نورو هېوادونو ته استوي."
د خوست ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر نواب امیرزی وایي، سږ کال یوازې له خوست ولایته ۱۵زره ټنه ځنغوزي راټول شوي، خو دې هم ورته د لازم بازار له نشتوالي ناهیلی دی.
امیرزي وویل: "سږ کال د ځنغوزیو حاصلات زښته زیات دي، یوازې له خوست نه ۱۵زره ټنه حاصلات راټول شوي، بدبختانه یو ټُن یې په څلور لکه کلدارو خرڅېږي، نړیوال بازار ته یې لکه څنګه چې صادرول لازم دي، اوس په هغه کچه نه دي."
داسې مهال چې نوموړی وايي، تېر کال ۱۰زره تڼه وو، خو دا چې په ټولنیز ډول یې د افغانستان په کچه سږني حاصلات څومره دي، په دې اړه معلومات نه لرو، ځکه په خبره یې تراوسه له ټولو ولایتونو حاصلات نه دي راټول شوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي که څه هم مني چې اوس د تېر په پرتله په نړیوال بازار کې د ځنغوزیو بیې راټیتوي او لازم بازار ورته نهشته، خو وایي چې هڅه کوي د هوایي دهلېزونو له لارې د دغه محصول لپاره بهر ته د صادراتو زمینه زیاته کړي.
د دغه خونې مرستیال خان جان الکوزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په تېر جمعوري نظام کې ځنغوزي د هوایي کوریډور له لارې صادرېدل چې ۶۰ سلنه مصرف یې یوایساېآیډي ورکول او نو ۴۰ سلنه یې خپلو سوداګرو، هغه مهال هم اروپا ته او هم دوبۍ او عربي ملکونو، هند ته او زیاته برخه یې بیا چین ته صادرېدل، اوس یوازې د خصوصي سکټور په خپل مټ دغه صادرات چین ته کېږي."
الکوزی نړیوال بازار ته د دې وچې مېوې د صادر پر وړاندې بل مهم خنډ ټرانزیټې ستونزې بولي.
د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت ویاند امامالدین احمدي نړیوالو بازارونو او هېوادونو ته د ځنغوزیو د صادراتو په اړه د تازه معلوماتو او د افغان سوداګرو د شکایتونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو له دې وړاندې په ۴۰۰۱ لمریز په میزان میاشت کې دغه وزارت ویلي وو چې افغانستان په کلني ډول چین ته له ۴ تر ۸زره ټنه ځنغوزي صادروي.
دا څرګندونې او شکایتونه داسې مهال دي چې د ځنغوزیو د سوداګرو په خبره دا مهال د افغانستان په بازارونو کې یې د یوې کیلو بیه تر ۱۹ سوه افغانیو ده چې عام خلک وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې نهشي خوړلی.
د کونړ او ننګرهار ولایتونو اوسېدونکو هدایت او الفتالله ازادي راډیو ته په دې اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.
هدایت وايي: "ځنغوزي خو د افغانستان ښه او مشهوره وچه مېوه ده، خو د دې لپاره چې بیه یې ډېره لوړه ده، مثلاً ان د یوې کیلو بیه تر دوه درې زرو افغانیو وي، نو هر څوک یې د پېرلو وسه نه لري، که بیې یې راټیټې شي هر څوک به ورته لاسرسي ولري."
الفتالله وویل: “دلته خو د اقتصادي ستونزو له امله دا بیې خلکو ته لوړې دي، خلک ځنغوزي خوښوي دا په ځانګړې توګه د ژمي په موسوم کې ډېره ښه مېوه ده، ځکه که ځنغوزي وخوړل شي بیا د خلکو یخني هم ډېره نه کېږي."
ډاکتران په دې وچه مېوه کې شته ویټامینونه د انسان د بدن په ځانګړي ډول د سالمو هډوکو، غاښونو او ارام ذهن لپاره ډېر ګټور بولي.
عبدالمنیر وايي: په دې مېوه کې مهم منرال فاسفورس هم شته چې د انسان د هډوکو او غاښونو لپاره ډېر ګټور دي، ځنغوزي مکنیزم هم لري چې دا بیا د وینې د فشار د کنټرول لپاره خورا مهم دي.
د عمومي داخلې متخصص ډاکتر عبدالمنیر وویل: "ځنغوزي تر ټول مهم ویټامین (k) لري،که چېرې د یو انسان په بدن کې ویټامېن (k) نه وي که کله یې بدن نه وینه بهېږي نو د دې وینې درول ډېر سخت وي، په دې مېوه کې مهم منرال فاسفورس هم شته چې د انسان د هډوکو او غاښونو لپاره ډېر ګټور دي، ځنغوزي مکنیزم هم لري چې دا بیا د وینې د فشار د کنټرول لپاره خورا مهم دي."
ځنغوزي چې د افغانستان د تورېطلا په نوم هم یادېږي د دغه هېواد په پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا، د کابل په سروبي او د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې یې ونې او ځنګلونو موجود دي، خو د اصلي مارکېټ یې خوست دی.
دا چې د راټولو پروسه یې څه ډول ده، افغان سوداګر علي خان یې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ یې لومړی ګورو چې د راټولولو وي بیا د غرونو له ونو غوټې راټولو، بیا یې کورونو ته راوړو او پر ډاګ یې خوروو چې ښه وچ شي او رنګ جوړ کړي، بیا یې د لمر وړانګو ته اچوو چې (غوټې) یې خلاصې شي، بیا یې پاکوو."
که څه په ۱۳۹۵ کال کې خوست کې د ځنغوزیو د پروسس د یوې فابریکې د بنست ډبره اېښودل شوې وه، خو د خوست ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر نواب امیرزی وایي، له بده مرغه دوی د پروسس کومه کارخونه نه لري او خلک ځنغوزي په لاسونو راټولوي او پاکوي.
د یادونې ده چې د افغانستان ځنغوزيو د تېر جمهوري نظام پر مهال بهر د لوړې کچې صادراتو له امله نړیوال شهرت خپل کړی و.
مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۳۹۷ لمریز کال د لړم په ۱۵مه نېټه چین ته د ځنغوزیو د صادراتو لپاره رسماً د یو هوايي دهلیز پرانېسته وکړه او هغه مهال یې اعلان وکړ چې د لړم په ۱۵مه به هرکال د ځنغوزیو د ملي ورځې په توګه نمانځل کېږي.
هغه مهال د ۲۵ کیلو ګرامه ځنغوزیو بیه ۵۰ زره افغانۍ وه.
خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د هوایي دهلېزونو په بندېدو او له افغانستان سره د اکثرو په ځانګړې توګه اروپایي هېوادونو مستقمو اړیکو پرې کېدو نه یوازې د ځنغوزیو پر صادراتو بلکې په ګڼو اقتصادي چارو یې هم سیوری غوړولی دی.